د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لیبیا کې د قذافي نظام ړنګ شو

الهام یاسیني 22.08.2011 05:08

 

په لیبیا کې د شپږ میاشتو  وروسته  د ولسي پاڅون مقاومت خپله ازادي د معمر قذافي د نظام څخه واخستله.

پاڅون کونکو د لیبیا پلازمینه په یوه شپه کې ونیوله او د قذافي نظام یې ړنګ کړ، همدا اوس د لیبیال په ټولو ښارونو کې د ازادۍ د خوشحالۍ څپې خورې دي او په هره کور هره کوڅه کې د لیبیا خلک د خوښۍ لاریونونه کوي.

تر اوسه پورې معلومات نشته چې معمر قذافي به چیرته وي خو یو زوی  سیف الاسلام چې ویل کیدل د قذافي ځای ناستی به وي پاڅون کونکو نیولی دویم زوی محمد قذافي چې د ټولو مشر دی د پاڅون کونکو څخه یې غوښتي چې څه ورته ونه وايي او خپل پلار تورنوي چې په لیبیا کې د ټولو مشکلاتو لامل دی.

په لیبیا کې د پاڅون مشران وايي په هر ځای کې چې اداري فساد او د واکمنو ظلم اوج ته ورسیږي ولسي پاڅونونه منځ ته راځياو هغه نظامونه له منځه ځي.

د لیبیا پاڅون د فبروري په ۱۷ نېټه پاڅیدلی و چې د ډیر جګړو، مقاومت، تلفاتو او شهیدانو ورکولو څخه په دې وتوانید چې د ډګروال قذافي د نظام څخه ازادي واخلي.

اوس په ټوله نړۍ کې خلکو ته دا پوښتنه پیدا شوې چې د لیبیا راتلونکی به څنګه وي؟

په دې اړه د عربي نړۍ شنونکې په دې اند دي چې د لیبیا انتقالي شورا په دې شپږو میاشتو کې ډير ستر او ښه رول لوبولی دی. همدارنګه شنونکې وايي چې د لیبیا پوه او ښه خلکو څخه دا شورا جوړه شوي ده نو دوی کولای شي چې په لیبیا کې د ډګروال قذافي د تللو وروسته یوالی  او ارامي رامنځ ته کړي تر څو شفافه ټاکني وشي او د خلکو په خوښه نظام منځ ته راولي.

خو له بلې خوا که د لیبیا قبائیلي سیستم او د لیبیا دوه لویو ډلو چې یوه یې اسلامپالي او دویم سیکولر ډلې دي ته وګورو نو په نظري لحاظ امکان شته چې د واک په ویشلو سره وران شي او کورني جګړي رامنځ ته شي خو که په دې اړه موږ واقعیت ته نظر وکړو په دې کې هیڅ شک نشته چې تر اوسه هیڅ څوک دا پرېکړه نشي کولای چې څه به پیښیږي ؟ خو که د لیبیا هیواد ستراتیژیک موقعیت، نفتو او شتمنیو ته نظر وکړو نو لیبیا ډیر ښه راتلونکی لري، په دې شرط چې اسلامپالي او سیکولر ډلې په خپل منځ کې یوالی راولي او د لیبیا د خلکو لپاره کار وکړي.

 د لیبیا په استقرار او پرمختګ کې نړیوال او عربي هیوادونه ډیر رول لري کچیرې دوی وغواړي چې لیبیا یو پرمختللی او دیموکراتیک هیواد کړي نو ډیر ژر به د یوې نوې پرمختللې لیبیا شاهدان شو.

یادونه:  ګرانو د ټول افغان لوستونکو د لیبیا په اړه به نور اړونده معلومات هم ستاسو حضورته ډیر ژر وړاندې کړو د ټول افغان سره اوسئ.