د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستاسو ټولو يې کور ودان

حبيب الله غمخور 18.08.2011 19:29

تاسو ټولوته دې لوي څښتن په دين اودنياکښي ستراجرونه درکړي

چي ته پيداسوې تاژړا خلکو خنداکړه

داسي ومرۀ چي ته خاندې خلک ژاړي

هيوادوال خبر دی چي دافغان ولس ددښمنانوپه لمسون اوهڅونه دجولاي دماشتي پر ۱۷ نېټه دماښام داتوبجوپر شاوخوا دافغانستان يوسياسي اومنلی شخصيت په پارلمان کي دروزگان دخلکو استازي اوپه دې ولايت کي دښه اعتبار اونيک نوم څښتن  مرحوم محمد هاشم وطنوال دپاکستاني لاسپوڅوپه وحشيانه اوغير انساني بريدکي له خداي ورکړې ژوند څخه دابد لپاره محروم سو .إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

ددې خبر په اوريدو سره  دهغه ټول ملګري اودوستان  په افغانستان اوبهرنيو هيوادونوکښي دوير اوماتم پر لمڅی کښېنول سول  . په سلهاودوستانواودشهيد وطنوال مينه والودهغه کورنۍ اونږدې دوستانوته يوپه بل پسې دافغانستان دمختليفو ولايتونو،امريکا متحده ایالاتو، جرمنی، هالنډ، انگلستان ،کاناډا، هندوستان ،استرالیا ، روسیه ، اُکراین ، ایران ، پاکستان ، کویت ،متحدۀ عربي  امارات اونوروسيمونه دډاډگېرني اوخواشينۍ څرگندولوتليفونه اوپيغامونه رارسېدلې دي .

شهيد حاجي محمد هاشم وطنوال په کابل کي داوسېدو په وخت کي په رښتياکوم ځانگړی ساتندوي نه درلود. داځکه چي هغه تل داخبره کول ،موږله چانه اودڅه لپاره ساتندويان ولرو.رښتياهم هغه چي دولس سره ئي خيانت نه وې کړی اوتل دخپل ولس په چوپړ کښي وي دوطنوال پشان ساتندويانوته اړتيانلري .

دوطنوال شهادت په افغانستان کي دپاکستان اودهغوي دگوډاگيانولخوادافغان ولس اوپه ځانگړې توگه دپښتنو دسرغندويانوپر خلاف دهميشنۍ دسيسې دپروسې ددام لړۍ ده .

پاکستانی استخبارات دخپلو مخودپلي کېدوله مخې دپښتنو اوپاعامه بڼۀ دافغام ولس نخبه کسان  اوپه ځانگړې توگه دپښتنو مشران اوروڼ اندي له منځ وړی تر څوداولس دهغوکسانوله تشي سره مخامخ سي کوم چي کولاي سي دخپل هيواد په برخليک ټاکلواوبيارغاونه کښي  اساسي اوټاکلی رول ولوبوي .

په همدې خاطرزموږ دولس دتاريخي اوقسم خوړلودښمنانوته شهيد وطنوال اوددپه شان نور وطنپرستان  اوروڼ اندي د دوي په سترگوکي اغزوپشان  دي .

دوي تر هر څه وړاندي غواړي دغه څېرې اوشخصيتونه چي شتون ئي ددي هيواددبقالپاره اړين  برېښي له منځه  يوسي،دهمدې افغان دښمنوددې ژوري پالسی اوسميه ايز کرغېړن سياست اونارواموخودپلي کېدوپه لړ کښي دروزگان دخلکو منلی استازی شهيد وطنوال دپاکستاني استخبارتي شبکي دلاسپوڅو په يوه ناوړه اوناځوانمردانه ، غلچکي بريد کښي د ۲۰۱۱ م کال د جولاي پر  ‍۱۷نيټه چې ۱۳۹۰ کال د چنګاښ د ۲۶ نيټې سره سمون لري   په بې رحمانه بڼه په شهادت ورسېداودخپل وطن قرباني سو.

دښاغلي وطنوال تر شهادت وروسته دهغه  ددرناوي مراسموموږدهغه دوستان اوکورنۍ پدي ډاډه کړو چي هغه په رښتياددې وطن یو سپېڅلی زوي اوپه هيوادکي دسولي اوټولنيز عدالت دلاري شهيدوو.

موږ په خپلو سترگو وليدل  دهغه چا اوهغه شخصيت چي له هيچاسره په هيڅ ډول سياسي اونظامي معامله کي شريک نه وو،جنازه په ځانگړو درنومراسمو خاوروته وسپارل سوه .

موږدټولوهغو دولتي ادارو،دافغانستان دپارلمان اومشرتابه،ملي اوفرهنگی شخصيتونو،دپوهنتون اونوروعلمي موسسو استادانواوهيوادوالونه چي په کابل ښارکي یې دشهيد وطنوال دښخېدواوفاتحې په مراسموکي گډون درلود اوهمدا ډول له هغو افغانانونه چي په  لندن ،مسکو،سانکت پيترس بورگ ، ادېسه ، منسک،ناروي کښي دشهيد وطنوال ددرناوي اويادپه خاطردفاتحې ځانگړې مراسم ترسره کړل ،له هغودرنو دوستانونه چې دمالموپه ښارکي دفاتحې په مراسموکي دگډون لپاره له انگلستان ، ناروی ،جرمني ،هالنډ ،بلجيم ،ډنمارک اوسويډن دمختلفوښارونه دمالمو ښارته تشريف راوړئ وودزړه له کومې مننه کوو.

اړينه ئې بولودټولوهغوفرهنگی ټولنوڅخه چي دشهيدوطنوال مړينه ئي لويه غميزه بللې اودخپلو ټولنوپه استازيتوب  ئي موږ ته پيغامونه راليږلې اوله هغوټولوافغاني ويب پاڼونه چي ددې سترويرسره دهم ږغۍ په موخه ئې دشهيدوطنوال سره دافغان ولس دخواخوږۍ ږغ ترخپلو هيوادوالوپوري رسولی دی دوطني مينې په څرگندولوسره ټولوته کورودانۍ وايواوهيله منديوچي ژر تژره زموږ په هيوادکي انسان وژنه پاي ته ورسېږي .

همدا شان دمالوپه ښارکي له هغو افغانونانواوددوي له کورنيونه دزړه له کومې مننه کوو،کوم چي زموږ سره ئي پدې لوي غم اوناورين کښي برخه واخستل  اودشهيد وطونوال کورنۍ ئي يوازي پرې نه ښودل  . دوطنوال کورنۍ او اړوندان ئي ددغوټولودوستانواودهغه دلاري  له لارويانوته يوځل بيادمننې په څرگندولو سره دلوي څښتن له دربارنه دوي اوټولوافغانانولپاره ارام  اوبسياژوندغواړي .

پرېږه ده چي په دې غم لړلې هيوادکي سوله اوثبات دټولووطندارانوخوله دژړاپر ځاي په خنداپرانيزي .

زموږ پشان  په غم دې خداي بله کورنۍ نه غمجنه وي ،ستاسوئي کورودان دشهيد وطنوال درناوی مو وکړ .

آمين يارب العالمين

دشهيد حاجي محمدهاشم وطنوال دکورنۍ په استازيتوب

 

……….

 

راټولونکی  :

حبيب الله غمخور

داگست ۱۷ مه

دحاجي محمدهاشم وطنوال  لنډ ژوند ليک

 

د وطن په محبت باندی قسم خورم

چی د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د ځان ګټى مى د دى وطن نه جار دى

هغه نه يم چي رشوت سود او سـلم خورم

د وطن د شرف ســپر يم نه ويريږم

كه د تورو ګزارونه دم په دم خورم

 

شهيد محمد هاشم وطنوال په ۱۳۳۱ هـ  لمريز كال د ارزګان ولايت د ترين كوټ ښار دطوري دكلی د مرحوم ملامحمد عمر اخند په روحاني کورنۍ کښي سترګى  دنياته  پرانستي دي  .ديني  مروجي  زده كړي ئى په ماشوم توب کښي له خپل  پلار اونورو مذهبى علماو څخه سرته رسولي دي .  

لمړنى اومنځنى زده كړى ئى د ترين كوټ ښارد سيدال ناصرى په ليسه اولوړى زده كړي يي دکندهاردښونکودروزنې په عالي موسسه اوبياد كابل پوهنتون دساينس پوهنځى  دكيميا اوبيولوژي په څانګه كي په بری سر ته ورسولې .

نوموړى دکندهاردښوونکودروزنې دعالي موسسې نه تر فراغت وروسته دترينکوټ دسيدالخان په ليسه کښي دښوونکی په توگه په رسمي دنده وگمارل سو. څه موده وروسته دعالي تحصيلاتولپاره كابل پوهنتون دساينس پوهنځى  دكيميا او بيولوژي په څانګه كي  خپل عالي تحصيل په بری سره پاي ته ورسول. ترعالي اومسلکي تحصيلاتووروسته د روزګان ولايت د پوهنى مديریت دساينس دمرکزدآمر په توگه مقررسو.

دثورترپاڅون وروسته دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دحاکميت په دوران کښي دكورنيو چارو وزارت د اداري رئيس ،د هرات ولايت مستوفي ،د فوايد عامي وزارت د كور جوړوني د تصدى رئيس ، د لوگر او خوست ولایتونو د گوندی کمېټودمنشي او د افغانستان دخلق دموکراتيک گوند دمرکزي کمېټې دقومونواوقبايلو د څانګى د رئيس په  توګه  خپلي دندى په ډيره ميړانه ،شهامت  اوپاک لاس سرته رسولي دي .

مرحوم وطنوال ديوه سياسي فعال انسان په توگه دخپل ژوندپه دوام کښي دافغانستان په سياسي بهير کي فعاله پاته سوی په همدې خاطرئي دافغانستان دخلق دموکراتيک گونددحاکميت ترړنگېدواوگوند تر پاشل کېدو وروسته ددې گوند دپاشلوټولودراټولېدواويوغښتلي سياسي ملي ځواک دبياجوړېدوپه موخه دنورافغان روڼ اندوسره اوږه په اوږه تلاښ کاوه .

په ۱۳۸۳ کال د وري  په مياشت کښي د کابل ښارکي دافغانستان ملي گوند د موسسانو په رابلل شوې غونډه کښي فعال گډون درلود .شهيد وطنوال د همدې گوندپه لمړنې ګوندي کنګره کې چې ۱۳۸۴کال د غويي پر  ۲۳ دکابل  په ښارکې جوړه شوې وه گډون درلوداودکنگرې دپرېکړې له مخې ددې گونددمرکزي شورااوددې شوراداجرائيه بورودغړې په توگه وټاکل سو.

شهيد وطنوال د روزګان ولايت د يو منلى او با نفوذه شخصيت په توګه د هماغه ولايت څخه د ولسي جرګې پنځلسمي او شپاړسمى  دوري ته د خلكو د رايو په گټلو سره پارلمان ته لاره وموندله .

شهيد وطنوال د خپلو ژونداو فعاليتونو په لړ كى تل د خپلو خلكو و ارادې ته احترام او پاملرنه كول نوموړى تل د يو زړسوانده او د ولس په دردونو  دردمن  وكيل په توګه دخپلو خلكو په چوپړ كى وو .

نوموړى د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره  کی د خلكو د فعال استازى په توګه د مركزى تفتيش د كميسيون د رئيس او د دريم خط د پارلماني ګروپ د فعال غړي په توګه په ډيره موثره او اغيزمنده توګه دندي سر ته رسولي دي.

مرحوم وطنوال د ولسي جرګې په اوسنۍ  دوره كى د دفاعي چارو كميسيون د مرستيال په توګه كار كاوه.

شهيد وطنوال د خلكو سره په رابطه كي د ډيرو عالي خصلتونو او اوصافو خاوند ؤ نوموړى رښتينى ، يو مخى انسان او  د قوي ارادي ، متواضع كركټر او د ورين تندى درلودنكى شخصيت ؤ ،په كار ، فعاليت او ټولنيز ژوند كي فولادي عزم د ده د لارى څراغ وه .

نوموړى د هيواد په پيچلو او كړكيچونو حالاتو كي د ټولنيز عدالت او ډيموكراسي د تامينولو په لاره كي شپه او ورځ نه ستړي كيدونكى هلي ځلى كولى. خداي بخښلى وطنوال د ولسي جرګې او هيواد په اوسنيو پيچلو حالتونو كى  د ستونزو د قانونى او سوله ئيز حل لارو چارو ملاتړ كاوه   او د دولت ددرې گونو قواؤ تر منځ  د همغږو هلو ځلو پلوي  ؤ.

د وطن قسم خوړلو دښمنانو  چي د هيواد اقتصادى او ټولنيز ژوندانه د شيرازي ورانولو ته ئى ملا تړلې ده ،يو ځل بيائې  د خپلو جناياتو په لړ كي د هيواد د صادق  بچي  ژوند واخيست او په پراخه پيمانه كي د هيواد خلك او په خاصه توګه د روزګان ولايت خلك د غم پر ټغر كښينول .

مرحوم وطنوال دښه قلم خاوندپه توگه  دهغه يوشمېر ليکني د مالموپه ښارکي دافغاني کلتوري اتحاديې درې مياشتنۍ پيوستون ،افغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدوه مياشتنۍ نوې هيلي اوروزگان ملي مهالنۍ خپروني اويوشمير ويب پاڼوکي نشر سوی دي .

په سويډن کي داوسېدوپه وخت کښي ئي په يوشمير فرهنگی اوادبي غونډوکي  چي په سويډن اوداروپاپه نوروښاروکي جوړې سوې فعاله ونډه اخيستې .

ديادولووړده چي شهيد وطنوال دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند دغړيتوب په درلودلوسره دوه ځله زنداني سوی ، چي دوهم ځل دډاکتر نجيب الله دحاکميت په دوران کښي په اعدام محکوم سو،مگروړاندي تردې چي داغير عادلانه حکم پلی شي دهغه نظام سياسي پښې ولړزېدې اودړنگېدوپه حالت کي وو چي له زندان څخه راووت .

دډاکترنجيب الله دحاکميت تررړنگېدو وروسته  ښاغلی وطنوال کومه دولتي اوگوندي دنده په افغانستان کي سرته نه ده رسول . مرحوم وطنوال لکه په زرهاوو نور روڼ اندي دخپل پلارنی ټاټوبې پرېښېدوته مجبور اوله ۱۹۹۴ ز کال راپدې خوا په سويډن کي د سياسي پناهنده په توگه له خپلې کورنۍ سره  ژوندکاوه. 

په سويډن کي داوسېدوپه وخت کي  لمړی دترجمان په توگه اوترهغه وروسته دمالمو ښاردهيلي دناحې مربوطاتوکښي دولتي دنده سرته روسولې  .

     شهید محمد هاشم وطنوال د پارلمان په دواړو دورو کی د روزکان د خلګو د یوه منلی استازی په توګه د اولسی جرګی غړی پاته شوی اوپه پارلمان کښي  د دریم خط کی د وطنپالو وکیلانو په منځ کي ديوه فعال غړې په توگه خپل رصالت سرته رسولی .

مرحوم وطنوال پداسي حال کښي چي دښاغلي کرزی دسلاکار  او د اروزګان پخوانى والي  مرحوم جان محمد خان په کور کښي مېلمستياته وربلل سوی وو د چنګاښ د مياشتي په ۲۶ نيټه د يكشنبي د ماښام په اتو بجو د وطن پلورونكو دښمنانو لخوا د كابل ښار په څلورمه كارته كښى د شهيد جان محمد خان پر كورباندي په بريد كي په شهادت  ورسېد. 

شهيد وطنوال دکابل په ښارکي دپارلمان مربوطي هديره کښي حي په  دارالامان  کي ده دپارلمان  اوکورنۍ دغړولخواخاوروته په ځانگړواودرنومراسموسره خاوروته وسپارل سو.

دهغه دجنازې په مراسيمو کښي چي بې شميره کسانو گډون درلود،دپارلمان رئېس ښاغلي عبدالرووف ابراهيمي دمرحوم محمد هاشم وطنوال  دشخصيت په هکله وويل : ((محدمهاشم وطنوال  به عنوان معلم مدبر وشخصيت اجتماعي وفرهنگي كه همواره درتحكيم وحدت ملي، تأمين عدالت اجتماعي وتحكيم دموكراسي نقش ارزنده را بازي نموده است،وشهادت موصوف را يك ضايعۀ جبران ناپذيرخواند.))

.همدا ډول ترهغه وروسته ښاغلي  خليل احمد شهيد زاده دولسي جرگې وکيل په هکله په خپلو څرگندونوکي دې ټکي ته اشاره وکړه چي هغه د شهادت دمرتبې په هکله  هغه يوشهيد وباله اوزياته ئې کړه ((محمد هاشم وطنوال يك شخص وطندوست ، مهربان و صلح خواه بود .دهغه تروينا وروسته  اغلې شكريه باركزي په پارلمان  کي ددفاع دکميسيون رئېسې  په خپلو خبروکي دهغه دشخصيت په اړوندڅرگنده کړح چي(( شهيد وطنوال يک فرد مردم دوست و آزادي خواه بود گفت : وي براي خدمت به وطن هزاران آرزو در سر داشت تا مردم خويش را در آرامي و فضاي صلح بيبيند.))

له مرحوم وطنوال نه دوه ښځې، درې زامن او څلور لوڼې پاتې دي، چې  په سوېډن کې  اوسيږي  .

مرحوم وطنوال دپښتوژبي ترڅنگ په دري اوسويدڼي ژبو رواني خبري اوليکنې کولاي سوې  .

زه په نظرکي لرم دمرحوم وطنوال هغه مطبوعاتي مرکې چي دافغانستان داوسنيو ستونزواوحالاتوپه اړوندئي له بهرنيو ډله ايزورسنيوسره کړي په يوه مساعد وخت کي دهغه دمينه والودلوستلوپه موخه دافغاني ويب پاڼوله لاري خپاره کړم

روح دې ښاداوياددې تلپاتی اوابدي وي  .

شهيد وطنوال دمالمودښارپر ټولواوسېدونکو ډير زيات گران وو،ځکه هغه په سويډن کي دخپل اوسېدوپه موده کښي دافغانانوسره دخپل وس اوتوان ترکچې بې ساري مرستې کړي دي اودلته ډير نيک نوم لري اوخلک دقدرپه سترگه ورته گوري .ددې لپاره چي دمالمودښار دټولواوسېدونکوځانگړی درناوی سوی وي زه دمرحوم وطنوال په وياړ دمالمو ښارددو شاعرانوهغه ډالۍ دلته لوستونکوته وړاندي کوم چي دشهيد وطنوال تر شهادت  وروسته ئې دهغه روح ته ډالی کړي دي.

دسلام اندړ صاحب

شهيدوطنوال ته

شيطاني تورواوريځو آسمان بيا نيولی

ګلونه لېږدي سولګومې آرمان بيانيولی

کښتۍ داوښکو هر ګرېوان کې توفاني ده

شهيده وطنـواله ويـرونـو جهان بيا نيولی

عبدالسلام اندړ

دخدای بښلي الحاج شهيد محمد هاشم وطنوال مرګ نن بيا زموږ په غولي دغم او وير ټغر وغوړاوو . شهيد وطنوال دصداقت،محبت،صميميت، رښتينو لي او ورولي يو مثال وو. دشهيد وطنوال په شونډو به تل مسکا خوره وه ، خوږې او له ميني ډکې خبرې به یې کولې، مجلس يې خوږ وو او په مجلس يې مړښت نه وو .

شهيد وطنوال دژوند له ټولو ستونزو سره په ورينه ټــنډه ډغرې وهلې .په هر ډول حالاتو کې يې د ژوند تر پايه پوري دخپل محروم او غر يب ولس مرستي ته وردانګلي او دګران وطن په چوپړ کې وو.

شهيد وطنوال دترور، اختناق او عام ولس وژني په وخت کې دوطن پرېښودلوته اړ او مهاجرشو، د هجرت ددوران هره ګړۍ اوهره ورځ ورباندي لکه کال تېرېده .

دوطن او وطنوالو په غم کې بې قرار،لا لهاند اوپه فکرونوکې لکه شمعه په پټه خوله سوځېدو . کله چې په ګران وطن کې شرايط څه ناڅه مساعد شول نوشهيد وطنوال بې له ځنډه دګران وطن او وطنوالو چوپړ ته په خورا صداقت وردانګل .

الحاج شهيد وطنوال چې په صداقت،اهليت ،لياقت ،علميت ،محبت اوپاکنفسي باندي له په خوا لاپه خلکو کې مشهور او ګران وو نو يې ولسي جرګې ته دخپل استازي په توګه وټاکل .

شهيدالحاج محمد هاشم وطنوال په پوره ايمانداري ،امانت داري اوصداقت سره دملي يوالي اوملي ګټو دساتلو، دخپل ولس، وطن او وطنوالوپه خدمت کې ،دحق او عدلت دپلي کېدو په سپيڅلې لار کې ځان قربان کړ .

خداوندمتعال (جله جلاله) دې فردوس جنت په نصيب کړي . دشهيد محترمي کورنۍ ته د الله تعالی (جله جلاله) له دربارڅخه صبر جميل غواړم. اصالتاً دځان له خوا او وکالتاً دخپلې کورنۍ دټولو غړو لخوا په دې درانه غم کې ځانونه شريک بولو.انالله وانا اليه راجعون

 

موږ وړو په ورځوشپو جنازې

د ويرونه غمو غموجنازې

موږ وړو د لويو ښو سړو جنازې

زموږ دزلميا نو په کټو جنازې

ديارانو درنې درنې جنازې

موږ پورته کړي خپلو وږو جنازې

سپېڅلو اوښکو موسپارلي

نوي زړې په هديرو جنازې

دا څنګه عزرايّل په ټوپک سپور راځي

مخامخ پربله نه ځي

زموږ په جونګړو زموږ په کور راځي

دې عزرايّل زماديارانو کور ليدلی دی

له قصابانو قاتلانو تېښتي

دې عزرايّل دغريبانو کور ليدلی دی

له تورو له توپو سره راځي

يوازي يې دلته دمعلمانو کور ليدلی دی

عبدالسلام اند

..............................................

ځوان اوتنکی شاعر هلمند شيرزادد شهید محمد هاشم وطنوال په یادکې

مړ خو هغه څوک وي چې یو څو ورځې يې غم وي او هېر شي، مګر تاسې خود خلکو په زړونو کې داسي یادونه جوړ کړي چې د تل لپاره به خلک ستاسی یادونه کوي. ستاسی د تل په شان په ډکه خوله خندا، پریمانه حوصله ، سپیڅلتیا دوطن او وطنوالو سره بې انتها ډېری ميني د خلکو او ستاسې تر منځ هغه پولادي اړیکه جوړه کړی چې هېرول يې ګران او ژوند يې نیمګړئ کړی دی.

ستاسې د توصیف لپاره زما ژبه نيمګړی ده او زما په اند لا تر دې دمه هغه الفاذ په پښتوژبه کې نشته چې ستاسيې د ستاینې بسیا پری وشي . تاسي خو د انسانیت هغه ځانګړی نمونه ياست چې ستاسي په ښکلا او ریښتونولئ باندی ټول کاینات ویاړي. دا خبره مي اوس زړه ته ولویده چې ریښتیا هم ښه خلک کم عمره وي. دا ددي زوريدلي او کړیدلي ولس بدبختي ده چې ستاسی په شان د ښو او پر وطن مینو خلکو ځای خالي او تل د وطن د بې رحمه او ظالمو دښمنانو د ښکار ښکیل ګرځيدلي. په اخیر کې د پاک الله د دربار څخه تاسې ته جنت فردوس او ستاسي پرتميني کورنۍ ته د جمیل صبر غواړم.

مري خو هر انسان ، خو مرګ هغه مرګ وي چې د ژوندیو لپاره ویاړ وي .

بې له تا دغه وطــــــــن څومره نیمګړئ

دا مالمو دغه سویډن څومره نيمګړئ

وطنوال خو د غریبو خـــــدمتګار وو

بې مالیاره وي ګلشن څومره نیمګړئ

ستا په مړینه اسمان ځــــمکه ژړیږي

هم سهار او ماسختن څومره نیمګړئ

ته سپیڅلې پرښته وې مينه نـــاک وې

بې له تا دلته هر تن څــــــــومره نیمګړئ

هلمند شېرزاد - مالمو سویډن

پاي