د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه شعرونه

سيدمنتظرشاه 25.08.2011 15:29

هسک دذهن مې راپوښي

تردې دمه،

ستا د مينې

د واورين پوړ

ساړه ژمي

بس دى،

پرې مې ږده تناب دلنډي عمر
هسې نشته
د کنګلونو
او
واورينو ژمو
تاب مې
نور د ماتې مينې
مات بدن
په ډډ کې

کابل-١١\٠٧\٠٩