د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغا نې رسا لت

ولی نورزی 17.08.2011 21:59

افغانی رسالت
شور ما شور دئ ګډ وډۍ ده غلمغال دې ،هری خوا ته جنجا لونه
هره ورځ د ژوند از مون ده، را کوي مونږته د تیر تا ریخ درسونه
څوک له خپلي خاوری ورک دئ د هجرت په چا پیریال کي سرګردانه
نور دعیش او نوش عشرت کي ، خمارګرځې لڅ لپړ ببر سرونه
چا ته لارده پیدا شوې ، د ډالرو په پیسو باندي لمبیږی په دریاب کي
څوک د لوږۍ نه مړ کیږی د ژوندون سره یی مله دي نا ببره کړاوونه
يوپاچا دئ بل وزیردئ بل والی دئ داچارواکي پخپل زوردي ډیرمغروره
په ښکاره ظلم اوجفا کړي بډۍ اخلي غولوې زمونږ‌ دهیواد ټول میلیتونه
پارلمان خو ټول شخصی شوانتخاب ته حا جت نشته داستازوبی غورۍ ده
تماشې اونندارې دي په جلسوکي وکیلاني ښځینه کوي په خرپ سره جنګونه
مجاهید پکښی سر دار دې ددولت او حکومت واک یی ټول لاس کي دی نیولې
جنرالی ددوي رتبه ده بی تحصیله او دیپلومه یي خپل کړی ددولت لوړمقا مونه
سورغو بل دی سري لمبي دي سره اورونه د سرو وینوسیلا بونه دي بهیږي
د افغان پر پاکه خاوره د ایساف او طالبا نو په لاسو کیږی بی ځا یه سترظلمونه
خوار انسان افغان پر خپله خاوره او خپل وطن کې د مرګئ کندې ته درومي
ځان مرګئ چه ځان پټاو کړې ، بیا ایساف له پاسه ګوزار کړي ستر بمونه
بي خاونده بی څښتنه افغا نستان دې، خوا خوږي او صداقت ورپکښي نشته
د تاریخ په دي پړاو کي زمونږ پرخلکو باندی کیږي په وار وارلوی ګوزارونه
د میر ویس احمد وطنه څو مره خوار شوي نن نړۍ کي یي یواځې پا ته شوی
د اکبرد توری شرنګ چه راپه زړه کړم ځان ته ګورم یادوم تیر تا ریخونه

آمانی دوره کي څنګه غلیمانو د پردو په لاس لانجی او د سیسي کړي
زمونږ نصیب او قسمت نشته تل غو لیږود پردو له لاسه اخلودنفرت دغه پندونه
په ژوندون به دي عزت کړم وطنه ستا بیرغ دي تل رپیږی په جهان کي تل ترتله
نورزی خدای ته دا دعا کړي د دښمن ځالي کړی ماتي بیا یي محوه کړی پلا نونه

ولی محمد نورزی روژه مبارکه ۱۷ اګست ۲۰۱۱