د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هيواد شمال او قومي ملیشې

احمدجان اریوزی 07.08.2011 20:16

د هیواد په شمال کې خلک د بې مسوولیته وسله والو ډلو چې قومي ملیشاوې ورته ویل کیږي شکایت کوي خو چارواکي په بشپړه توګه دې ستونزېته پاملرنه نه کوي د خلکو په باور امکان لري چې دا ستونزه په راتلونکی کې هیواد ته په لوی مشکل واوړي

د راپورونو سره سم د کابل ادارې تصمیم نیولی دی چې په کندز کې د بې مسوولیته وسله والواو ملیشاو ډلې منحل او بې وسلې کړي.

د رسنیو د راپورونو سره سم یوازې د خان اباد په ولسوالی کې د څلورو زرو تنو په شاوخوا کې غیر مسوول وسله والې ملیشاوې شته دي چې دولت غواړي دهغوی څخه وسلې راټولې کړي.
په راپورونو کې ویل کیږي چې یوازې د اقتاش د سیمې څخه په سلو کې شپیته کورنی د وسله والو ملیشاو د زیاتیو له امله سیمه پریښي ده.

د سیمه ایزو خلکو په وینا د کندز په نورو ولسوالیو کې د خان اباد څخه د وسله والو ملیشاو شمیر زیات دی.
که چیرې دبلخ ، جوزجان ، سرپل ، بغلان ، تخار ، بادغیس او نورو ولایتونو کې ملیشاو ته وګورو ښايي شمیر به یې لس ګونو زرو تنو ته ورسیږی.

د پوځي کتونکو په وینا تر طالبانو او تروریستانو زیاتې دا ملیشاوې اوسني نظام ګواښ دی.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې دا ملیشاوې او اربکیان له پخوا پاتې او که دا ډلې د ځينو کړیو له خوا چې د کابل په اداره کې واکمنې دي د ځينو موخو له پاره جوړې شوي دي؟

کتونکي وايي چې د ډي ډي ار پروګرام یو تش په نامه پروګرام و ، چې په سل ګونو میلیونه ډالره د زورواکانو جیبونو ته واچول شول او په عوض کې یې زاړې او د نه استعمال وړ وسلې چارواکو ته وسپارلې. خو په عملي ډول سره ملیشاوې بې وسلې نه شوې او نه د دوی جوړښتونه ړنګ شول.
دا چې دا ډلې په واقعي مانا سره د کومو موخو له پاره جوړې شوی دی په دې هکله
په افغانستان کې زورواکي او مزدورې رسنۍ او په کابل کې دبشري حقوقو څخه د دفاع کمیسیون چې د خلکو په باور په زورواکو اوپه جنایتونو باندې د تورنو ډلو پورې تړلی دی خولې او سترګې پټې ساتي .

تر اوسه د کابل متعصبه ادارې دا ادعا کوله چې ددې ملیشاو دې جوړولو څخه موخه د امنیت تامین او د په اصطلاح تروریستانو څخه مخنیوی دی .
خو دا ملیشاوې په عملي توګه د تروریستانو د مخنیوي له پاره رامنځته شوي نه دي بلکې ددې ملیشاو د رامنځته کولو موخې نورې دي چې وروسته به وڅيړل شي دا ملیشاوې په سیمه کې سوله نه رامنځته کوي بلکې دا ملیشاوې په سیمه کې جګړه زیږوي په همدې ډول دا ملیشاوې د خلکو په لوټ او تالان کې جوته برخه لري دې وسلوالو ډلو د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو له پاره یې ډیرې ستونزې رامنځته کړي دی.

سیمه ایز خلک وایي چې دا ملیشاوې د ټاکلو متعصبو اوزورواکو ډلو له خوا د دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره د یوه ټاکلي میکانیزم له مخې رامنځته او په ټاکلو قومونو پورې تړلي دي .چې کومانداني یې پخواني زورواکان چې په راز راز جرمونو لکه د بشري حقوقو په تر پښو لاندې کولو ، د نشه یي توکو په قاچاق او د ځمکو په غصب تورن دي په غاړه لري.

دا کوماندانان ددې په ځای چې خپلو اړوندو ځوانانو ته د خلکو د چوپړ په هکله خبرې وکړي دوی هڅه کوي چې دا ځوانان داسې وروزې چې د هر ډول جرم او جنایت د تر سره کولو څخه ډډه ونکړي .
دا ملیشاوې چې رسمي بڼې یې ( سیمه ایز پولیس او اربکیان ) او غیر رسمي ( د دولت دادارې څخه د باندې وسله والې ډلو ) دي د سیمه ایزو زورواکانو له خوا غلا او لوټماریو ته هڅول کیږي او دوی ته دا روحیه ورکول کیږي چې د پښتنو سره په زړونو کې نه سړیدونکي کینه ولري او د هر ډول جرم او جنایت د تر سره کولو دپاره تیار وي .

دې ملیشاو په قصدي توګه د پښتنو سیمې نا ارامې کړې تر څو دوی و نه کولای شي د سیاسي ، اقتصادی حقوقو څخه برخمن شي.
لازمه ده چې دا ملیشاوې په بشپړه توګه منحل او بې وسلې شی .
د شرایطو په څیړلو سره کتونکي وايي چې ددې قومي ملیشاو دجوړولو څخه موخه د یوې خطرناکې توطیې د عملي کولو د پاره د شرایطو برابرول دي .

دا ښکاره خبره ده چې د لس ګونو کلونو راپدې خوا په افغانستان کې ځینې متعصبې او تجزیه غوښتونکي ډلې ځینو افغان دښمنه هیوادونو په مرسته په دې هڅه کې دي چې د هیواد په شمال کې قومي تصفیه رامنځته کړي ، پښتانه ، ګوجر، بلوڅ ، پشه یی او نور قومونه اړ کړي چې شمال پریږدي .
تر څو ددې هیواد د تجزیې له پاره زمینه برابره کړي.

د دې موخې د عملي کولو د پاره دا ډلې یو شمیر پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې یو د هغوی څخه په لومړي پړاو کې د کابل په وړاندې د هیواد په شمال کې د قوت د یوه مرکز رامنځته کول دي.
تر څو په راتلونکي کې دا مرکز د کابل په وړاندې سرغړونه وکړي نو ځکه ددې مرکز د رامنځته کولو نوموړي ډلې خپل اړونده غړي په شمال کې لوړو او مهمو پوستونو باندې مقرروي.
په شمال کې ځينې چارواکی اوس مهال د مستقلو واکمنانو چمونه کوي او غواړي چې دوی به مادام العمر په خلکو واک چلوي

دځينو چارواکو د دفترونو تشریفات د کابل د ادارې د ارګ د تشریفاتو څخه لوړ دی دی دوی د لویو واکمنانو په توګه د ټول شمال او یا د افغانستان په هکله غږیږي او د نړیوالو مسایلو په هکله نظر ورکوي.په افغانستان کې مزدوره میډیا ورته د ځواکمنو کسانوخطاب کوي .
د ځينو کتونکو په باور سره دا ډلې غواړي د افغانستان څخه د لویدیزو هیوادونو د پوځونو په وتلو سره د دکتور نجیب الله د واکمنی مهال تجربه تکرار کړي . د مرحوم ډاکټر نجیب الله د واکمنی په مهال دې ډلو لومړی په ډیرو چلونو سره په شمال کې لوړ امنیتي پوستونه تر لاسه کړل او وروسته یې د قومي ملیشاو ( چې هغه مهال ورته منطقوي قوتونه ویل کیدل ) څخه په استفادې سره د کابل مرکزي ادارې ستنې سستې کړې. عملا یې د کابل په وړاندې د بغاوت بیرغ پورته کړ.

دې ډلود ډاکټر نجیب الله په وړاندې په بغاوت سره د ملګرو ملتونو د سولې پروګرام چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي بینین سیوان له خوا په مخ بیول کیده شنډ کړ. دې ډلو وکولی شول چې هیواد د یوې تراژیدي سره مخامخ کړي .

ښايي ځينې کسان اوس هم دا خوبونه ویني چې د افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو په وتلو سره ، د کابل په وړاندې په شمال کې د ځينو کسانو د دریدو تجربه د سره تکرار کړي.
پخوا دې قومي ملیشاو ته د ډاکټر نجیب الله د واکمنی په مهال ورته منطقوي قوتونه ویل کیدل ، په اوسنی اداره کې ورته د اربکیانو نوم ورکړل شوی وچې دا ملي ترمینالوژي ته لوی توهین دی.

دا ځکه چې اربکي هغه امنیتي کسان دي چې د یوه کلي او یا سیمې د خلکو له خوا په یوه ګډه جرګه کې د یوه ځانګړي هدف له تشکیل کیږي وروسته بیا د اربکیانو ډله د کلي د مشرانو له خوا رهبري کیږي اود دوي ورځنی چارې څارل کیږي.
د اربکیانو مشر د کلیوالو په جرګه کې ټاکل کیږي دا مشر د اړونده ډلې په هکله کلیوالو سره مالومات شریکوي او خپل وړاندیزونه ورته کوی .

اربکي یو اولسي دفاعي سیستم دی چې د خلکو له خوا رامنځته او د دوی له خوا اداره کیږي. د اربکیانو دنده په خپله په کلي او یا د کلي په پوله کې وي دوی حق نه لري چې د خپلې سیمې څخه ووځي. اربکیان د حکومت اویا کومې ډلې سره اړیکي نه لري. او د زورورو کسانو د مداخلې څخه بهر وي. د اربکیو لوژستیکي او انساني ملاتړ یوازې د کلي خلکو له خوا کیږی.
د اربکیو سیستم په پښتني ټولنه کې د تیري او ګواښونو په وړاندې د ځانه ددفاع یو سیستم دی چې تر اوسه په خوست ، پکتیا، خوست ، پکیتکا او وزیرستان کې شته دی

د هیواد په شمال کې پخواني اربکیان او اوسني کومکي پولیس یوازې د ټاکلو قومونو څخه رامنځته شوي خلک وایی چې دا قومي په جنایتونو تورنې ملیشاوې د نشه یی توکو په قاچاق ، سړي تښتولو او شوکو لګیا دي.
په دې اوس ټول خلک باوري دي چې دا ملیشاوې د کابل په اداره کې واکمنو کړیو له خوا رامنځته شوي او د هغوی له خوا یې ملاتړ کیږي تر څو د دې ملیشاو څخه د خپلو ناوړو موخو د تر لاسه کولو د پاره کار واخلي .
دا په دې مانا چې تر څو چې د کابل اداره د متعصبو او زورواکو کړیو څخه تصفیه شوي نه وي تر هغو د دا ډول ملیشاو الغا او بې وسلې کول ناممکن دي. که په دې نامه هر څه تر سره کیږي هغه به یوازې یو نمایشي عمل وي .