د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستقلال کليزه

ننګيالی بڅرکی 22.08.2011 02:36

اوسنی استقلال اودافغانانوانديښنې
انګريزان په ١٨٣٩م کال افغانستان ته ددرولارو څخه را ننوتل .او افغانستان يې ونيوه، دوی دومره تلفات ورنه کړه لکه چي دوی پيشبيني کړي وه، په لومړي سر کي انګريزان دخپلو دغه حملو څخه خوښ وه.دوی فکر کاوه چي افغانستان ته را ننوتل ډير مهم دي.او دکار خاتمه به هم دومره وي چي په افغانستان کې دپښې ځای پيدا سي، خو دا سي نه وه! او دا را ننوتل ډير ګران ورته تمام سوه ، چي په نتيجه کي دا ثابته سوه چي دافغانستان تر نيولو دهغه ساتنه ګرانه ده.په ډير لږ وخت کي دډيرو سختو کړاونو سره مخامخ سوه او دهري خوانه افغانان ورته منظم ،سره راټول او تيت او پاشنده قومونه دهمدغه سپيڅلي هدف يعني ملي مبارزې دپاه سره يو موټي سوه ، پر انګريزانو يې دهري لوري نا تار جوړ کړ.انګريزانو ته په افغانستان کي افغانان پرنګيان واي ،پر نګيان په ماته دافغانستان څخه ووتل.خو نه يوازي داچي په معنوي لحاظ دماتي شرمونکی نوم دپرنګيانو په برخه سوه؛بلکي په ډير ستونزه سره يې خپل مات پوځ (کنډ ـ کفر ) له افغانستان څخه وايستی.
چي په دې باب دانګريزانو نامتو ليکواله : ميرمن سيل ليکي : (( پر افغانستان باندي دانګريزانو حمله يوه تير وتنه ده او که چيري هر څوک ددې خاوري دنيولو تکل وکړي نو کفن به يې واواره وي او قبرونه به يې هغه دوښو ډک ځنګلونه وي )
ميرمن سيل په ١٨٣٩م کال په افغانستان کي وه او په بلاحصارکې اوسيده.او په کابل کې دخپلو جګړو حال په خپله ليدلی او په همدغه حالاتو يې شعرونه زمزمه کړي دي. او خپلو خلکو ته يې کيسې کړيدي.دوی ناکامه سوه اودا وخت اميردوست محمد خان دچارو پرواک ناست وو.هغه وخت چي دوی جګړه بايلل، نو دهندي بر تانوي په پټ غارو کي پټ سوه او ٤٠ کاله افغانان دانګريزانو دجګړو څخه بيغمه وه، خو انګريزان دډول ، ډول دسيسو په جوړولو اخته وه او کرار هم نه وه ناست. په ټولنه کې سست عنصره وګړي را نيول، دملنګانواو ملايانو په جامو کې جاسوسان را ليږل او بې اتفاقي يې دافغانانو په منځ کي اچول. خو بيا هم پر ملک با ندي يو اندازه آرامي وه. امير شيرعلي خان د بيا آبادولو ته مخه کړه او دسړکونو ، لويو لارو، ښوونځيو، نظامي او عسکري چاروته پا ملرنه ، دچاپ او خپرونو سنګي مطبعه جوړه سوه او لومړۍ شمس النهار جريده را ووتل.
دپرنګيانو سره هم دسولي او په افغانستان کي دعدم مداخلې خبري رواني وې.دافغانستان دولت داميرشيرعلي خان په مشری په ډيره چټکتيادپرمختګ پرلورروان وو.چي نوموړی پر مختګ دانګريزانو واکدارانو تحمل نه کړای سو.او افغانانو ته يې دنولانجو لاره هواره کړه.او پرا مير يې دغه فشار نور هم ډير کی چي دافغانستان خارجي سيا ست به دانګريزانوپه اختيارکي وي.افغانان دا حق نه لري چي دنوروهيوادونو په تيره بيا دتزاري روسې سره په خپله خوښه تړنونه لاسليک کړي. که څه هم امير يو ليک دپيښور استازي ايسرا ته ولږه خو هغه هيڅ ارزښت هم ور نه کړ.او په کال ١٨٧٨م داکتوبر پر٣١نيټه يې افغانانوته ستر خبر داری (اولتماتم ) ور کړ.نو دجنرال چمبرلين په مشری دافغانستان دسرحداتو څخه را تيرسول چي خپل دايمي نما ينده ګي په زوره په افغانستان کي جوړه کي.خوافغانانو چي پخوا يې لا دانګريزانو څخه ښه نه را تلل او هغه يې دپرنګيانو په نوم نومولي وه ، دپرنګيانو ددې بد عمل په کولو سره ډيرعصبي سول او په درو بر خو کې وجنګ ته تياري ونيول . لکه کندهارـ پکتيا ـ ننګرهار. خو داميرغوښتنه بيا د خلکو څخه دا وه چي امير به ديوه هيئت سره دروسې دپتروزبرګ ښار ته ځي او هلته به په نړيواله سطحه خپل اوز پورته کوي. خوملي مبارزين او خلک ددې خبري سره په يوه اند يا فکرنه وه.خو ملي مبار زينوبيا ويل : دا زموږ داخلي موضوع ده .او هيڅ اړه هم په نورو هيوادو نه لري او نه نورهيوادونه زموږ سره په دې ستونزه کي مر سته کولای سي. نو څه وخت چي دامير شيرعلي خان تصميم قاطع سو. او هغه تنګار کاوه چي خامخا به هغه روسې ته ځي. نو په دې وخت کي ملي مبارزينو دهغه څخه غو ښتنه وکړه چي دهغه زوی محمد يعقوب خان، چي هم دغه ګړی په زندان کي زنداني وو، هغه به دزندانه را خوشي کړي اودهغه په مشری به ملي قيام راهبري سي. په دې وخت کي دافغانستان خلک په تيره بيا کابليانو هغه ته دزمري لقب ور کړی وو، هغه دبنده څخه را خوشي سو او په کابل کې دواک پر تخت کيناست. په دغه وخت کي چي دوهم افغان انګليس جنګ روان دی، امير شيرعلي خان هم په تا شکند کي په ١٨٧٩م کال دفبروري پر ٢١ نيټه وفات سو. بر سيره پر دې چي انګريزان په دوهم جنګ کي هم دسختي ماتي سره مخامخ سوه ، خو په امير يعقوب خان يې دګند مک معاهده هم په زوره قبوله کړه، چي په نوموړي معاهده کي دافغانستان څخه يوڅه سيمي په بر تانوي هند پوري وتړل سوې. خو ددې څخه ور سته هم دملي مبارزينو دحملو څخه انګريزان خلاص نه سوه .او دبيا دپاره انګريزانوپه شرط دافغانستان آزادي په رسيميت سره وپيژندل.
د١٩١٩م سيا سي پا څون اوداستقلال اعلان :
په کال ١٩١٩م کې حبيب الله خان په يوه نا معلوم ډول دخپلو ملګرو دخوا څخه په شهادت ورسيدی .او پر ځای يې امان الله خان پا چا سو، هغه خپله خپلواکي سمدلاسه اعلان کړه، خو انګريزانو دافغانانو خپلواکي په رسميت ونه پيژندل، مګر په ١٩١٩م کي دمارچ پر ٢٧نيټه دوخت سوسياليستي دولت اتحادجماهيرشوروي دولاديميرايليچ لينن په مشری دافغانستان خپلواکي په رسميت وپيژندل سوه.
نو څه وخت چي اعليحضرت غازي امان الله خان په دې وپوهيده ، چي انګريزان دافغانانو استقلال په رسميت نه پيژني ؛نو يې دجنګ اعلا ن وکړ.اود جنګ لاره يې خپله کړه.اوددريو لارو يې خپل غازيان او ملي نظامي قومندانان داسي وليږل.
صدرااعظم عبدالقدوس خان اعتمادولدوله يې دکندهار جبهې ته ـ سپا سالار صالح محمد خان يې دننګرهار جبهې ته وا ستاوه ـ او سپا سالار محمد نادر خان يې دپکتيا جبهې ته وا ستا وه.نو موړی جنګ دافغان او انګليس ټا کونکی جنګ وو. او په دې جنګ کي ، ملي مبارزين په ډير متانت او غښتلي توب سره وجنګيدل، دمخامخ جنګ په نتيجه کي انګريزان دپخوا په څير مخامخ بګيل سوه .او جنګ دافغانانو په ګټه تمام سو ، نو افغانانو دنړۍ دګوټ ، ګوټ سره سياسي او وټيز منا سبات ټنګ کړه.په هيواد کي دننه دتوليدي فابريکو خښته کيښوده سوه او ښځو ته هم په ټولنيزو کارو کي برخه ور کول سوه، دنارينو او ښځو دپاره ښوونځی جوړي سوې، دخپرونو ما شينونه فعاله سو او ډول ،ډول مطبعې هيواد ته را وړل سوه، دسراج اخبار جريده وځليده ، دقلم آزادي را منځته سوه او دښځو دپاره دنسوان مجله هم خپره سوه، سينما او تنويري توکي په هيواد کي را منځته سوې ، ادبي مجلسونه او سياسي ميدانونه ګرم سوه ، دمشروطه خوا هانو غورځنګ په هيواد کي دنوي نسل په روزنه کي فعاله برخه در لودله، دنړۍ داسلامي هيوادونو سره لکه تر کيه ـ مصر ايران او نورو هيوادو سره تړونونه لاس ليک سوه، په هيواد کي ځوانو ليکوالانو آزدي خپروني را پيل کړې او په دې وخت کې ډير نا متو ليکوالان وه ادبي ډګرته را داخل سوه او نامتوکتابونه ، شعرونه او مقالې يې خپرې کړې.
ددې وخت نا متو ليکوالان عبارت وه له : محمود طرزي ـ مولوي صالح محمد ـ عبدالهادي داوی ـ غلام محي الدين افغان ـ نومونه دنور ليکوالانو په ګډون يا دولای سو.
دلته موږ يو څو نمونې دغلام محی الدين افغان را وړو ، دغه شعر غلام محي الدين افغان په ١٢٢٤هـ ش کي دثور په مياشت کي ويلی دی .
زړه زما ډک دی لــــه ميني دوطن
خپل وطن ماته عزيزدی له خپل تن
هر يو ګل مې دوطن پر ما ډير ګران دی
تر کشميره تر پـــاريسه تــــــــر لندن
دهمدغه وخت بل مشهور شا عر (خسته شاعر )

خدايه ! را ولې پا چا په سفر تللی
نور دکسي مو دستر ګو دی وتلی
دزړه سرمو دکوګله دی ختلی
شيرين روح مو له بدنه الوتلی
که زموږ غازي پا چا په سفر تللی
مولوي صالح محمد کندهاری : دسراج اخبار او طلوع افغان نامتو ليکوال او شاعر چي لاندي شعر يې دسراج اخبار په ٦ کال ١٢ګڼه ٦ مخ کي خپور سوی دی . يو څو بيته به يې دنمونې په توګه را وړو.
داميرامان الله خان په امارت کې
لا مدير وم دکابل په دې حالت کې
بيا مدير معارف دکندهار سوم
را غلم کورته نو داخل په خپل کار سوم
مکتبونه مي جاري کړل کندهار کې
هم مې کار کاوه په نشر داخبار کې
هم مدير معارف هم داخبار وم
زلميتوب وپه ډير شوق په کاروم
نوموړې دوره چي داستقلال دبرکته افغانانو ته په لاس ورغله ؛دنوښت اوپرمختګ دوره وه چي په دې دوره کي ډير خلک دهيواد په دننه اود با ندي تر هيواد په ښوونه اوروزنه بوخت سوه. خو هيواد دپرنګيانوددسيسو څخه خلاص نه سو،پرنګيانودهيواد په دننه کې دغلو ډلي را پارولې او ملاتړ يې ځيني کاوه ، نا پيژندل سوي ملايان يې دهيواد په ګوټ ، ګوټ کي دغازي امان الله خان ددولت پرضد را وپارول،دافغانستان ازادي اواستقلال دبيا دپاره دخطر سره مخامخ سو، انګريزانو دخپلو شومو عملونو څخه لاس په سر نه سوه ؛بلکي : خپل دجنګ ډول ته يې تغير ورکی او سست عنصره ملايان او جاسوسان يې داماني غورځنګ په مقابل کي را وپارول او په هيوادکې بيا توري وريځي را پورته کړې اوهيواد بيا دورسته پاته والي پرلورشاته قدمونه او چت کړه.ملي غورځنګونه خا مو شه سوه او ديوه سقاوزوی نامتوغل؛چي حبيب الله نوميدی دپاچاهی وتخت ته ورساوه.او نه مياشتې بياهيواد دبدبختی کندي ته وروغور ځاوه . چي په دې باب بيا هم مولوي صالح محمد کندهاری داسي وايي :
مکتبونه وه جاري خلک خوشال وه
بيا نو جوړسو انقلاب سقاو پيدا سو
له و طنه هم فــــرار اما ن الله سو
مکتبونه سوه خراب چوروچپاو سو
تخت خالي وطن تباه پاچاه سقاوسو
بد احوال و خدای دې بيا نه را ولينه
کور ورانی دي الله بيا نه پيښوينه
ډير زهيرسوم دسقاو ظالم په وخت کې
دڅو ميا شتو ددې غله په تاج وتخت کې
همدغسي يې دټولو افغانانو زړونه ور خوږ کړي وه. انګريزانو دا ځل دافغانانو آزادي په ډير چم او چل سره وا خيسته افغان يې دافغان په مقابل کي دکفر او اسلام په نوم سره وجنګول او خپل هغه شعار يې عملي کی ؛ ( تفرقه وا چوه حکومت وکړه) . خو داځل هم دپرنګيانو دغه دګيدړي چمبازي رسوا سوه. نه مياشتي ور سته بيا دسقاو او انګريزانو په مقابل کي ملي نهضتونه يا غور ځنګونه را پيل سوه اود کندهار دلوري ـ دپکتيا دلوري بيا پر سقاوي دولت بريدونه را پيل سوه او دانګريزانو هغه ورستۍ موره يې هم په ډيره چټکۍ سره تار مار کړه او نوموړی وحشت يې دهيواده څخه ليري کړ.دپرنګيانو دغه داميد غوټۍ ونه سپړيدل اونا مراده ور ژيدل .(نقل يې په لاندي ډول دی)
څه وخت چي دکندهار څخه دکابل پرلوري ملي مبارزين مخ پر کابل دامان الله خان ده بيا را وستولو په اميد ترغزني پوري را ورسيدل نو دپکتياله خوا دمحمد نادر خان په مشری سره کابل دسقاو اود انګريزانو داخيرنۍ او ورو ستۍ مورې څخه خلاص سو(حبيب الله ونيول سو)، نو بيا افغانان په خپل منځ کي دهيواد دبيا ابادولو دپاره سره يو موټي سوه. او پر جنرال محمد نادر خان يې پريکړه سره وکړه. محمد نادر خان يې پر پا چهي ومانه . ورسته دنورو ټکو پر حل فصل باندي دکندهار څخه يو هيئت يا پلاوی دسولي اوصلا په خاطر دحاجي محمد انور خان په ملګرتيا وکابل ته ورغلی، که څه هم حاجي محمد انور خان اڅکزي په لومړي سر کي پر دې ټکي زور اچاوه چي زموږ ټولي هلي ځلي دغازي امان الله خان په خا طر وې ، چي نوموړی بيرته پر تخت کښينوو، بل دحاجي محمد انور خان وينا ده چي ويل يې : زموږ خلک تر بل هر وخت اوس وه ډيمو کراسۍ ته ضرورت لري ، چي دخلکو په خوښه يو ولسي حکومت جوړ کړل سي .او دجنرال محمد نادر خان څخه يې وغوښتل چي دی هم په دغه هدف او مقصد کي دکندهار دملي مبارزينو سره يوځای سي.
جنرال محمد نادر خان دخان محمد انور خان خبري په ښه غور سره واوريدې ؛ نو يې خپل عرض داسي ورته وړاندي کړ: (( اعليحضرت امان الله خان اوس نه غواړي چي بيرته هيواد ته را ستون سي،دهيواد ستونزي خورا ډيري دي اوس بايد موږ خپله آزادي وساتو)) او هغه يو سند هم ښکار کی چي ديوه تلګراف په وسيله يې را استولی وو ، چي هغه اوس بيرته هيوادته درا تګ هيله نه لري ، ګمان کيږي چي ښا غلي نادر خان هم دکابل تر نيولودمخه دغازي امان الله خان دپاره کار کاوه.امکان لري چي غازي امان الله خان هم دغه حالت درک کړی وي ، نو يې دکورني جنګ او دنورو وينو تويولو څخه ډه ډه وکړه او خپله استعفا يې وړاندي کړه.او جنرال محمد نادر خان وغوښتل چي دکندهار خلک دده حکومت په رسميت وپيژني، مر سته ور سره وکي. دحا جي محمد انور خان او نورو خانانو څخه يې وغوښتل چي دده سره په حکومت کي برخه واخلي او کار ور سره وکړي.حاجي محمد انور خان اڅکزي دغه مصلحت سم وګاڼه چي دده سره حکومت کي برخه واخلي او په هيواد کي دسولي او ډيموکراسۍ دپاره کار وکي.هغه ته جنرال نادر خان دفرقه مشرملکي اعزازي لقب هم ور کړ.او په افغانستان کې مځکي، جايدادهم ور په نا مه کړه .
هغه کسانو چي دکند هار دلوري څخه يې دسقاو دزوی حبيب الله پر ضد ملي مبارزه کړيده اودحاجي محمد انور خان دملي تحريک سره يوځای سوي دي په لاندي ډول دي.
حاجي محمد انور خان اڅکزی دسعادت ملوک خان زوی دګليستان او سيدونکی ـ حاجي زقوم خان اڅکزی دسپن بولدک اوسيدونکی ـ دارو خان اڅکزی دسپن بولدک اوسيدونکی ـ مولوي بهرام خان اڅکزی دمحمد صديق خان زوی ـ معصوم خان رودي عليزی ـ حاجي محمد اسحاق خان داحمد جان خان زوی اڅکزی دخاکريزده دوخانې او سيدونکی ـ خيرو جان دعبدالحکم خان زوی پوپلزی دکرزاوسيدونکی ـ سيد منګل اغا دشاه قبر اوسيدونکی ـ سيد احسام الدين دارغنداب دتابين او سيدونکی ـ عبدالرشيد خان دارغنداب دکوهک محمد زی ـ بر ګيټ عبدالقادر خان دمير احمد خان زوی اڅکزی دسپن بولدک او سيدونکی ـ مددخان دمير بلند خان زوی اڅکزی دسپن بولدک او سيدونکی ـ غلام فاروق خان بابی دکندهار دښار او سيدونکی ـ حيات خان ديا قوت خان زوی اڅکزی ـ کاکو محمد شريف خان بارکزی مشهور په (( قاب باشي )) دکندهار دشاهي تبيلې او سيدونکی ـ قومندان محمد اکبرخان الکوزی دکندهار دګنج او سيدونکی ـ حاجي سردار خان دحاجي سلطان محمد خان زوی اڅکزی دښکاپور بازار او سيدونکی ـ غلام نبي خان بار کزی دکندهاردمحله جات او سيدونکی ـ عبدالعلي خان بارکزی دمحله جات او سيدونکی ـ عبالرحمان خان بارکزی دکندهار دګورګانو دکلي او سيدونکی ـ سردار عبداله جان محمدزی دکندهار دنوي ښار او سيدونکی ـ سعيد جان محمد زی دميرا خورکلا او سيدونکی ـ حاجي نيک محمد خان بار کزی دزنګاوات اوسيدونکی ـ خيروجان اڅکزی دسالو کاريز اوسيدونکی ـ محبوب خان بيا نزی دکندهار دګنج او سيدونکی ـ عبدالعزيز خان الکوزی دموسا کلا اوسيدونکی ـ حاجي نظر جان دپاينده خان زوی دکندهار دښاراو سيدونکی ـ مهردل خان با رکزی چي په همدغه وخت دسقاوپه دوران کي دسپن بولدک قومندان هم وو دښار او سيدونکی ـ حاجي محمد حسن ـ شهنواز خان ـ ملک شير . اونور....
دوی هغه کسان وه چي په همدغه لويه جر ګه کې چي په کندهار کي د محمد هاشم خان سره يې د ملي دولت په جوړولو کي مر سته او ملاتړ اعلان کی .نوموړې جرګه دسهار دلمانځه څخه ورسته دحاجي بهرام خان اڅکزي په دوعا او وينا سره پيل سوه ، په جر ګه کي دوه نظرموجود وه،چي دجرګې داختلاف سبب کيده ، هغه داچي مهردل خان او يولړ نورو کسانو دغازي امان الله خان دپاره حکومت غوښت ـ خونوموړې موضوع مخکي تر دې چي په يوه بل جنګ سره تبدله سي ؛ حاجي محمد انور خان اڅکزی چي دښار امنيت يې اڅکزو ته په همدغه لحظه کي سپارلی وو ، دمهر دل خان سره يې په يوه جلا کوټه کي درې سا عته خبري وکړې ، چي په پای کي دوی پر دې په يوه خوله سوه چي دداخلي جنګ څخه به مخه را ګرځوو.او همدغه دولت به حمايه کوو .
دلته موږ بيرته خپلو پخوانۍ خبرو ته را ګرځو: استقلال دوينو په بيه او قيمت تر لاسه کيږي ؛ خو بايلل يې په سياسي غلتيو سره دی. زموږ خلک دآزادۍ غوښتونکي دي او آزادي دافغانانو دژوند يوه برخه ده او دټول تاريخ په او ږدو کې دغلامۍ دوره نه ده تيره کړې خو په سيا سي ډګرکې بيا ودښمن ته داسي وخت په لاس ور کړی دی، چي پر دې خاوره يرغل وکړي ، ددې علت زه په ډيره زموږ دخلکو په منځ کي داتحاد او پيوستو نه موجوديت ګڼم . زموږ خلک يا افغانان ويني تويولای سي ـ سرښندنه په بې پرواي سره تر سره کولای سي ـ دغليم دهر ډول زور زياتۍ په مقابل کي ځان سپرکولاسي ـ تر خپلو ګټو تيريدلای سي ـ خو همدغسي ډير څه کولای سي ؛ هغه څه چي نه سي کولای هغه په خپل منځو کي يوستون دی ـ ځان ځاني ده ـ يواوبل ته تيريدل يا ګذشت دی ـ ځان ځاني يې په هغه پيمان سره ده چي هر څوک وای زه يم ـ زما قبيله ده اوداسي نور...
موږ يو څو مثالونه دخپلي دغه ادعا دپاره را وړو، په افغانستان کي که هر څوک واک ته ور سيدی ؛ نوهغه دواک پر سره ټنګ وي او بل مستحق ته دخپل واک يوه برخه هم نه ور کوي . اونه دقدرت او صلاحيت څخه لاس پرسر کيږي .
بل مثال : موږ وليدل چي په افغانستان کي ځيني سيا سي ګوندونه را منځته سوه او يو معين څوک يې په يوه معينه تاريخي دوره کي مشر کی ؛ نو هغه بيا دهمدغه مقام څخه نه ليري کيږي ، که څه هم قوانين بې خپله هم داسي جوړ کړي وي، چي نوموړی مشر دې د ټاکلي زمانې دپار مشر وی : بيا به دټاکنو په نتيجه کي بل کوم څوک ټاکل کيږي خو دهغه مشر ايستوکول به دهغه ګوند دخاتمې معنا ولري . نوموړی مشر که دګوندوي ـ که دقوم وي که ددولت وي ـ هغه نه يوازي دخپل ټول ژوند دپاره دغه مقام غواړي ؛ بلکي دخپل وارث دپاره هم ددغه مقام غوښتونکی دی : تاسي دافغانستان ټوله واک داران ، دګوندونواوقومونو مشران وګوری.نوموړی مشران داسي فکر کوي چي زه تنها خلک سوی کس يم چي دغه موقيعت با يد مخته بوزم .ملي او قومي مسايل يوازي زه خلولای سم اوبس ؟؟؟
ددې ټولو خبرو نتيجه داسي ده چي زموږ مشرا ن داسي وايي : (( يا دي زه يم يا دي نه وي )) . نو همدغه يو علت دی چي زموږ ولسونه دآزادۍ اواستقلال دپاره قربانۍ ورکوي او زحمتونه پر ځان باندي را وړي ، خو بيا يې دايګو يزم په سيا سي نارغی سره دلاسه هم ور کوي. دښمن دهمدغه ټکي څخه ګټه اخلي اوداکار زموږ دافغانانو په تاوان دی ـ افغانستان نن ورځ په ټوله دنياکي يو بيچاره او ترستم لاندي هيواددی ـ اوسنی حالت ډيردتشويش وړدی، جنګ اومبارزه داستقلال په خاطر په هغه شدت روانه ده چي تاريخ يې په ټوله نړۍ کي بيلګه نه لري . هره ورځ په لسهاو افغانان مري اودباندني ٤٦هيوادونه په نظامي درندو،مډرن وسايلو سمبال او په بې رحمۍ سره يې دفغانستان خاوره اشغال کړيده ـ موږ افغانان ددې توان نه لرو چي په خپلو کي سره جرګه سواو دې غميزي ته دپای ټکی کښيږدو، موږ نني ازادي او استقلال په داسي حال کي نما نځو ، چي خپله حق ارديت مو دلاسه ور کړی دی. او دريس جمهور څخه بيا تر ټولو سياسي او نظامي کړيو پوري دبل په دستور او قومنده عمل کوو ـ افغانان دناټو په موجوديت کي خپلواک نه دي. او بايد دخپولواکی دپاره مبارزه وکړي ـ هغه پرنګی چي افغانانو ځغلولی وو، هغه بيرته زموږ پر سرنويشت ټاکونکی رول لري . دغه علت دی چي افغانانو دټوله نړۍ څخه مرستي ترلاسه کړې خو په اوسني وخت کي بيا هم دومره نا توانه دي ، چي دکابل په ښارکې ښاري نو لاهم بريښنا نه لري؟؟ سړکونه خو بيخي خراب دي ، فقر او غربت دومره په کښي ډير دی چي دافغانستان په تاريخ کي نه وو ليدل سوی ،اداري فساد خو دکښته څخه ترلوړه ټوله په لړلي او ککڼ دي .
په اخيرکي : ټولو افغانانو ته دتيروآزاديواواستقلال په وياړ مبارکي وايم .او دوعا کوم چي افغانان دي خدای دهمدغه غميزي او بدبختۍ څخه خلاص کړي ـ ژوندۍ دي وي دافغانستان د١٩١٩م کال آزادي اودهغه ملي مبارزينو روح دي ښادوي ،چي په همدغه لاره کې زحمتونه اوملي مبارزې کړي دي .په درناوي