د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوې غزل

عارف تبسم 12.08.2011 21:15

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خزان راګرم کړم،که سپرلے ونيسم
ګل ته ورلاس کړم خوازغے ونيسم

يوبل ښايست مي مخ ته راغلو خدايه
څنګه سينه کي خپل زړګے ونيسم

هسي نۀ زما دننه مار پيدا سي
که زۀ په خوله کي پټ غمے ونيسم

سرترپښو ټول وجود مي زنګ زنګ سي
زۀ چي په مټي کي پاولے ونيسم

زۀ په پرېدي جنګ کي کښېوتے يمه
سر په امان کړم که پټکے ونيسم

سیلاب اخيستے دے ټول کلے په سر
د چا کيږدۍ ، د چا منګے ونيسم

سهارته کور مي له مارانو ډک وي
زۀ خو په خوب کي تور پیکے ونيسم

نه وځي ګونجي تبسمه د ژوند
زۀ که هر څومره ورين تندے ونيسم