د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زیتون یو صحي نبات

فیصل جلالي 18.08.2011 20:03

لیکوال:هارون یحی
ژباړن:فیصل جلالي

 

زیتون یو له هغو نباتاتو دی چې په قرانی کریم کې پرې قسم یاد شوی دی. زیتون نه یوازې خوندوره غذا ده، بلکې د صحت لپاره یو ګټوره منبع هم ده.

والتین والزیتون

قسم پر انځر او زیتون (التین ۱)

دسوره النور په ۳۵ ایت کې زیتون ته د مبارک د کلمې خطاب شوی دی

يوقد من شجرةـ مبارکةـ زیتونة

په دې ایت کې د (مبارک) کلمه زیتون موږ ته ډېر ګټور او سپیڅلی څیز په څیر معرفي کوي.همدارنګه د زیتون له غوړیو هم د ډېرو ناروغویو لپاره استفاده کیږي.

د زیتون له غوړیو نه د وینې د رګونو د پاک ساتلو لپاره هم استفاده کیږي.

 

د زیتون د غوړیو ګټې

د قلب درګونو او د وینی د رګونو لپاره.

د زیتون د غوړیو وازده غیر مشبوع ده

 د( Mono-unsaturated)

زیتون غوړي کلسترول نه پیدا کوي بلکې د انسان د بدن کلسترول کنټرولوي.

د زیتون غوړي ۶اومیګا لري. هغه ناروغان چې د شکر او د وینې د رګونو د  کلکیدو ناروغي لري، هغوی باید هر ورځ حد اقل ۳۰٪ له شحمی تیزابو استفاده وکړي.

ننۍ څیړنو دا څرګنده کړې ده چې هر هغه څوک چې په ورځ کې دوه قاشقې (۲۵میلی لیتره) زیتون وخوري مضره کلسترول یی له منځه وړي او انټي اوکسیدانټونه یې زیاتوي.

 

د زیتون په واسطه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی

د ارشیف داخلي طب دا څرګنده کړې ده چې هغه ښځې چې له زیتونه استفاده کوي د سرطان له ناروغئ به ژغورل کيږي.

د نیویارک د بوفلو پوهنتون څیړنو دا څرګنده کړی ده چې

(b-sitosterol)

مواد په نباتي غوړیو کې موجود وي، لکه د زیتون غوړي دامواد د سرطان د پروستات د غدې مخنیوی کوي. دغه ماده د انقسام په حالت کې د حجرې سره اړیکه ټینګوي او دپروستات غده تقویه کوي. نو مخکې له دې چې د پرو ستات د حجراتو د انقسام مرحله غیر قابل د کنټرول ته ورسیږي د همدې موادو په واسطه  متوقف کیږي.

د اکسفورد پوهنتون په څیړنوکې دا معلومه کړه چې د زیتون په واسطه د ګوردو د سرطان مخنیوی هم کیږي.

 

د هډوکو جوړښت

د

K,E,D,A

 شحمي ویټامینونه په زیتون کې موجود دي، چې د انسان د بدن هډوکي د تکثر په موده کې دغو ویتامینونو ته زیات ضرورت لري.

د زیتون غوړي د پوخمنګو په بدن کې په اسانۍ سره جذب کیږی. د بعضو منرالونو جذب کیدل لکه کلسیم د ویټاوینونو په استفادې سره کومک کوي او د کلسیم له ضایع کیدو مخنیوی کوي. نو زیتون  دانسان د بدن په اسکلټ کې مهم رول لوبوي.

 

د مخکې له وخته زوړوالي مخنیوی

د زیتون ویټامینونه د انسان د بدن په حجراتو مثبتې اغیزې لري. نو مثبتې اغیزې د انسان په جلد باندې له زوړوالي مخنیوی کوي .

په زیتون کې ډیر مقدار انتی اوکسیدانتونه مو جود دي چې د دې موادو دنده دا ده چې د انسان په بدن کې کوم زهر دبدن اعضاوې تخریبوي نو د همدې موادو په واسطه بدن له تخریبه ژغورل کیږي. په زیتون کې د اي ویټامین هم د حجراتو له تخریبه مخنیوی کوي.

 

 د ماشومانو جوړښت

 شپږ غذايي اومیګا د ماشومانو د ښه صحت لپاره مهم رول لوبوي. انتی اوکسدانت د ماشوم صحت له تخریبه ژغوري. د زیتون شحمی اسیدونه د هورمونونو او دحجروي غشا په جوړښت کې مهمه دنده ادا کوي.

هغه ماشومان چې شیدې رودي  دشیدو په نه شتوالي کې د زیتون له غوړیو استفاده کولی شی، ځکه چې د زیتون غوړي یو څه غیر مشبوع مواد لري، لکه شیدې. هغه میندې چې شیدې یې کمې وي یا هیڅ نه وي، نو دغوايي له شیدو نه دې غوړ لرې کړي او دزیتون له غوړیو سره دی یوځای کړي او ماشوم ته دې ورکړي. نو له دې عمله د زیتون غوړي د ماشوم لپاره ښه غذايي منبع هم ده.
 

دوینې د فشار کمیدل

د ارشیف داخلي طب په ۲۰۰۰ م کال کې کشف کړی و، چې هر هغه څوک چې د زیتون له پاڼو استفاده کوي د وینې فشار یې کمیږي.

 
د بدن د داخلي اعضاوو لپاره د زیتون ګټې

د زیتون غوړي د معدې د ناروغۍ لپاره لکه د معدې زخم، تیزاب نه مخنیوی کوي. د صفرا کیفیت زیاتوي او د صفرا تږی مخنیوی کوي. همدارنګه د شکر ناروغي لپاره د بدن ګلکوز کنټرولوي. او د دماغ پر شیرانونو باندې مثبتې اغیزې لري.

څرنګه چې پوهانو څرګنده کړې چې زیتون یو غذايي منبع هم ده. موږ باید هره ورځ له زیتونه استفاده وکړو څو خپل بدن له هرې ناروغۍ وژغورو.