د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې قراره شپه

جاوید احمدزی 11.08.2011 21:01

زما پر هېواد اور بل دی زه به څه خوب وکړم
نن ژوند راته پيغو ر دی زه به څه خوب وکړم
نازکې غوټۍ شولې هسې څانکو کې مړاوې
نه بورا او نه يې شور دی زه به څه خوب وکړم
د روه ښکلو به سپوږمۍ سره سيالۍ کولې
اوس يې د سوال ټکری خور دی زه به څه خوب وکړم