د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاڅون کونکو باب العزیزیه فتحه کړه

الهام یاسیني 23.08.2011 21:50

د لیبیا په پلازمینه ترابلس کې د ډګروال قذافي کور باب العزیزیه چې د یو ستر جنګي غونډ په منځ کې دی د پاڅون کونکو په ولکه کې شو. د لیبیا پاڅون کونکې په هره شېبه مخکې ځي او بري تر لاسه کوي .

د ډګروال دغه کور چې چې په اتو کیلو مترو مساحه کې جوړ شوی  دی، د ځمکې لاندې د وتلو تونلونه او څو منزلونه لري، پاڅون کونکو ته یې نیول ډېر ګران و ځکه چې  ډګروال پکې  ټول نزدې ساتونکي، اجرتی قاتلان یا مرتزقه او پټ ویشتونکي ( سنایپر)راټول کړي و.

پاڅون کوونکو تېره ورځ د پلازمینې زیاتې برخې ډیرې په اسانۍ سره ونیولې او د ترابلس د اوسیدونکو د تود هرکلي سره مخ شول خو د ډګروال دغه جنګي کلا ته په اندېښنه کې و. اوس مهال په پلازمینه کې د بوسلیم سیمه پاتې ده چې د پاڅون کونکو او شنونکو په وینا هلته به ورته هم ولس هرکلی ووايي.

بیګا شپه هغه خبر غلط وخوت کوم چې پاڅون کونکو ادعا کړي و چې د قذافي زوی سیف الاسلام یې نیولی دی همدارنګه دویم زوی محمد قذافي د پاڅونکونکو د مسؤلې پیرې څخه وتښتول شو.

اوسمهال د لیبیا زیاتې برخې د پاڅون په لاس کې دې یوزاې د سرت او سبها ولایتونه ته تر اوسه پاڅون کونکي نه دي رسیدلي خو د دوی په وینا چې هلته هم اوس د ډګروال قذافي طرفداري څوک نه کوي او ډیر ژر به د پاڅون په ولکه کي شي.

ډګروال قذافي پلرنی ځای د سرت ولایت دی، همدارنګه  د قذاذفه د قبیلې زیاته برخه په دې سیمه کې پرته ده، ډګروال د همدې قبیلې دی خو پاڅون کونکې وايي چې په بنغازي، زاویه، غریان، فزان او ترابلس کې هم د قذافي د قبیلې ډیری وګړي پراته دي خو زموږ د راتلو سره د حق پلوې شول او د ډګروال څخه یې لاس واخستلو.

د پاڅون کونکو زیاته برخه چې د ازادۍ لپاره جنګیږي د لیبیا اسلامپالي دي، دوی په ټوله لیبیا غږ وکړ چې د شخصي او غیر شخصي ممتلکاتو او خپل هیواد ساتنه وکړي، کومه بریا چې ورته خدای په نصیب کړې ډیر ستر مسؤلیت دی پاملرنه ورته وکړي،  همدارنګه په پاڅون کونکو یې تاکید وکړ چې د ازادۍ د نعمت څخه ۴۲ کاله محروم وو او د خدای او د لیبیا د ولس په نزد مونږ ټول د دې د ساتلو مسؤلیت په غاړه لرو.