د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شبګیر نه تنګ یم/ شعر

عتیق تکل 17.08.2011 11:18

خدایه په شپو شپو د شبګیر نه تنګ یم
د خپل قسمت هم د تقدیر نه تنګ یم
ټوله شپه زه او سپوږمئ کړو خبری
سپوږمئ د لمر نه زه د ویر نه تنګ یم
ټوله شپه ډوب ګرځم د یار په خیال کی
د یار د ښکلي مخ تصویر نه تنګ یم
غشي بڼو یی زه په زړه زخمی کړم
دیار د سترګو ددی تیر نه تنګ یم
مدام می خوله سره وي د یار په شونډو
خدایه ددی خوب د تعبیر نه تنګ یم
خدایه تکل ته د زړه صبر ورکړې
نور د انسان په تن شریر نه تنګ یم