د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخرما ميوه اوښکلاييزارزښت يې

سيدمنتظرشاه 25.08.2011 15:22

لکه څنګه چې په تېرومخونوکې يادونه شوې ده ددې اثريوه موخه له يوه نبات څخه دوه ګونې ګټه اخيستنه ده په همدې اړه يولړنباتات چې دميوې ترنامه لاندې پيژندل کيږي دلته دميوې ترڅنګ دښکلايزوونواوبوټوپه توګه هم ترمطالعې لاندې نيول شوي دي. په دې لړۍ کې موخرما چې نه يوازې داچې مبارکه ميوه ده دخپلې طبيعي او سمسورې بڼې له مخې مودښکلاايزوونواوبوټوپه لړليک کې دڅوموخوله کبله ونيوله.

١. خرمازرګونه کاله وړاندې بشري نسل دلوږې ژغورلى دى.

٢. مبارکه ميوه ده چې دالله په کتاب اودرسول کريم (ص) په ګڼوحديثونوکې يې يادونه شوې ده.

٣.  طبيعي ښکلالري اوتل شين نبات دى چې دژوندپرچاپيريال ګټوره اغيزه لري.

٤. ښکلاايزونباتاتوپه سر کې قرارلري.

٥. دميوې دتوليدترڅنګ له طبي ارزښت څخه برخمن دى.

دخرما ځانګړتياوې:

څوکلن نبات دى چې دطبيعي پېرزوينې له مخې تل شين اوسمسورنبات دى اودخپلې ښکلاله مخې يې دميوې د توليدترڅنګ ترماڼيو، پاکونو، کورونواوښکلايزوسېموته ځان رسولى دى. نارينه او ښځينه ګلونه يي په بيلا بيلو ونو کې (Dioique) توليديږي. خرما (Angiospermes) ياپټ زړي لرونکي اوپه (Monocotyledon) يا يو مشمه نباتاتو پوري اړه لری . دخرماعلمي نوم( Phoenix doctylifera L)دي اوپه (Palmaceae) نباتی کورنۍ پوري اړه لري . نوموړي کورنۍ (٢٠٠)جنسه اوتر(٤٠٠) پورې نوعي لري چې ټولي په تودو اونيمه تودو سېمو کې تيت شوي دي. (phoenix) دphoenician څخه په لاس راغلي چې دخرماماناورکوي اوهمدارنګه (dactylifera) د(dacktulos) څخه اخستل شوي چې دګوتي مانا لري اودخرمادميوي شکل معرفي کوي ،چې په مجموع کښې علمي نوم، دخرما نوم اوشکل راښيي.
دخرماپيدايښت
خرما لرغونې ونه ده چې دلرغون پيژندونکوودعقيدې له مخې د٥-٧ زروکلونو مخکينى تاريخ لري چې نوم يې پر ځينوتاريخې لوحو (٥٠٠٠) کاله دمخه ليکل شوي دي. اصلي ټاټو بی يې په څرګند ډول سره نه دى پيژندل شوى، ګومان کيږي چې دبين النهرين اوخوزستان دسيموبومي نبات به وي ځکه چې اوس هم دخرمادميوې توليدپه نوموړوهيوادونوکې دنورې نړۍ نيمايي له همدي هيوادونوڅخه دى.
دبين الانهرين تاريخي پاتي شوني ددې شاهددي چې خرما په نوموړي هيوادکې کرل شوي اوله ميوي څخه يي دغذايي توکوپه توګه ګټه اخيستل شوي ده. دسومريانو دتمدن په پاتي شونو کښې چې (٢٧٠٠) کاله دمسيح دميلاد څخه ثبت شوي دي له خرماڅخه يادونه شوي ده هغوي خرماته ( دتله ) او بابليانو ورته (راکشمارو ) ويله.
دبابليانو په زمانه خرما ته په ډيردرنښت سره کتل کيدل اودګردې شيندنې مهال به يې ديوه مذهبي دود په توګه لمانځله. وايي چې خرما دفنيقيي څخه فنقيانو دمديتراني سواحلوته يوړه او په همدي خاطر يونانيانو (phoenix) په نامه يادوله. په تورات کې خرماستايل شوې ده، مسيحيانوخپله مقدسه مذهبي ورځ خرما نومولي وه . دلهي اديانو په ډله کې داسلام سپيڅلي دين خرماته په ډيراهميت سره قايل دى، قرآن کريم د١١٤صورتونو د جملي څخه په ١٦ سورتونواو ٢٧ آيتونوکې د خرما يادونه کړې ده .
ديادونې وړده کله چې بني اسرايل له فرعون څخه ولاړل او دنيل له رودڅخه تير شول په کوم ځاي کښې چې ويده شول هلته ١٢ چېني او ١٠ دخرما ونې وي . چې دهغي څخه بعضي آثاراوس هم پاتي دي او عرب دي ته عين موسي وايي . دپخوازمانو راهيسي ، کلدانان ، سومر يان ، بحرين يان ، آشور يان ، هنديان ، ايرانيان ، عرب اومصريان دخرماوني ته په تقدس قايل وو .
نباتي ځانګړتياوي
لکه چې دخرما ونې دکاږه ژوند سره مينه نشته نوځکه نيغه اوهسکه وده کو ي. لوړوالى يې ٦-٣٠ مترو پوري رسيږي. دغه توپيرونه دژوند د چاپيريال دشرايطو ، خاورې ، ورايټۍ اونورو لاملونوپوري اړه لري . خرما دتودوخې ټيټه درجه دسانتي ګراد ١٠ اودسانتي ګرادتر٧ درجوپورې مقاومت کولاى شي.
داچې دونې تنه الياف لرونکې ده امکان لري دسانتي ګراد ترمنفي١٥درجوپوري مقاومت وکړي . دودې ښه موسم يې وچ اوتودموسم دى په ځانګړې توګه دميوي رسيدلو په وخت کښې تودې او وچې هواته ډيره اړتيا لري . خرمادطبيعي پيښولکه وچکالي ،دخاوري تروشوالي او داوبو زياتوالي يا غرق آبي سره هم مقاومت لري. دخرما وده دپاڼو دتشکيل په صورت کښې په مخ ځي ، هره ونه په کال کښې ١٠-٢٥ پاڼي باسي اودغه پاڼي بيا تقريباً ٧ کاله عمر لري، لانديني پاڼي وچېږي اوبايد قطع شي بالغه ونه تقريباً د ٨٠-١٤٠ پورې مرکبې پاڼې لري. ونه يې ٦-١٠ کاله وروسته دنيالګې له کښېنولو نه په حا صل راځي ، په زوجي ډول لاس ته راغلي ونې وروسته په حاصل راځي اوتقريباً %٥٠ نارينه ونې توليده وي، ښه داده چې نيالګي يې په غير زوجي ډول توليد شي .
کرنه:
دخرمانيالګي په دووطريقو لاس ته راوړلای شو.
١_ دتخم په وسيله :
پدې طريقه لاس ته راغلي نيالګي وروسته په حاصل راځي اوامکان لري چې (%٥٠) نارينه نيالګي لاس ته راشي غوره ستونزه داده چې نارينه او ښځينه نيالګي په لومړيوپړاوونوکې په ګرانه پيژندل کيږي،نوي نيالګي مورنيو نيالګيو ته ورته والي نه لري اوڅه مخالف وي.
٢- غيرزوجي:
په دې طريقه کې sucker(ډنډر) ، )off_shootبچکي) اوculture Tissue (دنسج کرل) څخه کاراخيستل کيږي. د خرما ونه %٩٥دoff_shoot (بچکي) په واسطه تکثيريږي اوبچکى دوني خواکي د٣-٤کالوپاتې کيږي، څونيلې وباسي باغ اويااصلي ځاى کې کرل کيږي. دخرمانيالګى خورې نيلې لري ، زياتره صلي نيلې تقريباً نلري، دعمومي ريښي قطر د ٤.٢ سانتي مترو په شاوخواکي وي اودفرعي ريښو قطر د ٨ ملي متروپه شاوخواکې وي نوموړې نيلې په افقي ډول دخرما دتني څخه د ٢٠-٢٥ مترۍ پوري غزيږي او همدارنګه د٥،١- ٥،٢ متروپوري په خاوره کښې ښکته حرکت کوي . دريښي الياف دهوا ډکې خاليګاو ي لري اوله همدې کبله داوبوسره مقاومت کوي اوکولای شي تر ډيره پوري په ولاړو اوبو کښې ژوند ۍ پاتي شي . دخرماونه دتودوخې د ٥٠-٦٠ درجود سانتې ګرادپوري ژوند ۍ پاتي کيدای شي .دښه حاصل لپاره له دې څخه ټيټې تودوخې ته اړتيالري. دخرمادوني عمراقليمي شرايطو پوري اړه لري په معمولي ډول د(١٥٠-١٠٠) کاله ژوندوکړي .
دريمه طريقه لاډيره مروجه نده. دسکراوآف شوټ په سيله تکثير کله چې دخرما دوني دځمکي سره دنږدي برخې څخه نوي نودې راپورته شي هغه تر روزني لاندې نيول کيږي اويوه اندازه خاوره يي شاوخواته اچول کيږي چې نيلې وباسي چې د٤-٣ کالوپوري وخت نيسي بيا اصل باغ ته انتقاليږي اود٤-٥کالووروسته په حاصل راځي.
په اصلي هستوګنځي کې دخرمادنيالګيوکښينول
دخرمانيالګي بايد په داسې سيمه کې چې هواجريان ولري کښينول شي.دنيالګيوترمينځ واټن بايد ٧-١٠ متروپورې وي. ديو متر په اندازه ژور اوپراخه ژورغالى ورته وکيندل شي . نوی کښېنول شوي نيالګي دداوبو د کموالي په مقابل کښې يوه اندازه حساس وي ، بايد د(٣-٥) کالو پوري په پوره اندازه اوبه ورکړل شي، وروسته بيا داوبو کمښت نيالګي ته دومره زيان نه اړوي. دهرو٥٠-٣٠ ښځينه ونو لپاره يو دښه کيفيت واله نارينه ونه کښېنول شي . ونه چې کله په حاصل راشي بيادمرګ تروخته پوري حاصل ورکوي. داچې دخرماونه دباد په وسيله القاح کيږي ، نو دښه اوغوره حاصل دلاسته راوړلولپاره به ښه وي چې مصنوعي القاح يا دلاس په واسطه دګردي راوړل وښځينه ونوته ضروري بريښي.
دونې حاصل
دخرما ونه ٢٠- ١٥کيلوګرامه حاصل ورکوي خوپه ځېنو سېمو کې ١٢٠-١٠٠ کيلوګرامو ته رسيږي. ميوه يې دحبابوک ، کيمري ، خلال، رطب، اوتمر په پړاوونوکې رسيږي.

(٣٧) تصويردخرمادمېوې ترڅنګ ونه يې چاپېريال ته ښکلاوربښي.
غذايي ارزښت يې:
خرماله پخوانيوزمانوڅخه دبشرلپاره خواړه برابرکړي دي چې دڅيړنوپه پايله کې لانديني غذاي توکي په خپل جوړښت کې لري.
(٢٩) جدول
کاربوهايدريد % پروتين % غوړ % کاني مواد % اوبه %
٧٥ ٢ ٢٥ ١،٢ ٢٢

دپورتنيوموادوترڅنګ خرما په کافي اندازه د B-A اوc ويټامينونو لرونکي دي .خرماد اوسپني ، مګنيز، کلسيم ،فاسفورس ، سوديم ، پتاشم اومس لرونکي ده .دخرما ميوه پريمانه انرژي لري چې د٤٠٠-٣٥٠ ګرامه خرما دخوړلووروسته، په تقريبي ډول د ١٥٠٠-١٤٣٠ کيلوکالوري انرژي په بدن کښې توليديږي، چې نوموړي اندازه انرژي، ديوه انسان دورځني لګښت سره برابره ده، له همدي امله خرما ديوه مهم غذايي خوراک په توګه پيژندل شوي ده . ديادوني وړده چې دخرما غذايي ارزښت دخرماپه نوعي، اقليمي شرايطو ، دروزني په منطقي ،دوني په عمر اودميوي دودې په پړاوونو پورې تړلې ده .

دخرماطبی ارزښت
خرماد کيماوي ، قندي ، ويټامينو ، اونوروموادو ترڅنګ په زياته اندازه د درملو په توګه کارول کيږي چې په لاندي ډول دي :
• خرماپه خپل جوړښت کې پريمانه اوسپنه (Fe) لري، چې داځانګړتيادويني دلوړفشار مخنيوى کوي ديادونې وړده چې داوسپني شته والي دويني دسروکوروياتو يا هيمو ګلوبين دتشکيل سبب کيږي ،همدارنګه داکسجن په لیږدلو اودويني دکمي له مخنيوي سره مرسته کوي. لکه څنګه چې خرماډيره اوسپنه لرې، نودسخت هضمۍ (dysphagia) ،بي اشتهايي اودمعدي نورې ستونزې چې د اوسپني دلږوالي له کبله ظاهره شوي وي له منځه وړي.
• ددې ترڅنګ په ځينوهيوادونوکې خرما دشيدوسره جوشوي اوحامله دارو ښځوته يې سپارښتنه کوي .
• ٢ يا ٣ دانې خرما په اوبو کي وجوشوي، له سړيدو وروسته خوراک يي دزړه ددرد لپاره ګټور دي.
• له ويده کيدوڅخه دمخه ديوګيلاس شيدوسره دخرماخوړل ، دآرام خوب سبب ګرځي. همداراز خرماد مګنيزيمي موادوپه درلولوسره، دسرطان د ناروغي په مخنيوي کې مرسته کوي.
• دخرماخوړل تنفسي ناروغانوته ډير ګټوردي، دخرماروزونکي، خرما ښه سره ټکوي په ټپي اوياټوکيدلي ځاي ږدي، په دې ترتيب الله پاک ناروغ رغوي.
• خرماپتاشم لري چې دانسان دعمرپه اوږديدوکې خوراارزښت لري .
• خرما ويټامين B1 لري چې دهايدرو کاربونو دهضم ، دجسم روغتیا، داعصابودروغتيااودښي روحيي دلرلو لپاره ډيراړين برېښي . ددې ترڅنګ خرما دجنسي قوي دغښتلتيا سبب ګرځي. د(A) ويټامين لري چې انسان دشب کورله ناروغۍ څخه ژغوري. دشکرې دناروغانولپاره ګټوره ده.
• ١٠٠ ګرامه خرما د ٧،٥ ګرامه فايبر لري ، دچاغوخلکولپاره يې خوړل ډيرګټوردي. دخرمادنارينه نبات ګرده پوستکى نرم ساتي، دمګنيز يمي موادو په لرلو سره دګردو اومثاني دناروغيو په مخنيوي کښې موهم رول لري .
دخرماښکلايزارزښت
خرمادتل شنواوسمسوروونوپه ډله کې شميرل کيږي چې له ٨-٩ کلونوپورې دچاپيريال په ښکلاکې مستقيمه ونډه اخلي اووروسته بيادنوموړي نبات ميوه چاپيريال ته تازه اوپه زړه پورې ښکلاوربخـښي چې ترڅنګ يې يولړالوتونکي دښکلااوخوړوپه پلمه دونې دلاسينګارتياسبب ګرځي اويوشميرهغه الوتونکي چې دخوړولپاره خپله سيمه پريږدي اونوروسيموته ځي دخرمادميوې اوښکلاله کبله په خپله سيمه کې پاتې کيږي.
دخرمادجانبي محصولاتوارزښت :
دخرماله جانبي موادوڅخه لاندېني محصولات لاس ته راځي.
دايتايل الکول، دستريک، پروتين، دخرما شات، مايع قند، دخرما شيره، سرکه ، دخرمازړى چې ميده شي دڅارويولپاره ګټورخواړه ګڼل کيږي اودخرما دوږي پوښ ددرملوارزښت لري.