د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دغه

نجیب منلی 14.08.2011 13:47

-    خبره داسې ده چې دا زمونږ دغه چې دی په دغه کې پروت دی، هوا هم دغه ده او اوبه هم په اسانه نه دغه کېږي نو دلته دغه نه شي دغه کېدای.
جمله به یې کټ مټ همداسې نه وه، خو دې ته ورته یو څه وو. سپین ږیری بابا په کټ کې ناست و، د یوې فرانسوۍ ژورنالیستې پوښتنو ته یې ځوابونه ویل.
زه له دې صحنې سره د پاریس د یو تلویزیوني پروډکشن په سټوډیو کې مخ شوم. له ما څخه غوښتل شوي وو چې په افغانستان کې د اپینو د کرکیلې د ستونزو په اړه د یوه راپورتاژ خبرې وژباړم. اروپايي ژورنالیستان داسې نه دي لکه زموږ د ملي ټلوېزیون راپورتران چې د یوې اونۍ په سفر کوم لېرې پراته ولایت ته ولاړ شي نو د کمرې بېټري یې هم پوره چارج نه لري او کسټ یې هم صرف د نیم ساعت له ځانه سره اخیستی وي. دا راپورتاژ باید پینځه دېرش دقیقې شوی وای خو کمره مین شل دانې پینځه څلوېښت دقیقه یي کسټونه ډک کړي وو. اکثره به د لارې او د طبیعت تصویرونه وو، یا به د خلکو ګڼه ګوڼه وه، خو کله کله به په کې څو جملې ویل شوې وې او کله به بیا پوره دوه ساعته مرکه له یوه بې سواده بزګر یا له کوم حکومتي چارواکي سره وه. دا کسټ به د شلو کسټونو لسم، دولسم کسټ و. زه سهار په اتو بجو له راپورترې سره سټوډیو ته ننوتی وم او اوس د شپې نهه بجې کېدونکې وې. غرمه مو یوازې شل دقیقې وخت د یو ساندویچ نغړلو ته وقف کړی و. دواړه ښه ستړي وو. کله مې چې دا جمله واورېده، یوه شېبه ورته چورت یوړم چې اوس یې څنګه وژباړم؟ آخر مې راپورترې ته وویل چې «هېڅ یې و نه ویل!» د هغې سترګې ټېغې ټېغې راوختلې:
-    راپورې ملنډې وهې؟ سپین ږیری بابا لګیا دی د دېرش ثانیو یوه اوږده بیانیه ورکوي او ته وایې چې هېڅ یې ونه ویل!
په هغه ماښام مو نور کار و نه کړ. شل دقیقې یا نیم ساعت کدرې ژبنيو او فرهنګي تشریحاتو په مټې وکړای شول چې فرانسوۍ راپورتره، چې نیمایي دنیا یې کچ کړې وه، په سلګونو رپوټونه یې جوړ کړي وو، په دې قانع کړې چې بوډا دېرش ثانیې خبرې وکړې خو هېڅ یې و نه ویل. بده یې لا دا چې زه یې د دغه «هېڅ» په مانا هم ښه دقیق پوه شوی وم.
بوډا ویل : « خبره داسې ده چې دا زمونږ [کلی] چې دی په [یوه وچه دښته] کې پروت دی، هوا هم [چندان مساعده نه] ده او اوبه هم په اسانه نه [پیدا] کېږي نو دلته [باغ او باغداري] نه شي [پراخېدای]».
هر «دغه» د یوې مشخصې کلمې یا پراخ ترکیب پر ځای کارول شوی و نو ځکه د ژباړن ملا ورته ماته وه، هېڅ لار یې نه وه چې دغه جمله یوې اروپایي ژبې ته واړول شي. اوس پوښتنه دلته ده چې ولې زه په دې جمله پوه شوی وم؟
اسانه ځواب یې دا دی چې د «کلام سیاق» او د راپورتاژ خاصو شرایطو، ما ته دا اجازه راکوله چې هغه تشه چې د هر «دغه» په لېرې کولو پیدا کېده، ما په داسې څه ډکه کړې وای چې چې په دې ځای کې راته مناسب ښکارېده.
خو خبره دومره ساده هم نه ده. پر دې ډول موضوعاتو د ژبپوهنې، ټولنپوهنې، توکمپوهنې، ارواپوهنې، فلسفې، پوهنپوهنې (ایپیستیمولوژي) او ګڼو نورو پوهنو په لسګونو خورا پېچلې او پراخې تیورۍ خبرې کوي. له هر اړخه یې چې راونیسې نو «مثنوي هفتاد من کاغذ شود».
په دغو تیوریو کې یوه په زړه پورې تیوري «ګشتالت تیوري» (Gestalttheorie) ده. ګشتالت (Gestalt) یوه الماني کلمه ده چې د «شکل، بڼې، مجسم کېدلو» مانا ورکوي. په علومو او فلسفه کې د «شکل» موضوع یوه ډېره زړه موضوع ده. خو کله چې خبره د انسان د «ادراک قوې» ته راشي نو د دغې قوې د سپړلو او ځیرلو په اړه ګڼې ستونزې راولاړېږي: هغه کوم مکانیزمونه، کومې لارې چارې، دي چې موږ ته دا وړتیا راښندي چې په یو څه پوه شو؟ طبعا، حواس دلته خپل رول لوبوي. په حواسو کې پینځه له ډېر پخوا راهیسې پېژندل شوي دي: موږ یو څه وینو، یو څه اورو، یو څه بویوو، یو څه څکو او یو څه لمس کوو. خو د دې تر څنګ یو لړ داسې ښکارندې (پدیدې) شته چې موږ یې درک کولای شو خو په یو حس پورې یې نه شو تړلای. په وجود کې څړیکه، هغه جسمي ناارامي چې له یو رواني حالت څخه پیدا کېږي، خوند او داسې نور د هغو ښکارندو بېلګې دي چې موږ یې «درک» کوو خو په پینځګونو حسونو کې یو هم په کې دخیل نه ښکاري. ارواپوهان دغه ډول ادراک ته «غیر حسي ادراک» وایي. ځینې یې کینېستېسیا (Kinestesthesia) – د حرکت او موقف ادراک – بولي. خو دا هم د ادراک د ټولو ډولونو د توصیف له پاره کافي نه ده.
له شپاړسمې زېږدي پېړۍ را په دې خوا چې تجربي علومو وده وکړه، داسې فکر کېده چې انسان هرڅه تحلیلوي بیا پرې پوهېږي. علمي میتودولوژي هم پر همدې فرضیې جوړه شوه : کله چې یوه موضوع څېړل کېږي نو لومړی په وړو مجموعو وېشل کېږي. په دې ډول د موضوع د هرې برخې د پېچلتیا کچه راټیټېږي او پر موضوع باندې څېړنه اسانېږي.
خو په نولسمه پېړۍ کې د ارواپوهنې ځینو مسایلو یو شمېر پوهان دې ته وهڅول چې د «تحلیل» پر اصل شک وکړي. د دوی په اند، ادراک داسې څه دي چې پر یو ځای، په ټولیزډول او په آني توګه انسان ته پیدا کېږي یانې د دې پرځای چې هر څه د هغه په اجزاوو ووېشو، ټول هممهاله زموږ شعور ته لارمومي. دا نظر جرمني څېړونکي ماکس ورتهایمر (Max Wertheimer) په ۱۹۱۲ کال کې د یو علمي مبحث په توګه مطرح کړ.
د ګشتالت تیوري پر څو بنسټونو ولاړه ده:
۱ – تمامیت (Principle of Totality) : د شعور تجربه باید په مجموع کې په نظر کې ونیول شي ځکه چې فکر ټول اجزا د یو «سیستم» د برخو په توګه مني او د ټولو برخو ترمنځ ارتباطات په ډاینامیک یا خوزنده ډول سره تړي. د بېلګې په توګه یوه انساني څېره د سترګو، پوزې، خولې، غوږونو، تندي، زنې او اننګیو مجموعه نه ده، ځکه که د دغو ټولو عناصرو ترمنځ تناسب او اړیکي په نظر کې و نه نیول شي نو هېڅکله به دغه څېره یوه انساني څېره نه شي. له همدې کبله د ګشتالت تیوري یوه اساسي مقوله وایي چې «ټول» د اجزاوو تر مجموعې زیات وي. همدا مفهوم که په بل ډول بیان شي، دا ښیي چې هېڅ ادراک په مجرد ډول نه رامنځ ته کېږي، بلکې له اره یو جوړښت ورسره مل وي.
د تمامیت د اصل یوه پایله دا ده چې د ګشتالت پلویان وایي چې د څېړنې د پیل ټکی باید عیني تجربه وي نه حسي مشاهده. یانې مخکې له دې چې د یو حقیقت پر حسي مشاهدو بحث وشي، لازمه ده چې د همدغه حقیقت څرګندوونکې عینې تجربې وکتل شي. د خبرې د روښانتیا په موخه یو ډېر بدیهي مثال را اخلم: موږ وینو چې اسمان شین دی خو په اسمان کې داسې څه نه شته چې شین رنګ ولري. د ځمکې له اتموسفیر څخه د لمر دوړانګو تېرېدل هغه عیني تجربه ده چې موږ د اسمان د رنګ واقعیت ته رسوي.
همدا راز د ګشتالت پلویان د لابراتواري تجربو په نسبت ریښتینو طبیعي تجربو ته ترجیح ورکوي : لابراتواري تجربې دې ته لار هواره کړه چې د دروغو د کشف ماشینونه جوړ شي. دا ډول ماشینونه چې د زړه درزا، د وینې فشار او یو څو نور فیزیکي علایم ثبتوي او بیا ترې نتیجه اخلي چې تر پوښتنې لاندې کس دروغ وایي که ریښتیا خصوصاً د امریکا عدلي سیستم ډېر کارولي دي او په زرګونو ځله یې د استعمال پایله عدلي اشتباهات وو. د یو تن د څرګندونو د دروغ او ريښتیا مالومول د ګشتالت له نظره هغه وخت شوني دي چې موږ دغه کس په ریښتیني ژوند کې و ځیرو او دا څرګندونې یې د عیني تجربو په رڼا کې و ارزوو.
۲ – اروایي یورنګي (Principle of Psychological Isomorphism) : هره شعوري تجربه په ذهني فعالیت کې خپل مماثل لري. په بل عبارت، هغه روابط چې په واقعي نړۍ کې شته، هغو ته په «جوړښت کې ورته» روابط د واقعي نړۍ په ادراک کې هم شته او په اروایي فعالیتونو کې هم شته.
۳ – ادراک د انځور او د پردې تر منځ بېلتون ته وایي.
 
دا انځور د «روبین لوښی» نومېږي. انځور یو لوښی دی او شاوخوا یې د انځور پرده ده. خو که په بل نظر ورته وګورو نو کېدای شي چې انځور دوه مخامخ څېرې وي او پرده یې هغه تشه فضا وي چې د لوښي بڼه لري.
۴ – د شکلونو جوړښت یوه تصادفي عملیه نه ده بلکې پر یو لړ طبیعي قانونونو ولاړ دی. دا طبیعي قانونونه ځان په خپله پر شعور مني:
-    ښه شکل : کله چې موږ د ټکو یوه مجموعه ووینو نو لومړی ټکي سره بېل بېل نه وینو، یو شکل ورکوو چې هم ساده وي، هم تناظر ولري او هم ثابت وي یانې یو «ښه شکل» وي.
په لاندې انځور کې انځورګر یوازې تور ټکي د تابلو پر مخ جوړ کړي دي چې په خپلو کې سره هېڅ ارتباط نه لري، خو د دغو ټکو مجموعه بیا خپل شکل غوره کوي:
 
-    تړلتیا : کله چې موږ یو شمېر ټکي وینو نو لومړی تمایل مو داوي چې دا ټکي سره تړلي ووینو. په اسمان کې د ستورو مجموعې چې خلکو نومونه هم ورکړي دي لکه «کټ» یا «د دلدل لار» موږ ته د سره تړلو کرښو په بڼه راښکاري.
-    نېږدې والی : موږ په طبیعي ډول هغه ټکي سره یو ځای کوو چې سره نېږدې وي.
 
په «الف» کې شپږ عمودي لړونه وینو، په «ج» کې شپږ افقي لړونه راته ښکاري او په «ب» کې په یوه مربع کې په مساوي توګه وېشل شوي ټکي تشخیصوو. په دې انځور کې شپږدېرش ټکي ، شپږ شپږ سره کتار شوي دي خو کله چې ورته وګورو نو ذهن ته مو د شپږ دېرش ټکو مفهوم نه راځي.
-    ورته والی : که د ټکو تر منځ واټن دومره ډېر وي چې سره تړل یې ستونزمن شي نو بیا هڅه کوو هغه ټکي سره وتړو چې یو له بل سره ډېر ورته والی ولري.
 
په دې انځور کې تور ټکي یوه مجموعه جوړوي او سپین ټکي یوه بله مجموعه جوړوي یانې د ادراک په پروسه کې «ګرد» له «ګرد» سره نه تړل کېږي بلکې «ګرد-تور» له «ګرد-تور» او «ګرد-سپین» له «ګرد-سپین» سره تړل کېږي.
-    حدود : د یوه شي درک کول په دې مانا دي چې موږ د هغه شي حدود مشخص کړای شو.
 
په دې انځور کې که څه هم نه دایره پور رسم شوې ده او نه مستطیل خو موږ د دواړو «شیانو» حدود سره بېلوو او بېل بېل هویت یې منو.
-    ګډ برخلیک : کله چې موږ خوزنده شیان په نظر کې نیسو نو لومړی سره هغه شیان «تړو» چې په یو لوري روان وي. که پر سړک ګرزو نو هغه موټر چې له ښي خوا کیڼې ته ځي له هغو موټرو هم بېلوو چې له کیڼې خوا ښۍ خوا ته روان دي او له هغو یې هم بېلوو چې د سړک پر غاړه پارک شوي دي. که په پارک شوو موټرو کې یو یا څو داسې وي چې د عمومي جریان خنډ کېږي هغه بېل ګڼو.
د ګشتالت اصول او قانونونه هنر کې، په تېره بیا په نقاشۍ کې، په پراخه پیمانه د نویو، غیر منتظره تاثرونو د پیداکولو له پاره استخدام شوي دي.
کله چې شکل ځان پر ذهن ومانه نو بیا ذهن دې ته ډېره لېوالتیا نه ساتي چې په طبیعي ډول د جزییاتو پسې وګرزي:
 
په دې انځور کې موږ یو سپین ږیری سړی وینو چې دسمال یې پرغاړه دی او لاس یې پرسینه ایښی دی خو که ورته ځیر شو نو د نورو په زړه پورې جزییاتو تر څنګ به ووینو چې د سړي لاس په حقیقت کې یو پروت سپی دی او غوږ او ګرېوان یې د پراخ کمیس والا یوه مېرمن ده، په داسې حال کې چې پوزه او ږیره یې یو ولاړ بوډا دی او تنه یې په باران وهلي سړک د رڼا انعکاس.
 
پورتنی انځور په لومړي سر کې د ساکسوفون یو غږوونکی راښیي خو که لږ ورته ځیر شو، د کاغذ سپین والی مو د یوې ښځې انځور سترګو ته دروي.
همدا د ګشتالت مفهوم د سپین ږیري بابا «دغه» ته هم غځول کېږي. دا چې ولې افغان فکر دا ډول جوړښت په اسانه مني خو فرانسوي فکر یې منلو ته نه دی چمتو، علت یې دا دی چې «بڼه» یا «شکل» زموږ د ذهني جوړښتونو په چوکاټ کې ځای نیسي. دا چوکاټ مطلق فطري چوکاټ نه دی چې د ټولو انسانانو سره شریک وي، فرهنګي اړخ هم لري : افغانان ډېری وختونه په یو عام تصور بسنه کوي او نور پرې سر نه خوږوي. موږ چې «دغه» وویل او دې نتیجې ته ورسېدو چې مخاطب مطلب واخیست نو بیا د «دغه» د مشخصولو ضرورت نه احساسوو.
    
ښي لاس ته په کابل کې د «شام پاریس» په نامه د ودونو د یو مشهور سالون مخې ته د فرانسې د ایفل د برج یوه کاپي ده چې افغان هنرمند یا «استاکار» جوړه کړې ده او کیڼ لاس ته په پاریس کې د ایفل د اصلي برج یو انځور دی. دا دواړه انځورونه څومره سره ورته دي؟ خو د افغان ذهن له پاره همدومره کافي ده چې یوه فلزي ستن چې پر څلورو پښو ولاړه وي او سر یې تر بېخه نری وي چې پاریس ورته تداعي کړي. د مشاهدې د دقت نشتوالی په کابل کې کتونکو ته د پاریس او رڼاګانو د ښار د انځور د تداعي له پاره هېڅ ستونزه نه پیدا کوي، یا په بل عبارت «افغان کتونکی دغه کاپي د ایفل په برج مني» خو طبعاً که دواړه انځورونه سره څنګ په څنګ وښوول شي نو د کاپي کوونکي د مشاهدې د دقت کمزوري په کې له ورایه ښکاري.
دا ستونزه ، خوښه مو که ځانګړتیا یې بولـﺊ، زموږ په ادبیاتو کې خورا ډېره لیدل کېږي. زموږ شاعران او لیکوالان چې د مفهوم د رسولو له پاره څو توکي سره راټول کړي بیا په دې پسې نه ګرزي چې هره کلمه په خپل ځای او خپله دقیقه مانا کارول شوې که نه او دا هم ورته اهمیت نه لري چې وګوري چې جمله له ګرامري لحاظه روغه ده که ګوډه.
د کوم بې تجربې لیکوال په بیړه سره پېیل شوې لیکنه به له کوم ویبسایټه نه را اخلم، د افغانستان د حکومت یوه خپرونه به راواخلم چې په ښکاره یې د لیکلو طرز او ادبي کیفیت ته له معمول ډېره توجه شوې ده. یو پاراګراف ترې کټ مټ رانقلوم:«په دې رساله کې د سولې د ملي مشورتي جرګې د بهیر، موخو، د غړو د شمېر، د کار د سیستم، لوژیستیکي خدمتونو او د دې جرګې د اجندا په اړوندو بحثونو کې د جرګې د محترمو غړو د ګډون په باب بشپړ توضیحات راغلي دي. پر دې سربېره د هېواد د تاریخ په اوږدو کې د جرګو د جوړېدو د لرغونتیا په اړه په زړه پورې معلومات ځای شوي دي.»
پرته له شکه چې په دې متن کې هم د ژبې معیار ته پوره پام شوی دی، هم یې د لیکلو طرز د ستاینې وړ دی او هم یې په وضاحت کې د ګوتې ایښودو ډېر ځای نه شته. هر لوستونکی یې چې لولي، پوره مطلب ترې اخلي او په لومړي نظر به په کې هېڅ ستونزه و نه ویني. خو :
-    په رساله کې د یو څه په باره کې بشپړ توضیحات راغلي. دا څه، څه دي؟ د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړېدو بهیر، د همدې جرګې موخې، د هغو کسانو شمېر چې د جرګې غړي دي، د جرګې د کار سیستم. تر دې ځایه هر څه تقریباْ سم دي. ورپسې «لوژیستیکي خدمتونه» راځي. د جرګې لوژیستیکي خدمتونه باید هغه لوژیستیکي خدمتونه وي چې جرګه یې کوي. خو دلته مقصد هغه خدمتونه دي چې جرګې ته کېږي. بیا «د دې جرګې د اجندا په اړوندو بحثونو کې د جرګې د محترمو غړو ګډون» یادېږي. د «اجندا اړوند بحثونه» باید هغه بحثونه وي چې موضوع یې «د جرګې اجندا» ده. دا خبرې خو د جرګې تر جوړېدو مخکې شوې دي نو بیا به دا بحثونه هغه بحثونه وي چې د جرګې په اجندا کې ورته ځای ورکړ شوی دی. په دې حساب د متن په دې جمله کې کم له کمه دوه داسې ټکي راغلي چې «شکل» یې له «محتوا» سره نه جوړېږي.
-    د جرګې د جوړېدو بهیر څه ته وایي؟ که بهیر ته یو مناسب مترادف ولټوو نو شاید چې په دې ځای کې «جریان» غوره انتخاب وي. «د جرګې د جوړېدو بهیر» به بیا ټولې هغه پېښې وي چې د جرګې تر جوړېدو مخکې، د جرګې د جوړېدو له پاره ترسره کېږي. دلته دوه پوښتنې راولاړېږي چې ځواب یې باید ولټول شي: آیا «بهیر» د «جریان» په مانا کارول کېدای شي؟ آیا په رساله کې مقصد همدغه زماني واټن دی چې د لیکلو له وخته د جرګې د جوړېدلو تر شېبې پورې رسي او که هغه وخت هم په کې شامل دی چې جرګه جوړه وي او بحثونه روان وي؟ بیا هم د «بهیر» کارونه څومره سمه ده؟
-    د نقل شوي پاراګراف دویمه جمله، چې اصولاْ باید مستقله وي، وایي چې «د جرګو د جوړېدو د لرغونتیا په اړه په زړه پورې معلومات» چېرته ځای شوي دي. د «چېرته» ځواب که په همدې جمله کې و لټوو نو را څرګنده به شي چې دغه معلومات « د هېواد د تاریخ په اوږدو کې» ځای شوي دي. جوته ده چې د لیکوال مقصد دا نه و، دا ویل یې غوښتل چې معلومات په رساله کې ځای شوي دي او دا معلومات له یو «زماني ظرف» سره ارتباط لري چې هغه «د هېواد د تاریخ اوږده» دي.
که د ګشتالت له مفهومه زېږېدلیو دغو نازکیو ته پام و نه کړو نو زموږ خپل لوستونکي او اورېدونکي خو به زموږ په خبره پوه شي مګر زموږ ادبیات به هېڅکله د دې جوګه نه شي چې زموږ له جوسه لږ وراخوا هم ورته څوک د ادبیاتو په سترګه وګوري.
برعکس که موږ د ګشتالت تخنیکونه په خپلو ادبیاتو کې په دقت سره وکاروو، زموږ ادبیات به د بډاینې پرلور ستر ګامونه واخلي.
ډېر ځله د یو څه نه یادول په خپله د هغه څه د تداعي له پاره تر ټولو اغیزمنه وسیله ده. د بېلګې په توګه دا صحنه:
«دواړه لاسونه یې په شلېدلو پلاستیکي څپلیو پوښلي وو. د سیند غاړې ته، پر یخ وهلي سړک، په سینه داسې ښویېده لکه له اوبو راوتلی کب چې پړتکې وهي.»
په دې صحنه کې هېڅ داسې عنصر نه شته چې د کرکټر د پښو حالت انځور کړي، خو هر لوستونکی پوهېږي چې شل دی.
زموږ ښو لیکوالانو او شاعرانو په طبیعي ډول دا تخنیک کارولی دی. پیر محمد کاروان وایي:
مرغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري، کلی مو چنار نه لري

دلته شاعر دا نه دي ویلي چې زموږ لپې د دعا له پاره پورته شوې دي، دا یې هم نه دي ویلي چې زموږ دغه دعاوې له څه مودې راهیسې بې اجابته پاتې دي. د هېواد تېر ناورینونه یې هم نه دي یاد کړي چې په غرونو کې یې راته نښتر لوګی کړل او په کلو کې یې راته چنارونه وچ کړل. شاعر دا هم نه دي ویلي چې جنګونو له موږ څه واخیستل. شاعر یوه صحنه انځوروي : غرونه لغړ دي، کلي بې ونو دي، مرغان د ځالې جوړولو له پاره ځای نه مومي او زموږ لاس په دعا پورته دي. نور ټول هغه مفاهیم چې موږ یې د دې صحنې شاته مومو، د ګشتالت له برکته یې مومو.
لکه څرنګه چې د لوږې د رفع کولو له پاره دا لازمه نه ده چې سړی دې د «خوړل» فعل ګرامري ځانګړتیاوې و پېژني، همدغه شان د عملي فعالیتونو د ښې اجرا له پاره د دغو فعالیتونو پر تیوریکو بنسټونو حاکمیت ته اړتیا نه شته خو که وغواړو چې په دې لار کې پرمختګ وکړو نو لازمه ده چې یوازې د کار ښې اجرا ته و نه ګورو، دا هم په نظر کې ونیسو چې څه وشول چې کار ښه اجرا شو یانې تیوري یې باید پیدا کړو. که زموږ ځوان لیکوالان په علمي تیوریو کې کله نا کله د کرواړې کولو زحمت پر ځان ومني، پرته له شکه چې نوې، پراخې او له ښکلاوو ډکې لارې به پرانیزي.