خبرتيا او بلنليک
28.08.2011 22:09په اروپاکې مېشتو افغانانو ،فرهنگیانوعلمي شخصيتونو، ادبي اوفرهنگي ټولنو،اديبانواو شاعرانو ته دزړه له کومې بلنه ورکول کېږي چې زموږ سره په هغه علمي اوادبي غونډه کې برخه واخلي کوم چې دافغانستان دپياوړي ليکوال اوتاريخ پوه ښاغلي غوث خيبري په وياړ دسويډن دمالمو په ښارکې دافغاني کلتوري ټولنو په زيار اوزحمت جوړيږي .
دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالواوشاعرانوڅخه چې نشي کولای په غونډه کې گډون وکړي هيله کوو ددې غونډې په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کې زموږ سره يوځای فعال گډون ولرئ .
موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بيا له هغو ټولنو څخه چې غواړي خپل پيغام په غونډه کې ولولي هيله منديو زموږ سره د برېښناليک په وسيله دپيغام په رالېږلو تماس ونيسي . موږ به دپروگرام دحوصلې په نظرکې نيولوسره دپيغام داورېدولو امکانات برابرکړو، کنه د دې درنې غونډې په وياړ دټولواسنادو په ټولگه کې به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځای چاپ شي .
هغودوستانوته چې دمخکنيو اړېکواو بلنې له مخې د نړۍ له ليرې هيوادونه مالموته تشريف راوړي غوښتنه لرو چې دخپل سفر د پيل او ختم په اړوند موږ ته دبرېښناليک په وسيله خبر راکړي چې په کومه ورځ اوپر څو بجو چيرته رارسېږي ،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کې له هر ډول سرگردانۍ څخه خلاص وي .
دکنفرانس دکار رسمي پيل دسپتمبر پر (( ۱۰ )) دورځې پر يوه بجه دکروکسبيک ښوونځي Kroksbacksskolan دکنفرانسونوپه تالارکې دی .
په غونډه کې دگډون لپاره دمالمود ښار اړونده ارگانومشرتابه همدا ډول د نورو هيوادو فرهنگی ټولنواستازو ته بلنه ورکړه شوې چي په ورين تندې يې منلې ده .
درانه هيوادوال کولای شي خپلې ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پتو موږ ته راولېږي :
دغونډې پروگرام :
۱. دغونډې پرانستل اوعلمي ويناوي .
۲. دښاغلي غوث خيبري دعملي او ادبي هڅو په وياړ دنړۍ له مختلفو سيموڅخه دعلمي شخصيتونواواوفرهنگي ټولنو پيغامونه .
۳. تفريح (دمه ) : په دې وخت کې مېلمنو او دغونډې برخه والو لپاره وچه اوتازه مېوه دڅښاک سره په نظرکې نيول شوې ده .
۴. دښاغلي غوث خيبري ددرناوي اوهڅونې په وياړ په بهرکې دمېشتوشاعرانو په ابتکار او نوښت ادبي مشاعره .
۵. ټنگ ټکور .
دغونډې تر ختمېدو وروسته دوستان اوپه ځانگړې توگه زموږځوان نسل کولاي شي درابلل شوو مېلنموسره په ټاکل شوی ځای کې دزړه خواله وکړی .
زموږ لپاره ډيره مهمه او اړينه خبره داده چې زموږ ځوانان په يوه ازاده، زړه راکښونکې دوستانه اوشاعرانه ادبی فضاکې د راغلو مېلمنو اوپوهانوسره دزړه خواله وکړی .
دښاغلي غوث خیبري دادبي اوعلمي زيار ددرناوي اوهغه دحرمت ساتلوپه وياړ ددې علمي او ادبي غونډې د جوړېدوڅخه زموټولوفرهنگي ټولنو موخه همداده چې زموږ ځوان نسل دخپلو وياړلو اوعلمي څېرو د ژوند اوتر دغو علمي معراجونودرسېدو دټولو اړخونو په هکله پوره اوگټورمعلومات تر لاسه کړي .
يادونه : داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولای شئ دپورته برېښناليک په پتواويالاندې ټليفون شمېرو له له موږسره تماس ونسئ :
دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکزمشر انجينر عزيز مقری :
0046(0)721775080
دآرياناکلتوري ټولنې مشرکبير اميري :
0046(0)705380002
حبيب الله غمخور :
0046(0)736511569 / 0046 (0)760826087
دسپتمبرپر ۹ او ۱۰ دهغو مېلمنولپاره چې له بهرڅخه راځي پر پورته ليکل شوو نمرولاندې تليفوني نمرې هم فعالي اوهغوی ستاسوپه خدمت کې دي :
هيوادشير زاد:
0046(0)737143140
هلمند شيرزاد:
0046(0)760800383
اکمل صافي :
0046(0)736269757
نيازمحمد پياوړی :
0046(0)762483060
دناويگاشون لپاره ادرس :
Country: Sweden
City: Malmo
Street: Hyllievaangsvaagen 6
Post code: 21625