د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايران ځمکنی مساحت زيات شوی دی

کمال الدين رنځور 06.09.2011 08:55

سرچينه: الشرق الاوسط

 ايران په يو حيرانونکي اعلان کې ښکاره کړې ده چې د هېواد ځمکنی مساحت یې ۲۲۶ زره کيلومتره زيات شوی دی. دا په داسې حال کې چې رپوټونه وايي چې ايران د افغانستان په خاوره کې ننوتی او ډېرې ځمکې لاندي کړي دي. ايران همدا راز له عربي متحده اماراتو څخه درې ټاپوګان (طنب الکبری، طنب الصغری، او ابو موسی) هم په ۱۹۷۱ کال کې ښکېل کړي دي.

 دا اعلان د ايران په پوځ کې د جغرافیا د ادارې مشر ډګروال محمد حسن نامي کړی خو دا یې نه دي روښانه کړي چې د ايران مساحت په څه ډول زيات شوی دی.

د ايران مساحت يو مليون او ۶۴۸ زره کيلو متر مربع دی خو د دې اعلان سره یې مساحت یو ملیون ۸۷۳ زره او ۹۵۹ کيلو متر مربع ښودل شوی دی چې له مخې یې د ايران ځمکنی مساحت ۲۲۵ زره  ۹۵۹ کيلومتر مربع زیات شوی دی.

پوښتنه دا ده چې په افغان حکومت کې چې ايران ډېر جاسوسان او په پيسو رانيولي لوړپوړي چارواکي لري، ايا داسې څوک رښتينی افغان شته چې د دې مسالې پوښتنه وکړي او ايران ته په کلکه ووايي چې د افغانستان او ايران په ليکو کې هغه افغاني خاوره چې ايران لاندې کړې ده او پوستې یې په کې جوړې کړي دي خوشې کړي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي دولت ولسمشر او دفتر یې له ايران څخه په کڅوړو کې نقدې پیسې اخلي،  ښکاري چې زمانه د ايران ده، هر ډول فساد په کې کولای شي او ناشوني ده چې د افغان د حق پوښتنه وشي بلکه د ايران نورو تېريو ته هم لاره هواره ده.