ستا دې په مخه ښه وي!
21.08.2011 12:46نور دې خوبو باندې ژوند نه تیروم
نور مې له خپله ژونده و اېستلې
نور ستا له پاره سجدې خدای ته نه کړم
بس نوره سمه بندګي کومه
پدې پوهېږم چې اسانه نه ده
خو بې له تا به زند ګي کومه
ستا دې غرور همداسې تاند اوسیږي
ستا دې باړخو په خندا ډډ اوسي تل
زما دې هېر خندل همداسې هېر وي
خو ستا په شونډو دې پراته وي خندل
لکه چې څنږه بیګانه وو زه ته
اوس چې هغسې بیګانه شوو بېرته
ځه ! ستا دې په مخه ښه وي
زما دې خدای پامان وي
خو خدایه! تا نه دا پوښتنه کوم !!
چې څوک په چا باندې مین شي ولې؟
د ځان خوښۍ خپلې لمبه لمبه کا
د بل په غم باندې غمجن شي ولې؟