د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې ملي مشورتي جرګه که دسولې مشورتي پروژه ؟

مجيب الرحمن (( احساس)) 06.09.2011 22:32

موږدنړۍ په تاريخ کې دډيروجګروشاهديو خوډيروملتونوچې يومهال ديوبل وينوته تږي و.واوديوبل پرضديې ګولۍ اورولې بلاخره سره په خولاشول اودوينې په ځاي يې مينې په يوبل ولورلې .
 دنړيوالې جګړې ښکيلو هيوادونوته که وکتل شي نودخپلوملي ګټودخونديتوب لپاره له هرڅه تېرشوي اودادي نن دنړۍ ترټولودوست هيوادونه بلل کيږي آن تردې چې هغوي په دې وتوانېدل چې خپلې ټولې کينې اونفرتونه شاته وغورځوي  ،کابوپه ټوله اروپاکې يو پولي واحدولري  اوسرحدونه له منځه يوسي .خود پخلاينې لپاره هم يوځانګړى منطق شتون لري اودا خبرې هم بايددهماغه منطق له مخې وشي .
له بده مرغه په افغانستان کې هرې ستونزې ته جدي نه کتل کيږي اوترډېره ډېرې سترې مسلې اوشخړې دمصلحت له مخې حل  کيږي چې په دې سره بيانه يوازې دسلګونوبې ګناه انسانانوحقوق اورواغوښتنې ترپښولاندې شي بلکې ورسره دپېښې ستونزې پرسرنورې هم ورزياتې شي .دمصلحت دامنطق اوکړن لاره اوس زموږيوې ډېرې مهمې اوحياتي اوملي مسلې ته هم راننوتى .
دسولې مشورتي جرګه په هيوادکې شته ستونزواوجګړوته دپاي ورکولو اودطالبانوسره دخبرولپاره جوړه شوې خودې خبرې خلک په دې حيران کړي چې ددې جرګې دمشرتابه لپاره درباني ټاکنه دکوم منطق له مخې شوې . استادرباني کيداي شي په خپله سيمه کې دنفوذخاوندوي اودګوندغړوته يې ارزښت ولري خودافغانستان په معاصرتاريخ کي يې اولس ته خپله ازموينه ورکړې اوله کړنويې هرڅوک ښه خبردي هغه  دطالبانودنظام په راپرځولوکې دامريکايي لوبې يوفعال لوبغاړي وواودارول يې په دومره صداقت ترسره کاوه چې کله کله خوبه يې له امريکايې سردارانوګيله هم کوله چې دB52 ډوله الوتکوبمونه واړه دي اودوژنولپاره کارنه ورکوي  دطالبانوپه لمړيوکرښوامريکايي بمبارۍ داسې خوندورکاوه لکه کوم مسلمان چې دخپلې عقيدې خلاف څوک دثواب لپاره وژني .
زه نه غواړم چې دطالبانو په استازيتوب خبرې وکړم داسمه ده چې طالبانوهم په خپلوليکوکې ستونزې درلودې اوله ځينوسره دهغوي دمالي سرچينواوددوي دځينوتړاونوپه باب پوښتنې وې اوځينوکړنويې خلک راوپاورل خودابيازموږدهيوادکورنۍ ستونزه وه اوديوه لوي ملت  ستونزه چې کلونه کلونه يې يودبل ترڅنګ په صميميت ژوندکړي بايدله هيواده بهرچاته نه واي سپارل شوې هغوبه ضرور يووخت په دې پوهيدل چې دکومې بلې لوبې لپاره کاريږي اوکيداي شوچې يووخت يې په ګريوان کې سرښکته کړي واي اودخپلوماشومانوپه لپاره يې فکرکړاي واي دې ته اړتيانه وه چې له امريکادې دمرستې جدي غوښتنه وشي .((  داغوښتنه  دپنجشيراتل مسعود فرانسې ته دخپل  ورستي سفرپه مهال په يوه لويه غونډه کې وکړې نوموړي دامريکاپه پخواني ولسمشربوش غږوکړچې افغانستان ته ددوي مرستې ته ورودانګې اودطالبانوپه راپرځولوکې ورسره مرسته وکړي))   راځم خپلې خبرې ته دابه ومنوچې له هرې شخړې ،جګړې اوستونزې ورسته خبروته اړتياده ځکه وايې چې وينه په وينه نه مينځل کيږي اويووخت به ضرورراځي چې بايدخبرې وشي اوستونزه دخبروله لارې حل شي .خودخبرولپاره هم يومنطق اواوصول شته چې بايدومنل شي  که ددوه لوروترمنځ ستونزه راپيداکيږنودخبرولپاره يوه  دريم ګړي ته اړتياده داسې دريم ګړي ته چې په هيڅ ډول هم په شته شخړه کې لاس ونلري اوپه بشپړه توګه بې طرفه وي خولکه وړاندې موچې وويل زموږټولې ستونزې اوشخړې دمصلحت له مخې حل کيږي نوزه نه پوهيږم چې زموږولسمشر دکوم منطق له مخې ددې جرګې چې موخه يي دطالبانوسره دخبرواوسولې ته دراوستل دي ښاغلى رباني ټاکلى .دولسمشرکرزي په دې انتخاب دسولې روان بهيرنه يوازې داچې لاټکنى شوبلکې دهغه په ټاکلوسردطالبانواحساسات نورهم روپارېدل اوجګړې نورهم زورواخيست اوجالبه خوبياداده چې نړيوالې ټولنې چې په افغانستان کې دسولې ملاتړ؟؟ کوي پرته له دې چې په اړونده موضوع فکروکړي په ميليونونوډالريې دې جرګې ته ځانګړي کړل اوپه دې سره درباني غوالنګه شوه ددې لپاره چې هغوي خپل ځان  يو ډول فعا ل وښيي په کابل کې يې څوتشريفاتي غونډې جوړې کړې اواوپه لنډوخت کې يې ځينې تشريفاتي سفرونه هم وکړل په دې جرګه کې ډېرداسې ښاغلي شته چې داتمه نه ترې کېده چې ديوه بې هدفه کاروان سره دې ديوې لوي ستونزې دحل په نامه روان شي بله جالبه  خبره خوداده چې رباني د پخوانۍ شمالي ټلوالې يووفاداره غړي پاتې شوى اوپه دې ورستيوکې د((اميد))؟؟ په نامه دعبدلله دنوي ګوندغړيتوبه هم لري .ښاغلي عبدالله دطالبانوسره هرډول خبرې مشروطې بولې اوکله کله خوپه رسنيوکې داهم وايې چې طالبان ددې وړنه دې چې سوله ورسره وشي .رباني  دلته ديوبل لوبغاړي په توګه راڅرګنديږي    اودالوبه په داسې ډول لوبوي چې دچاخبره نه سيخ وسوځي اونه کباب ظاهراً له دولت سره ولاړددي اودسولې دراوستلولپاره په تشريفاتي هلوځلوبوخت دي خوترشايې دعبدالله داميدډله په کلکه ولاړه د ه دسولې په نامه په ميليونونوډالره لګول هم وخت غواړي اوهم دې ته اړتياده چې دمصرف يوه ځانګړې مرجه يې  وي رباني دخپلوهڅوپه ترڅ کې په ځينوولايتونوکې دمجددي پخواني بې پېسودفترونه په قيمتي وسايلوسمبال کړل اوله ترکيې يې هم وغوښتل چې په شخړه کې دې مرسته وکړي . ددې جرګې ښاغلي دسولې اودطالبانوسره دخبرولپاره ټاکل شوي خوزه هريوه ته جلنج ورکوم که دوي ځان دريم ګړي بولي نويوازې له کابل ښاره دې څوکيلومتره هاخوالوګراوياوردګوته سرورښکاره کړي اوله کوم طالب مشرسره دې وګوري هغوي چې کله په کابل ښارکې په سړک تېرېږي نودساعتونوساعتونوپه مخه لوي اوواړه واټونه تړل شوي وي چې ددې ښاغلواودملت دغمخوارانو؟؟ دموټروکاروان تېرشي .
زه بياهم ټينګارکوم چې ددولت په بل اړخ کې هم ستونزې شته اوکيداي شي هغوي هم دخبرولپاره خلاص لاس ونه لري خوداخوبياښه جوته ده چې ترڅوچې امريکااونړيواله ټولنه ونه غواړي چې له شرط اوقيدپرته سولې ته حاضرشي دکرزي اداره هيڅ هم نه شي کولاي .څه موده وړاندې به تاسې درسنيوله لار ې اورېدلي وي چې دغزني يوې استازې؟؟ هماسلطاني ادعاوکړه چې ملاعمرددې په کورکې دي اوخبرلپاره راغلى اوله دولته يې ګيله وکړه چې ددې غوښتنې ته يې ځواب نه د ي ورکړي اودشک په سترګه ورته ګوري که دې خبرې ته لږځيرشودابه څنګه امکان ولري چې هماغه ملاعمرچې په خپل نظام کې يې ښځوته بازارته دتګ اجازه نه ورکوله له يوې داسې ميرمنې سره وګوري چې اوس مهال دولسي جرګې استازيتوب کوي اوله يوه غيرپښتون قوم څخه ده اودابه څنګه امکان ولري چې امريکايې استخبارات دپاکستان په زړه کې اوسامه پيداکولاي شي اوملاعمرچې دوي يې په لټه دي په کابل ښارکې ونه شي موندلاي؟ آياامريکايانوته دهماکورنه دي ورمعلوم ؟ که چېرې دافرض کړوچې ملاعمردخبرولپاره راضي دي اوريښتياهم دهماپه کورکې دي نوداخوبياکومه ماناځکه نلري چې دهغه يوځاي کېدنه يوسمبوليکه بڼه لري اوددلت پرضدجنګېدونکې جبهې په دريځ کې هېڅ بدلون  اواغېزه نه شي کولاي  دطالبانووياندويلي چې ((هما))کوم څوک چې داخبره کوي په دماغي لحاظ روغه  نه ده .
دطالبانوسره دخبرولپاره په ظاهراً هڅې روانې دي خوآياچاپه  دې هم فکرکړي چې دملاعمرپرسرلکونوډالروانعام سره سره به ملاعمردې ته راضي شي چې راشي اوخبرې وکړي؟ اوآياامريکابه په ريښتياهم داوغواړي چې دهغه چاسره دخبروميزته کيني چې هره ورځ ددوي پوځيان وژني ؟اوآيارباني چې په خپل وخت کې دطالبانو سخت دښمن وو    په خپلو تشريفاتي اوتش په نامه اوغولونکوخبروطالبان سولې ته راضي کړي ؟؟؟؟