د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کومي خوا راځې اختر ؟!

محمود نظری 29.08.2011 20:47

طنز

 

څلورخواته مو پراته  کفچه ماران  دي اختره !

دپاسه مو  خونکاره ګوربتان ګرځي اختره!

په کلی ښار کې مو ځان وژونکی خره څري

راځه ته هم که ځان وژنې بې پرسان اختره!

***
واوره اختر ه!

بزرګان مو لیونغري ، لیونتون دی دا دیار
سروغلو، داړه مارو یې تود کړی دی بازار
کاختي ده ، ځکه تجاران مو دی مسلمانان
کافران ډیر دي تر دې مسلمانانو وسیله دار

هرخواته کمبلې دي اواري د کونډو یتیمانو
سرې دی سترګې دنتلي ولس هر فاتحه دار
قصابان دلته قربانی کوی لکه پسونه افغانان
دهرقاتل په ټټرد غیرت مډالونه ځړیږي کتار

نارې اوغلبلې دی جهاد نه و فی سبیل الله
خپل پوره اجوره غواړو د جهاد د روزګار
غرغړې دی د څوټیغ سترګو په نوم د مقاومت
امریکا یې پر سر لاس تیروي لکه سکه پلار

دلته چور او شوکماری ده په نوم د جهاد
نه پوهیږو کله به ختمیږي ددې بزنیس کاروبار
دلته ټوله مور پلورنکی دی واجب الاحترام
هم هغه چې د دې وطن د وراني دی شمله دار

په دې وطن کې هر غوباړی ریاست غواړي
هره کشمشی ککرۍهوډکړی چې سی سرکار
دلته اتل هغه دی چې دهغه بل چټل نه وي
عکسونه د هغه ځړیږي چې تر ټولو وي غدار

دا ولس چې په هر چا باور کړي اې اختره !
چې واکدار سي ورته سي د لستوڼی مار
دلته چې هر څوک پر پچه وخیژی ارګ ویني
ځکه دلته هر سل عیبی شرعی دی زمامدار

د قضا تر پریکړي لوړ دی د یو لوچک قرار
له څارنوال او قضا څخه ایستل سوی دی ایزار
ستا تر مخه په شورا کې ورستې هګی جنګیږي
د شورامستو اوښانو له خره پرې کړی مهار
هر لګه او لوګه سوي دلته د شورا غړی
دهر یو ه لکه چنګاس په یو اړخ دی رفتار

اختره !دلته هر پاک چي راسي سی مردار
نه چې ته هم بدل کړې په جوړجاړی خپل کردار
موږ نه نوی کالي لرو، نه خواړه لرو، نه کلچې
چي بیا دلته دیرغلګر اختری نسي د بم ګذار

زموږ د بزرګانو په غور او تړ مه ختاوځه
دا وطن ځنګل دی زورور یې دی خونخوار

که رښتیا راباندی وايي اې اختره بختور ه !
ته هم تیروی د یتیمانو دځکلولو خپل وار
خوله درته ګږوو د خدای لپاره مه راځه اختره
ته هم ښویکی يې موړخوشالوی او ژړوې خوار

***
ته پوهیزې اختره ؟!
یوقاضی اوروله یوسړیخور ته د قضا قرار
ول قانونی بایدسل واري وځړول سې په دار
هغه ویل لا حو له دا څنګه لري امکان
چې زه هم یم د دی ځنګل یو ډیر ستر خونکار
دا زما جوړه کړی دقانون سسته رسۍ
شلیږي په هر دروند ما غوندې واکدار
په زرو مي جنتیان کړی، خروارډالر مې ایستلي
زه هم په سیاست کي یم لکه نور رند او مکار
په دې ولس مې دی د مقاومت ډیر پور
زه پوروړی یم یوازې د امریکا اوناتو بادار
په دې دنیا کې نر نه وینم چې راکړې سزا
په هغه مقاومت چي ماکړی ، هم په بل دار
آیا رښتیا راځې دې هیواد ته اختر ه ؟
چې نه لري غمخور اولاد او لمسیان زمه وار
اختره ستا راتلل به تاته څه خوند درکړي؟
چې کښېنی زموږسره د پاتا په کمبله سوګوار


کنايي
خوله کږول ( په عجزاو بی غیرتی دچا شی غوښتل) ، غور او تړ ( باټي )، سترګی په لار (انتظار)