د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما کمکی اختره!

محب الله وثیق 31.08.2011 21:56

زما کمکی اختره !
اې دمینې او الفت سمبوله !
اې دسوکالۍ، ارامۍ ، خوښۍ،او نېکمرغۍ قاصده !
تا خو عادت درلود چې :
موږ چې ته به دې موسکا او خنداګانې راوړلې ........ دغمونو او ویرونو ټغر به دې ټولاوه ....... دخوشالیو زېرې به درسره مله وو..... له ځان سره به دې دالفت ، یوون ، محبت ، او فرحت پیغام لېږداوه .........!!!
او موږ به هم :
ستا راتلو سترګې په لار وو .......... تا ته به هوسېدو..........او له وخته وخته به مو ستا دراتګ شېبو ته انتظار کاوه ........... زموږ دکلی هر واړه او زاړه به ستا دراتلو شیبه شیبه او ګړۍ ګړۍ شمېرله ، او هر لورته به درنګینیو او ښکلاوو راج وو ...........!!!!
دچم ماشومان به تاته نڅېدل او خوشالۍ به یې کولې . دکلونو کلونو مسافرو په ستنېدو به یې د مېندو سترګې یخېدې ، زامنو او لوڼو به دخپل پردېس پلار لیدوته سترګې څلور شوې .
ځوانانو به هم په خورا مینه مینه لمانځلې ........! دخپلوانو ، قریبانو او ملګرو کورنو ته به تلل او راتلل . میلې به یې کولې ............ هر څه به خندني وو او هر لور ته به دتبسم فضا خوره وه ..........! او د چم هر وګړي ستا په انتظار کې دحال په ژبه پدې لنډۍ بدرګه کولې !!!
سترګې مې ستا په لور کږې شوې ـــــ ستا دراتلو لار ته مې تل نیولې وینه .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مګر اختره ! دا ځل خوا مه بدوه !
ځکه چې :
زموږ له چم نه موسکا اوس کډه کړې ده ،خندا رانه سلب شوې ........له زړونو مو کوټلې وینې څاڅي ....... زموږ په کور کې یو ظالم خوني ښامار خېټه اچولې ........ خونخوارې منګلولې زموږ په کليو او بانډو باندې ښخې کړې دي ......... زموږ خوشحالي ، موسکا ،خندا او هرڅه یې رانه هېر کړي دي .هره ورځ مو دکور غړی یو په بل پسې تر تېغ باسې . زموږ دچم په وګړو یې قصابه شروع کړې ده .هره ورځ مو لسګونه وروڼه د بمونو او بمباریو صدقه کېږې ........... میندې مو دزړه ټوټې له لاسه ورکوي او بورې کیږې .......... یتیمان ماشومان مودشهید پلار په ویر کې له کور او کلي نه مرور دي ،لوڅ سر او یبلې پښې، د بابا، بابا!!! په کریږو یې ستوني لویدلي .وریندار مو دګران شهید ورور په غم کې له غرېوه ډک زړه ګرځي . دشهیدمور بیا دخپل زوي په مزار خپړې لګوي او او اوښکو یې دسیندونو په شان په مخ لارې جوړې کړېدي ..........!! او دخپل بچي په یاد کې دویر ساندې بولي .
هره ورځ غم ......وحشت .......خوف .......ژړا ......اسویلۍ...... او سلګۍ راکره دېره وې .
عجېبه لا داچې :
هیڅ چاته حق نشته چې له غرېو او خروښ نه ډک زړه تش کړي او له چا سره دزړه خواله وکړي . څوک چې دخپل سوز او غم چیغه کوي دځمکې شکم ته اچول کېږې او یا هم زرګونو کلومتره لیرې په یوه ټاپو کې کلونه کلونه داسارت شپې ورځې سبا کوي .او دسپیو ، لړمانو او مارانو سره یو ځاي اچول کېږي .
هره شپه مو تر بلې وحشتناکه او له ډاره ډکه وي ،له هر کور نه چیغې ،کریږې او زګېروي راپورته کیږي ، خوني ښامار واز کومی نیولی او هر چاته چې یې زړه شې په ساه یې ورکش کړې او هضم یې کړي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هوکې ! زما کمکی اختره !
دا زما دسوي زړه بړاس وو چې تر تا مې درورساوه! هیله ده چې اوس نو را څخه خفه نشې ! او دګیلې حق ونلري ! ځکه موږ ددې توان ونه درلود چې تاته ښه راغلاست ووایو !
هو! یوه خبره واوره !
بیا هم یأس نه دی پکار !
ځینې د زمري بچي لا شته چې دخپل سر په نذرانه کولوسره ستا پخوانی برم بېرته احیا کړي ، دهیوادوالو دا اوښکې او ساندې په خوښیو بدلي کړي او یوځل بیا ټولنې ته دسولې ، سوکالۍ او مینې له پیغام سره راستانه شې ، دې خونخوار دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي او دهیوادوالو پرهر پرهر بدن پټۍ کړي ، او مسلمان ملت مو له دې ویرجن حالت نه دنجات په لور رهبري کاندي .چې ګران هیوادوال او ټول مسلمان امت له دې تاړاک نه دارام او سکون ساه واخلي .
ان شالله چې :
په مونږ به هم کوترې بختورې راشې راشې ــــــــ دوخت ځینې خفه به مرورې راشې راشې
بېـګا مې خوب لیدلو قافلې وې دخوښـیو ــــــــــــ زموږ دکـلي خـواته برابـرې راشې راشې
نو زما وړوکې اختره !
راشه چې ستا مبارکي هغه چاته ورکړم چې له خپل کور، کلي ،مور او پلار نه لیرې د ډبرین غره په ډډه کې په دې تمه چې خپلو وروڼو ته هوسایې راولي او همدوئ له نېواک ، ظلم ، جبر ،او زورواکي نه وژغوري ، ورځې شپې سبا کوي .
نو راشه چې ستا مبارکي ورته په دواړو زمزمه کړو :
ورځ داختر کې دې ساتلي سنګرونه و آشـنا سلامونه و آشنا
اختـــــــــــر دهغو مبارک شــــــــه و آشـنا سلامونه و آشنا
چې داختر شپه په سنګر کې تېروینه وآشنا سلامونه وآشنا