د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غازی ا ما ن الله خان

ولی محمد نورزی 19.08.2011 23:44

د امان الله خان غازی په ویاړ

د افغان خاوری جوړښت ته یو پاچا وو
پاک سپیڅلۍ او زړه سوانده تر هرچا وو
په میړانه اوغیرت یي خپله خاوره کړه آزاده
خپل وطن ورباندی ګران مل دعلم او بريښنا وو

د انګریز له محا صری څخه را ووتې په زوره
دا ویاړلې ننګیالۍ زمونږ خپلواک لوي رهنما وو
خدمتګارد خپلو خلکو ډیرغښتلې په خپل هوډ کي
د وطن په آبادې کي د اولس سره ملګرې او همتاوو

ددولت په اداره کي مفتکر د ښه سیستم او ښه اساس
د اصولو اوقانون سره ملاتړۍ دملت سره همراه وو
د ریل ګا ډئ د کاروان بنسټ یی کښیښود په هیوادکي
د کرهڼی اوښووني پرمختګ ته يو ښه زیرې د سباوو

اصلاحات یي خپل وطن کي په جرئت سره جاری کړه
تجارت اواقتصاد کي د نړۍ په ستروچا رو دې لګیاوو
دسړک، مخابری اوروغتیا چاري يي ښي پرمخ بیولې
مشوری یي په جرګو کړی دعمل او پلی کارسره آشناوو

دسیسي ور ته پیداشولي د ننه په دي لارکي ژر نا کام شو
دانګریز د تحر یکاتو په لانجو او کړکیچوکي مبتلاوو
استقلال یی لاس ته راوړې د افغان بیرغ یی هسک کړی
د افغان د خاوری فخر سترغازی دا نو میالي امان الله وو

قرباني د تو طئیو شو خپل وطن ورڅخه پاته مهاجر شو
د فکرو په خیال کي ډوب شو بې توانه په ارمان او په ژړاوو
خدا یه بس دي نه لسیزه زمونږ وطن کي مرګ او جنګ دئ
نوربه څه وایه نورزیه زما وطن خوبي خاونده او بې رڼا وو

د اګست ۱۹/۲۰۱۱