د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکادې خپله له پاکستان سره سپينه کړي

حبيب الله غمخور 12.08.2011 05:17

دوهمه برخه

بايد امريکا خپل ټول جگړه ايز فعاليت دپاکستان خاوري ته وغوځوي اويادې له پاکستان څخه په کلکه وغواړي چي دافغانستان په خاوره افغان وژنې ته دپاې ټکي کښېږدي .

زماليکنه اوخبرې ددې معنانلري چي گويازه دددولت له مخالفيوترمنځ دسولي اوجوړجاړي دخبروسره مخالفت لرم ،داسي نه ده خوزه پدې ډير ښه پوهېږم چي پاکستاني جنرالان دطالب ،حزب اسلامي اوحقاني دډلوپه نامه په افغانستان کي افغان وژنې ته ملاتړلې اوهره ورځ يادطالب په نامه اويادبهرنيو پوځي ځواکونوپه نامه تر څلوېښتو زيات افغانا ن خپل خوږ ژوند لاسه ورکوي .زه پدې هم پوهېږم تر څوچي پاکستاني جنرالان گونډه نسي اوپه دوې داونه منل سي چي ددولت مخالفين خبروته کښېنوي ،ددولت دمخالفينوپه نامه به هيڅوک ددولت اونړيوالي ټولنې سره خبروته حاضر نسي اوپه دې هم پوهېږم چي امريکا اوافغانستان په پوځی اوسياسي ستونزوکي راښکېل هيوادونه ترهر افغان پدې ښه پوهېږي اوددغو هيوادودڅارادارې معلومات ورکوي چي دمسلې دحل کلي له پاکستاني چارواکوسره ده.پدې خاطرکه څوک په افغانستان کي سوله ،ثبات او افغان ولس ته ارام ژوند غواړي پاکستاني جنرالان اوکرنيلان دزرداري په گډون  دي پدې متعهدکړي اودادې په ومني چي نور نه يوازي دافغانانو بلکې دافغانانو څخه ددفاع په نامه دنړئ تر پنځوسوزياتو هيوادودعادي وگړواوهغوچي په افغانستان کي دسولي اوبياجوړونې په کارونومصروف دي  له وژلواوکړولونه  لاس واخلي ، کنه ددوي سره بايدپه اسلام آبادکي سپېنه شي .

پردې ټولوخبرو سربېره ټوله نړۍ پدې خبره ده دامريکاجگپوړي چارواکي  دولسمشر تر کچې دناټو جنرالان اومشرتابه داروپايي ټولنې مشران اوپه نړۍ کښي نورې اړونده ادارې اوشخصيتونه دامنې اوپه خپلو څرگندونوکي دې ټکي ته گوته نيسي چي دټولوناخوالو اساسي لامل پاکستان دی اوپاکستاني چارواکي دنړيوالې ټولنې او امريکاسره صداقت نلري  خوبياهم امريکااوناټوسازمان دمسلې داساسي حل چي هغه له پاکستانی چاروالواوجنرالانوسره ياپه بله خبره دپاکستان دملکي اوپوځی حکومتونو سره دخبري سپيناوی دي يوې بلې خواته لاره کږوي ،خلک وايي چي دوي خلک گمراه کوي اوجگړه اوږدوي داچي دڅه لپاره تراوسه کره اسنادنشته ولې دخلکودغه سوال چي ټول مني ددلت مخالفين له کومه راځي خوبياپه عمل کښي کوم پرېکړنده کارنه کوي  .

دبېلگې په توگه :

تېره اونۍ رایان کراکر وویل : پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لرلی شي، همدا ده چې امریکا او افغانستان هم له پاکستانه د همکارۍ همدا تمه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن  دجون پر ۲۷ وویل، پاکستان باید ثابته کړي چې دجګړې پای ته رسول غواړي او وښيي چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو د ځالو او له هغه ځایه د افغانستان په خاوره کې د حملو مخه نیسي.

همدارازګراسمن په کابل کې درې اړخیزو خبرو ته په اشارې  سره وویل چې دا به فرصت رامنځته کړي چې پاکستاني چارواکو ته په زغرده دا پیغام ورکړو چې د سولې په راوستلو کې د دوی برخه دا ده چې په خپله خاوره کې د یاغیانو او هغو کسانو د پټنځایونو ملاتړ بس کړي چې په افغانستان کې پر افغانانو او نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي.

ښاغلي ګراسمن دا هم وویل((موږ دلته سپینې خبرې کوو، موږ د پاکستان له حکومته غواړو د پخلاینې په پروسه کې مثبته برخه واخلي.د پاکستان په وړاندې مهم انتخابانونه پراته دي .))

دامريکا لوي دستريزمايک مولن دجون پر ۱۶ په ډاگه وويل چي پاکستان دالقاعده مرکز دى او دالقاعده ټول فعاليتونه له همدې ځايه کېږي ،ځکه چې مرکزونه يې همدلته دي .ده زياته کړه موږ له پاکستان سره په خبروکې يو،چې په ترڅ کې به يې په حقاني شبکې کړۍ راتنګه کړواو ترخپله وسه به يې فعاليتونه ودروو،ځکه چې په افغانستان کې افغان او ناټو ځواکونو ته تر ټولو لوى خطر همدغه دحقاني ډله ده .

دامریکا دمتحده ایالاتو دوو لوړپوړو پوځي قوماندانانو په یوه خوله دا خبره کړې ده چې پاکستاني چارواکو ته ملا محمد عمر معلوم دی خو په خلاف یې هیڅ ډول ګام نه اوچتوي . دغو دواړو پوځي قوماندانانو سناته ویلي چې پاکستان دحقاني دنیټ ورک دمخکښو او همداراز په پاکستان کې دملا محمد عمر په خلاف دامریکا غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي . امریکا يي قوماندان ایډ مرل ویلیم میک ری ون وايي چې ملا محمد عمر په پاکستان کې دی . 30.06.2011 خبريال ويب پاڼه

دجون پر ۲۹ په کابل کې د پاکستان سفیرمحمد صادق بي بي سي ته وویل چې د افغانستان د مسلې د سیاسي حل لپاره له طالبانو سره خبرې خورا اهمیت لري . خوددې ټکې په پوهېدوسره هغوي ته له افغان چارواکواويابل کوم دريم گړي هيوادسره دسوله ايزو خبرودپيل حق او اجازه نه ورکوي .

دروان  ل کال دسرطان پر دوهمه  د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیليري کلېنټن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، چې د اوباما اداره هڅه کوي چې له پاکستاني چارواکو سره په روان سیاسي حالت کې ګډ کار ته دوام ورکړي څو په سیمه کې خپلو اهدافو ته ورسېږي .

 دې که څه هم پاکستان له تروریزم سره په جګړې کې د امریکا مهم شریک وباله، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې که دا هېواد د افراطي ډلو د ځپلو په برخه کې خپلې ژمنې عملي نه کړي نو امریکا به خپلې پوځي مرستې ورباندې بندې کړي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، واشنګټن له دې چې د پاکستان په خبرو او عمل کې کله ناکله توپیر لیدل کېږي، لاهم اندېښنه لري او دا د دې باعث کېدای شي چې امریکا له دې هېواد سره د میلیاردونو ډالرو کلنۍ مرستې بندې کړي. دې زیاته کړه، څو چې پاکستان لازم اقدامات ونه کړي واشنګټن نشي کولای دې مرستو ته دوام ورکړي. دې د اقداماتو یادونه ونه کړه خو ویې ویل، هغه وخت راغلی چې واشنګټن او اسلام اباد دا خبره یقیني کړي چې د دواړو لاره یوه ده .BBC

دغه نږدې څوورځې وړاندي دکندهار دامنې قوماندان جنرال عبدالرزاق اڅکزي وایي چې له کندهاره د یوه ساعت موټر لارې په فاصله کې د پاکستان دننه د چمن ښار کې د ترورستانو مرکزونه دي او هلته روزل کیږي او له هغه ځایه دوی کندهار ته د بریدونو لپاره راستول کیږي.

جنرال اڅکزي د چین له مرکزي تلویزیون ( سي سي ټي وي) سره په مرکه کې وویل : « که اوس ته روان شې په یوه ساعت کې د پاکستان د چمن ښار ته رسیږي، هلته د طالبانو یا ترورستانو یا د لشکر طیبه مرکزونه دي، هغوی هلته سل نه دي دوه سوه نه دي په سلګونو دي»18.05.1390 ازادي رډيوويب پاڼه

پردې علاوه  د امریکا لوی درستیز مایک مولن، په بروکسل کې دخپل نا اعلان سوی سفرپه وخت کي د ناټو تلویزیون ته وویل:«پاکستان لا هم د ګڼو تروریستي ډلوکوربه دی، د لشکر طیبه او حقاني شبکې په شان ډېرې ترهګرې ډلې پکې اوسي او هغوی چې په ښکاره په کوټه کې مېشت دي د دې لپاره ساتل کېږي چې د افغانستان حکومت به پرې پرزوي.» 08.07.2011تاند

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن تردرې اړخيزه خبرو وروسته داگست پر دريمه يوځل بياپه اسلام اباد کې وويل، پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې مهم رول لري.دده په وينا د افغانستان ګاونډيان، په تېره هغه چې دیوال په دېوال دي د سولې بهير په برياليتوب کې مهم رول لوبولی شي. ګرامسن وویل، پاکستان نه یواځې دا چې د افغانستان په مشري د سولي په مساله کې مرسته کولي شي، بلکې په اوږد مهال کې د سیمې له اقتصاد سره کیدای شي، موثریت ولري . د ګروسمن زياته کړه ،پاکستان کولی شي، د طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې خبرو اترو ته کیني .د پاکستان اردو او استخباراتي شبکه له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري او ډېر شمېر سیاسي کتونکي په دې باور دي، چې پاکستان لا هم د طالبانو له مشرانو سره اړیکه لري .

مگرکله چي دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت مرستيال  په پاکستان  کي تردرې اخيزو خرو وروستهداخبره پر خوله راوړل  چي که پاکستان وغواړي سوله راسي اوله مخالفينوسره خبری  پيل اوبريالي سرته ورسېږي داکارشونی دی ،داټول دپاکستانني چارواکوپه واک کښي دي .

د۱۳۹۰کال داسدپر ۱۶ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  وياند وایي  : ((د پاکستان اسلامي جمهوریت کولای شي د افغانستان دولت او د طالبانو د مشرانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو او د مستقیمو خبرو اترو فرصت برابر کړي او موږ هیله مند یو، چې دغه کار له دې وروسته په عملي ډګر کې ثابت شي. ))گران افغانستان ويب  پاڼه

دښاغلي لودين پر خبرواودمسلې په اړونددافغانانوداندونواونظرياتوپه وړاندي دنړيوالوشک راپيدا کېدوپه موخه دادی سمدواره  دنيويارک ټايمزپه ورځپاڼه کي يومضمون نشرته سپارل کيږي اوداڅرگنده وي چې گويا طالبان خپلواک دی دوي که وغواړي کولاي سي  له يوچاسره خبري وکړې .خودائي هيره ده چي دوې درې مياشتي وړاندي همدې پاکستاني چارواکوداپه ډاگه وويل دافغان دولت دمخالفينونه له هرچاسره خبري زموږ له گډون او خوښې نه پرته ناکامي اوبې گټې دي .

ددې څرگندونوسره دادی په ډله ايزورسنيوکي دپاکستاني چارواکوپه گټه داتبلېغاتي الوبه راپيل سوه چي نيويارک ټايمز پرې تبصره کړې .

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپله وروستۍ  ګڼه کې په دې باب چې د طالبانو له لوري داسي اشارې ورکول کېږي چې دخبرو له لارې د شخړې حل کولو ته د دوی لېوالتیا ښيي  د ځینو افغان چارواکو د شکونو یادونه کړې چې وايي تر څو چې پاکستان طالبانو ته د خبرو اجازه نه وي ورکړې، طالبان به خبرې ونه کړي . 

نیویارک ټایمز لیکلي، څو تنو لوېدیځو مقاماتو ویلي چې د طالبانو له لوري داسي اشارې او زیګنالونه ورکول کېږي چې د خبرو له لارې د شخړې حل ته د دوی دلچسپي ښيي. سره له دې چې ځینو طالبانو د افغانستان له حکومت او د ناټو له مقاماتو سره څو ځلي کتلي، خو دوی ټینګار کوي چې تر هر ډول جدي خبرو مخکې باید لومړی د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په وروستیو کې په دوو پیغامونو کې ویل شوي چې طالبان مخکې تر دې چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي غواړي چې خبرې وکړي.دوی اوس نسبت پخوا ته لږ پارونکي څرګندونې کوي .

په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازی سټېفن دیمیستورا هم وايي چې د دوی په ښکاره دریځ کې تغییر لیدل کېږي .

دوی هغه  اعلامې ته اشاره کوي چي دطالبانوپه ويب پاڼه کي د جنورۍ په اته ویشتمه خپره شوې وه.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ویبپاڼه کې خپره شوې اعلامیه تایید کړه خو ویې ویل چې هغه د طالبانو د رسمي دریځ ښکارندويه نه ده .

د طالبانو په اعلامیه کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو د لارو د بیانېدو په پای کې ویل شوي چې امریکایان او ټول یرغلګر پوځیان باید له افغانستانه د وتلو هڅه له طالبانو سره په تفاهم کې وکړي .

خونیویارک ټایمز د ځینو افغان چارواکو له قوله داهم لیکي چې هغوی د طالبانو پر څرګندونو شک لري او وايي تر څو چې پاکستان اجازه نه وي ورکړې طالبان خبرې نه شي کولی. تاند . 08.04.2011

ډيره جالبه دغه اعلاميه چي اوس ترېنه يادونه کيږي ددوي په وينادروان کال دجنوري په پياشت کي خپره سوې ،ولي اوس  پسله اوو مياشتوپري تبصره کيږي .سوال دادی چي پردغه اعلاميه هغه وخت ولي داډول تبصېرې نه کېدلې اودااعلاميه ئي دطالبانودحسنيت بېلگه نه بلل کېدل ؟دبلې خوادطالبانودهغې اعلاميې دمتن دپلې کېدو څرک چانه دی ليدلی اوبل خپله داچې زبيح الله مجاهد وايي چي دا اعلاميه ددطالبانودنظرښکارندويه نده .نوکه مجاهد دطالبانو وياندوي هغه خوئي نه مني ،مگرنيويارک ټايمز اوس له خوبه رابيدارسواوپردې غيررسمی اعلاميه داسي اميدوارونکې تبصره ليکې ته به وايي هرڅه سم دي يوازي ږغ ته منتظردي .خوداسي نه ده .موږله امريکايي ډله ايزورسنيو هم داغوښتنه لرو چي دافغان ولس اونړيوالوذهنيت له مسلې بلې خواته وانه ړوي په خپلو نشراتوکي که دخپل هيوادگټې ساتي نودافغان ولس وگټواودژوندسوارزښتونوته هم لږ پام وکړي .

ددې مقالې خپرېدل پداسي حال کښي چي افغانان  دمسلې حل په پاکستان پوري مربوط بولي يوازي دپاکستاني چارواکوپه گټه اودافغان ولس دارادې پر خلاف څرگندونومعنالري بله کومه گټه نلري .

اسوشېتدپرس د یو جګپوړي امریکايي مقام له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکي، له افغانستانه په تېرو اوو، اتو کلونوکې هېڅ راز تروریستي ګواښ نه دی لیدل شوی، خو په دې موده کې او له هغه مخکې ټول ګواښونه له پاکستانه راغلي دي . ازادي راډيو ويب پاڼه

زموږ له نظر دنيويارک ټايمز ورځپاڼي ليکنه دافغانستان اودافغانستان دمسلې دحل په هکله دقيقه نه ده اونه هم داډول بهانې جوړول پسله هغه چي دافغانستان دبهرنيو وزارت مرستيال داگست پر دريمه په پاکستان کي تر درې اړخيزو خبرو وروسته خبريالانوته وويل چي هر څه  دپاکستان په لاس کي  دي ،داډول مقالې اوليکنې زموږ پام بلې خواته نسي اړولاي سي .امريکا نه  بايد دافغان ولس دسرپه قيمت دجگړې پروسه دطالبانوسره دخبرو اوکله دطالبانو دځپلوپه بهانه اوږده اودوامداره وساتي .

دادی نن  داگست پر ۱۰په تاند ويب پاڼه کي يوبل جالب خبرچي ديوې بلې افغان امريکادلوبې زيری ورکوي راڅرگندسو.په خبرکي راغلي :د بریتانیا ډیلي ټلګراف او د امریکا هیرالد تریبیون ورځپاڼو راپور ورکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ پټې خبرې د افغانستان د حکومت له لوري ناکامې شوي اوپه ټپه درېدلي دي.

ډیلي ټلګراف لیکلي چې د امریکا او طالبانو خبرې له دې کبله له ناکامۍ سره مخامخ شوې چې د افغانستان حکومت د هغو په باب مالومات ترلاسه اوهغه ئي بيا افشا  کړي.

هیرالد تریبیبون امریکايي ورځپاڼې هم د ځینو مقاماتو په قول، چې نومونه یې نه دي یاد شوي، لیکلي چې د امریکا او طالبانو پټې خبرې، چې څو میاشتې پخوا پیل شوې وې، وروسته له دې له ناکامۍ سره مخامخ شوې چې د افغانستان حکومت په خبرو کې د طالبانو د استازي سید طیب اغا نوم افشا کړ. سید طیب اغا له امریکایانو سره په قطر، دوبۍ او د جرمني په مونښن ښار کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د خاص استازي په منځګړتوب خبرې کړې وې. لوېدیځې رسنۍ وايي چې د افغانستان د حکومت له لوري د سید طیب اغا له افشا کېدو وروسته د امریکا او طالبانو خبرې یومخ په ټپه ودرېدلې.د ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان حکومت په دې په غوسه شوی و چې د دوی له اطلاع پرته دواړه لوري خبرې کوي. دطالبانوپه وړاندي دافغان دولت نظرچي دملي تلوزېون له لاري خپورسواوپه دغه تبصيره چي گوياطالبان پر خپله خبره ونه درېدل اوس هم هلته غلچکی بريدونه کوم چيري چي بهرنيان اوس نشته اوطالبان ئي ديوې بهرنی مليشې په نوم يادکړه .پد ډول تونده لهجه اوروښانه ټکودطالبانوپه وړاندي دافغان دولت دريزلومړی ځل څرگندېږي .داڅرگندونې ددې معنالري چي ممکن په رښتياسره افغان دولت پر اوښاغلی کرزی پر طالبانوپه غوسه سوی وي چي ولې ددوي له گډون نه پرته طالبان له امريکاويابل بهرني هيوادسره خبري کوي . ددولت دغه دريز دباختر اژانس په ويب پاڼه کي په دي ژبه لوستلاي سي چکه په پښتودغه اژانس چندان نشرات نلري اونه هم دپښتوسره علاقه لري .په درې ژبه ددې سند نوم دادی :

((افشای چهره واقعی گروه طالبان  2011.08.10)

دالوبه داوس لپاره پرېږدوبيابه ئي گوروراځودې خبرې ته چې موږ افغانان تراوسه دطالبانولخوادسولي خبروته ليوال تيا په عمل کښي نه وينو اوپدې باوريو چي پاکستاني جنرالانودطالب په نامه يوه وسله واله ډله جوړه کړېده چي ددوي په نامه خپلې دښمنۍ له افغان ولس سره ترسره کوي اودبلې خوا دامريکا اونړيوالي ټولنې څخه دترهگروپرخلاف دمبارزې په نامه بې حسابه مالي مرستې ترلاسه کوي ..

دجگړې دپاي ته رسېدوځاي پاکستان دي که په رښتياامريکا غواړي په افغانستان کي جگړه پاي ته ورسېږي له پاکستان سره دې سپېنه کړي  . بايد امريکا خپل ټول جگړه ايز فعاليت دپاکستان خاوري ته وغوځوي اويادې له پاکستان څخه په کلکه وغواړي چي دافغانستان په خاوره افغان وژنې ته دپاې ټکي کښېږدي .په افغانستان غونډاري ويشتل اوبې گناه انسان وژل دکرزی دمخالفينو ليکې نسي کمزوره کولاي  اونه هم پدې بڼه اوتاکتيک (ستراتېژی)زموږ خاوري ته امنيت راتلاي سي  .

امنيت اودوامداره سولي دراوستلواساسي لارداده چي پاکستان زموږ له خاوري اوخلکو لاس واخلي اوپه افغانستان داسي يوه سالمه اداره اوسلم مشروټاکل سي کوم چي کولاي سي اوددې علمي اوعملي صلاحيت ولري چي دافغانستان داتوفاني سوې کښتۍ تر ساحله  پوري وروسوي اودې ربړېدلي ولس ته دعادي ژوند امکانات برابرکړي .دهرې ورځې په تېريدوسره زموږدعامو خلکو نفرت دامريکا اوبهرنيانو په وړاندي راپارېږي داکار اوپدې ډول دشتون دوام نه يوازي ملي بلکې سيمه ايزه اونړيوال ناورين رازېږوي ،نه يوازي افغانستان اوسيمه به دنا امنۍ نه ونه ژغورل سي بلکي دغه ستونځه به ټولي نړۍ ته وغځېږي ؛داشونې ده چي دامريکادريمه جگړه به په پاکستان کي وي .

بلې دايوتريخ واقيعت  دی اوافغانان پرې پوهېږي چي پاکستان امريکاته تربل هر هيواد په سيمه کښي پدې خاطرنږدې دی چي دوي وايي موږ ته ئي ترهرچازيات خدمت کړی اودامريکا سيمه ايزي گټې ئي ساتلي دي . امريکادپاکستان څخه دافغان غيرتی ولس دسرپه قيمت پدي نامه چي وطن دي روس اشغال کړی دشوروي نظام دړنگېدو يوشمېر وسايل برابر کړه ،داروپاپه زړه کي دشوروي نظام په ړنگېدوسره دبرلين دېوال ونړېد.دبرلين ديوال په نړېدوسره امريکا پردې بريالی سول چي ټوله اروپادناټوسازمان چي دوارشادپوځی سازمان تر ړنگېدو وروسته يوازنۍ پوځی ځواک په توگه پاته سو وتړې اويائې داروپايي ټولنې داقتصادي ،سياسي گټواونفوذ ساتلوپه سيمه بدله کړي .

داهغه برياوه چي پاکستاني جنرالان پر خپلو پنجاپي برېتو لاس تيره وي او وايي داموږووچي دامريکا داسي برياليتوبونه په نصيب سول . خوله بده مرغه دغې موخې ته درسېدولاردافغان ولس پر سرونواو افغانستان دښکلي هيوادپت خرابواوکنډوالوتېره سوېده .حقيقت خودادی چي پاکستان امريکاته دچوپړ په خاطر ((۱۰۰۰ ))پنجاپيان قربان کړي نه دي ،ولې دشوروي امريکاپه جگړه کي چي دافغانستان په خاوره کي دپیل نه اودسړې جگړې په نامه په ۱۹۹۳ کال پايته ورسېدوپورې نږدې يو ميليون افغانانو خپل ژوند دلاسه ورکړاوياژوبل سول اوپنځه مېليونه افگانانخپلې مورنۍ خاوري اوټاټوبی پرېښودلوته اړيستل سول  . پايله داسول چي عادي خلک له هغه وخت نه تراوسه له لوږي ژوندله لاسه ورکوي اوپه اصطلاح دجهادي تنظمو رهبران ،جنگسالاراوپاټکسالارنه پوهېږي چي پسې چيري اوڅنگه سپيني کړي .

امريکاته اړينه ده چي پدې هکله هم جدي فکر وکړي چې تر کومه به کرزی دوسلې په زورپدې زورېدلي ملت منې .دافغان ولس دمنلوزغم کاسه نه دپاکستان په هڅوونه ددولت دمخالفينودحملو په پايله کي ډکه سوېده بلکې دافغا دولتي چارواکو ناخوالي اوظلمونود۱۹۹۴ په څير دپاکستان تبرته لاستۍ ورکړی اوداډارسته چي يوځل بياپه هيوادکي داسي ډلې دبولتي حاکميت رلاسه کړې چي  دخلکوزوړ کفن کښ هير سي .هغه وخت دشمالي ټلواله ددې لامي سوه چي عاموخلکو طالبانوته هرکلی ووايه داځل ئي گوروچې دکرزی دحاکميت دظلم اواستبدادپه پايله کي نوی طالبان رازېږي چي په کابل کي ناستي استازي ئي چي دامريکاپه پيسوپه وزير اکبرخان ماڼيو کي ژوندکوي دملت دغوښتنوپر خلاف ددولت په پيسو دپاکستان داستخباراتي شبکو نظريات دطالبانوپه نامه څرگندوي . کرزی صاحب ته دې ضعيف اوهغه غوندي نور مبارک وي خو پدي بايد پوه وي چي دالوبه دافغانه ولس دسرپه قيمت تمامېږي .دلته اسلام ،اسلاميت اوافغانيت يوازي دسوداگری په بڼه استعماليږي .

اوس ددې وخت رارسېدلی چي بايد امريکا دافغانستان اوپاکستان په منځ کښي خپل لوری وټاکي چي څوک دوست اوڅوک دښمن دی . پاي ومن الله التوفيق