اخترېزې لنډې
25.08.2011 15:57اخترېزې لنډۍ
اختر به هغه وخت اختر وي
چې په هېواد کې جنګي ډلې نيستې شينه
***
اختر د ټولو مبارک شه
زه يې فراق کې د جانان، په وير لمانځمه
***
اختر د هغه چا نصیب شه
چې کم تر کمه خپل وطن کې دېره وينه
***
اختره ښه شو په خېر راغلې
نن به د کلي مرور پخلا کوونه
***
ماله په ورځ د اختر راشه
زۀ به در وځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
***
اختر د هغو مبارک شه
چې يې مورکۍ ورته په لاس نکريزې ږدينه
***
اختر دې تا ته مبارک شي
چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه
***