د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یا خپله نر سه یا چاکر دنر

پوهنمل محمود نظری 18.08.2011 16:59

کارمندان تل د هغه وي خجله اوشرمنده
په هر کار کي ګډ وي مصلحت او معامله
په ژوند کې دداسې حاکم مه کوه نوکري
چي هغه تل د نورو له ځوره خپله ژاړي
هر واکمن دولت ته نرپه کاردی پازوال
ولس ته ګټه نلر ي دارو د هیضه ناروغپال
له هغه امیره تښته چي ګروي تل د څټ شا
تل یې خواړه وي دلري پساوه ښوروا
دزړه له ارګه هله لویږي خوار او زار قانون
چې چلیږی هلته داهلیت پر ځای صابون
دپر کال امیر دلاسه د شوکماری ده مسابقه
د شپږی نوم ایږي رسنې بانډ او باجه خانه
دغلو خوله خوندیدلې نه مني قانون او قاضي
ویاړی د خپلو ناوړو کړو په سابقه او ماضي
دهرچا چې تنګ زړه وغوښت هغه ناروا وايي
څارنوال نسته چي درغلګر په خوله ووهي
داټوله د مړ خولي ،ښوي پرکال امیر دلاسه
چې زر مشاوران لری سل تر پاسه
هغه غله یې چي د قانونه له منګولو ساتلي
د هغو منګولو د هغه تر ستونی اوس رسیدلي
د پارلمان له ټاکنو يي جوړ کړ لنګوغ دپیشي
ځکه هغه تورسپي ته مقام وکړی دی د اوزګړي
یا ربه ! داخرډبه شپون نه ژغوري رمه له لیوانو
رمه په لیوانو خوري ځان ساتي په سپيانو
خدایه موږ وژغوره دداسی امیرانو ایله
چي هم دبل په هغې ښویږي هم پر خپله
خدایه ! نه کړې یو رمه د پسونو بې سپو
خدایه ! نه کړی یوکلی د پښتون بې لیونو
کنايي :ښوی سړی(غوړه مال او دوه مخي)، په دانګ پيیلی ( روښانه او واضح)
څټ ګرول( عذر یا خجل)، خوله خوندېدل( جرت کول)،د پیشی لنګوغ ځنی جوړول( یو کار کشاله ول) ، دزړه له ارګه لویدلی ( له پامه لوېیدلی)
وییونه : خرډبه ( کم عقل )، ، هجړا ( نر ښځی)،پرکال (سست