د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روغتون کې د ملي اردو پوځيان له ولږې مري

کمال الدين رنځور 05.09.2011 18:53

 د وال سټريټ جورنال نن په يو رپوټ کې ويلي دي چې په داود ملي عسکري روغتون کې فساد دومره خپور دی چې ډاکتران او نرسان د ملي اردو ټپيانو ته دوا او ډوډۍ په رشوت ورکوي او له کبله یې ډېر پوځيان مړه شوي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې د روغتون مشر جنرال احمد ضیا یفتلي دی چې د شورای نظار غړی دی او دا چې سياسي اړيکي او واسطه لري نو د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ وايي چې څه ورته نه شي ويلي.

 په هېواد کې ډېر خلک له ډېره وخته راهيسي شکايت کوي چې د شمالي ټلوالي غړي او په ځانګړې ډول د شورای نظار منسوبين چې د امريکايانو او ناټو په مرسته د افغانانو په مرۍ کېناستل د دولت په زياتو برخو واکمن دي او لس کاله وشول چې ډول ډول فساد او بدمعاشيانې کوي. خو د ډېرو شکايتونو سره سره فساد روان دی او بهرني ښکېلګر او داخلي لاسپوڅي یې مخه نه نيسي.

 وال سټريټ جورنال ويلي دي چې د ناټو ډاکترانو او افسرانو دا فساد په ۲۰۰۶ کال کې کشف کړی او د اسنادو سره یې افغان حکومت ته رپوټ ورکړی دی خو تر اوسه افغان حکومت په دې روغتون کې د فساد مخه نه ده نيولې او یفتلي په غلا اوس هم لګيا دی.

 ورځپاڼې ليکلي دي چې تېر کال د ناټو ډاکترانو وموندل چې په روغتون کې د ملي اردو ناروغان له کوچنيو ناروغيو او آن له ولږې مري. ورځپاڼې د ننګرهار د علي نور حضرت کيسه ليکلې ده چې د ملي پوليسو غړی او د طالبانو په يو راکټي بريد کې ټپي شوی و. نوموړی سره د دې چې ورور یې د ده د درملنې او په روغتون کې د رشوت ورکولو لپاره خپله مځکه هم پلورلې وه په دې روغتون کې له ولږې مړ شوی دی.

 ورځپاڼه ليکي چې د شورای نظار ډاکو جنرال يفتلي ته یې په ۲۰۱۰ کال کې د درملو د ورکېدو په اړه يو رپوټ ورکړ او باور لري چې يفتلي پخپله په غلا کې شريک دی.

 د ناټو کولونيل ګيرالډ کارولا په يو رپوټ کې خپل جنرال کالډويل ته ليلکي دي چې په دفاع وزارت کې فساد پراخه او ژور دی. نوموړي ليکلي دي چې په دفاع وزارت کې فساد د دې وزارت په مشرتابه کې خپور دی. په رپوټ کې کولونيل ليکلي دي چې د لوی درستيز (شېر محمد کريمي) دفتر د جنرال يفتلي خلاف يو قضيه باندې کار کوي چې په کې راغلي دي چې یفتلي د دفاع له وزارت څه شل مليونه امريکايي ډالر غلا کړي دي او د ۱۵۳ مليونه امريکايي ډالرو درمل یې پټ کړي دي.

 ورځپاڼه ليکي چې د امريکا یو شمېر ډاکترانو په دې روغتون کې د مريضانو حالت ويرونکی اود حيرانۍ تر کچې غمژنونکی بللی دی تر دې چې یو افغان پوځي له هغې وروسته چې د ناټو جنرال کالډويل مډال ورکړ د هغه له وتلو وروسته وغورزاوه. څو مياشتې وروسته چې د ناټو جنرال د روغتون کتنه کوله د دې افغان پوځې پوښتنه وکړه، د روغتون ادارې ورته د درواغو بل جوړ پوځي وښود، خو د ناټو يو بل افسر ورته وويل چې هغه پوځي مړ شوی دی چې ده ورته مډال ورکړی و.

 په رپوټ کې راغلي دي چې په روغتون کې ډاکتران او نرسان د ملي اردو د ټپي پوځيانو درملنه نه کوي او مرسته یې نه کوي تر دې چې ناروغان د په ورځو ورځو غول او متيازې په خپل کټ کې کوي. ورځپاڼه وايي چې د ناټو ډاکترانو نوټ کړې ده چې ډېر ناروغان ځکه د مکروب له امله مړه شوي دي چې د زخمونو پټۍ یې په اونيو اونيو نه دي بدلې شوي او لږ تر لږه په څلورو حالتونو کې ناروغان له ولږې مړه شوي دي.

 ورځپاڼه ليکي چې تر ټول خراب حالت د روغتون په عاجل واټ کې دی چې د واسطو، بډو، بې کفايتۍ او بې پروايۍ له کبله په کې هره ورځ ناروغان مړه کېږي. ناروغانو ته د عملياتو په مهال نشه نه ورکول کېږي او يو ناروغ چې د عملياتو په مهال درمل غوښتل د روغتون د کارکونکو له خوا په خوله په سوکانو ووهل شو.

 د ناټو جنرال کالډويل د دفاع وزير رحيم ورګ سره د یفتلي سره په څېړنه کولو خبري کړي دي خو وردګ وايي چې د یفتلي محاکمه کول به سخت وي ځکه چې پراخه سياسي اړيکې لري.

 يفتلي هغه وخت په روغتون کې له دندې بل ځای ته منتقل کړای شو چې د امريکايي ځواکونو مشر ډيوډ پيټرايس ولسمشر کرزي ته د روغتون د حالت په اړه شکايت وکړ. خو يفتلي چې اوس هم له دفاع وزارت څخه معاش اخلي وايي چې ډېر زر به د درې ستورو جنرالۍ ته لوړ کړای شي.

 داسې ښکاري چې په افغانستان کې د شمالي ټلوالې او د پردو په زور راغلو او واکمن شوو ډاکوانو مخه څوک نه شي نيولی  او نړۍ دا غواړي چې افغان ولس د دې فساد خلاف پخپله راپاڅېږي.