د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکادې خپله له پاکستان سره سپينه کړي

حبيب الله غمخور 07.08.2011 18:39

 

سره له دې چي دسناد بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جان کېري هيلاري کلتون ته په سناکښي وويل ، دی افغانستان یا هلته روانو هڅو ته د سپکاوي نیت نه لري خو د ده په وینا په افغانستان کې جګړه د اصلي داستان یوه فرعي موضوع ده.

خواوس  دخبرو پرځاي دپخې اوپرېکړنده ديپلوماسۍ اوعملي گامونوداوچتېدووخت رارسېدلۍ دی .

له هغې ورځې چې امريکاپه افغانستان کي دطالبانودحاکميت دجرړوايستلوپه موخه افغانستان ته راغلل اوخلکوته ئي پدې هيوادکي دسولي اوټولنيز عدالت دتامين وعدې ورکړې شاوخوالس کاله پوره کيږي .

پدې لس کاله کښي په افغانستان کي دبهرنيو پوځيانوشمير تر يوسل اوشپېتو زروپوري ورسېداوهغه هيوادونه چي په پوځئ بڼه دافغانستان په مسله کښي را ښکيل دي شمېره ئي کراکرا پنځوسوته نږدې کيږي اودامريکاددفاع وزير ګېټس دجون پر څلرمه کابل ته خپل وروستی سفرپروخت خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانستان په جګړه باندې د کال ۱۲۰ ملیارد ډالره لګوي،  دا په داسي حال کې ده چې امریکا په خپله بودجه کې څوارلس تریلیونه کسر لري.زر ملیارده یو تریلیون کېږي .د افغانستان پر جګړې امریکا تراوسه پوري ۴۴۴ ملیارد ډالره لګولي دي .

د کانګریس ځیني غړي وايي چې د بودجې د کسر د کمولو لپاره پکار ده چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر کم شي .

 د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور له مخې امریکا په افغانستان کې نژدې یو لک پوځیان لري او په هر عسکر د کال یوملیون ډالره لګوي ، خو په روان عیسوي کال کې به په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښتونه ۱۱۳ ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

دامريکا مالي لگښت ترېلونواوبشري تلافات ئي دروان کال  دجولاي تر ۲۶ پوري د ټولو وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۱۵۷۱ تنه اعلان شو.

دلسوکالومالي اومادي تلفاتواوملکي وگړووژنې پايله داسوه  چي دځواکونو د هلوځلو له یوې لسیزې وروسته دا وېره پر خپل ځاي پاته ده چي  له افغانستانه د برنيانوله وتلو سره به افغانستان بیا د کورنیو جګړو په اور کې ښکېل شي.او په افغانستان کې د امن او اقتصادي ثبات د راوستلو په هدف د لوېدځ د یوې لسیزې له حضور او د ملیاردونو ډالرو له مصرف سره سره تر اوسه یو هدف هم نه دی ترلاسه شوی.

دافغانانودغې ويري ته ښاغلی خليلزادهم په خپله وروستۍ مقاله کښي چي نشنل انټرسټ خپرونې د پنجشنبې ګڼه کي خپره کړې  اشاره کوي  لیکي: اکثره افغانان وېره لري چې د امریکا متحد ایالنتونه به یو وار بیا افغانستان ته هغسي شا واړوي چې له دې هیواده د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له وتلو وروسته یې اړولې وه.له بلې خوا د افغانستان حکومت هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.افغانان په دې نپوهېږي چې حکومت یې د مهمو او کلیدي مسایلو په برخه کې په کوم لور روان دی.

خلیلزاد په دې برخه کې د ولسي جرګې او اختصاصي محکمې جنجال او د کابل بانک لانجې ته اشاره کوي او وايي چې د یوې برخلیک هم څرګند نه دی.

ښاغلی خلیلزاد د پاکستان په اړه  وايي چې ولسمشر کرزی په وروستیو کې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو په هلوځلو کې بریالی شوی نه دی او اسلام اباد لا هم له وسله والو یاغیانو سره د ملاتړ پر پالیسۍ ټینګار لري.ډېر افغان چارواکي وروستي ترورونه له پاکستان سره بې ارتباطه نه بولي.داسي ښکاري چې ايران هم د هغوملاتړ کوي چې د امریکا مخالفت کوي او دا کار احتمالاً له پاکستان سره په هماهنګۍ کې کوي. تاند

ددې ټولوسره دادۍ اوس دهغه خبري لپاره تلاښونه پيل سوی کوم چي ددولت دمخالفينوپر خلاف دجگړې په لمړينو اونيو کي ددې قلم دخاوندپه گډون په سلهاودنظر خاوندانوکول چي :

۱/ په افغانستان کي متل دی وايي : ((په زورکلي نه کيږي )) يعنې دوسلي اوپوځي ځواک داستعمال په مټ دمسلې حل ناشونۍ دی .

۲/ موږ افغانانوته دلمړئ ورځې نه معلومه وه خودامريکا په گډون دبهرنيو هيوادو اړونده جگپوړوته دوخت په تېرېدوسره داڅرگنده سول چي په افغانستان کي دبل سوی اور ياجگړې سرچينه چيري اوله کوم ځاي نه راټوکيږي .

موږ داخبره په هغو لمړنيو ورځوکي کول چي دفساد اساسی منبع پاکستان اوايران دی ،البته دپاکستان ونډه دافغانستان په ورانۍ اودجگړې په دوام کښي دايران په پرتله زياته ده .

دلسوکالوپه اوږدوکي  دافغانستان دمسلې دحل اوداچي پاکستان زموږپه خاوره کي هرډول لاس وهنه بنده کړي دپاکستان  اوافغانستان جمهوررئيسانو ،دپاکستان لومړی وزير ،دکورنيو چارو وزير ،داستباراتو رئيس اونوروهمدا ډول دافغانستان له لوري کرزی صاحب ،دبهرنيو چارو وزيراونورواړونده چارواکو يودبل هيوادوته تر پنځوس زيات سفرونه کړې داچي دامريکااواروپايي نړۍ اودناټوسازمان مشرتابه څوځله تللي هم دغه شمېره نه کمېږي سفرونه وکړي ولي متاسفانه دغوسفرونوکومه معلومه گټه نه ده لرلې ،تل پاکستان له هغه گټه پورته کړې .دبېلگې په توگه د۲۰۱۰کال داکتوبرپر ۲۳ د پاکستان اوامریکا ترمنځ دستراتیژیکو خبرو په پای کی دامریکا دبهرنیو چارو وزیرې هیلری کلینټن له خپل پاکستانی سیال محمود قریشی سره یوځای رسنیو ته ویلی له تروریزم سره په روانه جګړه کې دپاکستان دهڅو او همکاریود ستایلو ترڅنګ پاکستان ته به ۲.۲۹ بیلیونه امریکایې ډالره دپنځو کلونو په موده کی ورکړل شی.او لدې سره به له پاکستان سره دامریکا د۷.۵ بیلیونو امریکایی ډالرو ژمنه شویو مرستو لړۍ بشپړه شی ،د  مرسته شوې پیسې به  د تروریزم په وړاندی جګړه کې دپاکستانی پوځ د پیاوړی کولو لپاره ولګیږی.

دیادولو وړ ده تاسو قضاوت وکړی دا اعلان پداسي وخت کي کيږي چې دافغانانوپه دې تيره موده تیر موده کې څو ځلی پاکستان پدې تورن کړي چې دافغانستان په نا امنه کولو کې لاس لری، او داخبره یې تر ډیره بریده په ثبوت هم رسولې ده، خو امریکا بیا دتروریزم په وړاندی دپاکستان هڅی ستا یې او له نوموړی هیواد سره خپلو مرستو ته پدې کچه دوام ورکوی ،داچي هر مياشت دتروريزم سره دمبارزې په خاطر له نړيوالي ټولنې څومره ترلاسه کوي شاوخواسل ميليونه ډالره کيږي .

افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د وري په ۲۷ مه د شنبې په ورځ په کابل کې خپلمنځۍ خبرې تاريخي وبللې او ويې ويل ”ډواړه هېوادوه يو د بل تر څنګ ولاړ دي، ځکه چې د دواړو برخليک يو دی.“

کله چي په افغانستان کي دسولي عالي شورا جوړه سول ددې سازمان دکارددوام په موخه دپاکستاني چارواکو سره په دوامداره توگه خبري سوي اوان  تردې بريده چي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسولي گډکميسيون دجوړ ېدو اعلان کابل ته داپريل پر ۱۶  دپاکستان د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د سفر په مهال ، چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د اسخباراتي ادارې مشر احمد شجاع پاشا ورسره ملګري وو وسو، په همدې سفرکي ئې له افغان ولسمشر حامد کرزي، د دسولې شورا مشر برهان الدين رباني او د دغې شورا له غوړيو سره خبرې وکړې او پر دې يې سلا وکړه چې د افغانستان پاکستان سولې گډکمسيون مشري له دواړو غاړو مرستيال ولسمشر او لومړي وزير کچې ته لوړه کړه سي . دجون پر ديارلسمه دکرزي اواوزرداري لخواپه پاکستان کي ددې کمېسيون لمړنۍ ناسته پرانستل سوه . 

تر پرانستونکې غونډې وروسته دپاکستان له لوري د هغه هیواد لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني ، د پوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني او د آی اس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا او د افغان لوري ولسمشر حامد کرزی ، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د پوځ او استخباراتو مشران د افغانستان په استازیتوب په دغه کمیسیون کې خبرو ته سره کښینستل .

د هغو شواهدو پر بنسټ چې پاکستان د طالبانو په لیکو کې نفوذ لري او کولی شي چې له وسلوالو مخالفینو اوافغان حکومت  ترمنځ د سوليز وخبروپه بهیر کې ښه رول ولري، ښاغلي کرزی په رسمي ډول له پاکستان څخه په دې برخه کې دمرستې غوښتنه وکړه اوداغوښتنه دپاکستاني چارواکونه دالس کاله په تکرارسره سوې ده په ظاهرکښي پاکستاني چارواکودهوکړې سرښوروی اودامنی چي چي سوله ددواړوهيوادو اوددې هيوادو دولسونوپه گټه ده خوپه عمل کښي ئې بيابل څه کړي .

دټولو منډوترړومالي اومادي لگښتونوانساني تلفاتو اوديپلوماتيکو هلوځلو ان تردې چي تير کال بارک اوباماپاکستان ته دپاکستان ددومخې سياست اودروغجنو وعدوپه خاطرخپل اعلان سوی سفر پرېښود داسو چې ،جاوید لودین تېره شپه داسد پر ۱۱ مه  د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له خاص استازي مارک ګراسمن او د پاکستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر سلمان بشیر سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل :په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه د پاکستان له همکارۍ سره نېغ په نېغ ارتباط لري.

افغانستان او نړیواله ټولنه وايي چې د طالبانو او د افغانستان د دولت د نورو مخالفو ډلو مشران د پاکستان په خاوره کې دي او د دغه هیواد تر مستقیم اغېز لاندې دي نو که پاکستان وغواړي کولی شي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان خبرو ته کښېنوي.

پاکستان هم په طالبانو کې خپل نفوذ نه ردوي او په زغرده وايي چې د دغه هیواد له ګډون او روله پرته هیڅوک په افغانستان کې سوله نه شي راوستلی.

بايد يادونه وسي چي پاکستاني چارواکي په ټولوغونډوکي دهرډول مرستي اوهمکاری وعدې ورکوي اڼ وايي دافغانستان سوله دپاکستان سوله خوپه عمل کي داسي ښکاري چې پاکستان په دې ډول غواړي چې وخت واخلي .د دوی په نظر به پاکستان د خبرو لړۍ د ۲۰۱۴ کال تر پایه وغځوي چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وځي بيانودوي بله ستراتېري اوموخې لري چي هغوته رسېدولپاره به نوی تاکتيک اونوی طرحې وړاندي اوپلي کړي .

دبېلگې په توگه داسد دمياشتي پر ۱۰ مه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا خبره په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا له خاص استازي مارک ګراسمن سره په کتنه کې وکړه چي ،که غواړي چې د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلې شوې اړیکې ښې شي امریکا باید د اسلامي سخت دریځو پرضد د مبارزې لپاره څرګند شرطونه وړاندې کړي.

دابه له ده سره څوک ومنې چي دا ښاغلی تراوسه په شرطونونه پوهيږي او ولي دتروريزم سره دمبارزې لپاره دشرطونودمطرح کولوخبره پسله لاس کاله مطرح شي. داپدې معناچي دوي هغه وخت هم په ټوله سپين سترگی داډول خبري کولاي سي.

 

مگردزرداري صاحب دڅرگندونوپر خلاف بياد پاکستان د پوځ مخکينی لوی درستيز متقاعد جنرال اسلم بيګ له يوه پاکستاني خصوصي تلويزيون سره په خبرو کي وايي  د دّه هيواد ، ولس او پوځ بايد له افغان طالبانو بخښنه وغواړي او مرسته يې وکړي ،طالبانو امريکا او ناټو ته ماتې ورکړې او پاکستانيان بايد د افغان طالبانو ملاتړ وکړي .

ددغه پاکستاني جنرال په دې باور دی چې که امريکاييان په افغانستان کې اډه جوړه کړي او نور پوځيان وباسي ،بيا به هم د پاکستان د ګټو لپاره افغان طالبان پر هغوی بريد کوي . 06.26.2011 .تاند

ددې جنرال خبرې مشت نومونه خروارخبره ده ،اوددې سپيناوی کوي چي دپاکستان پوځی اواستخباراتی کړۍ څومره له وسله واډلوسره نږدې اړېکي لري اوغواړي له دې اړېکونه خپلو موخوته درسېدوپه خاطراستفاده وکړي .موږ پدې باوريو چي پاکستاني پوځ لا هم د طالبانو له  غولو لاس نه اخلي خو افسوس ،افغان طالبان تراوسه پر دوي ټينگ باور لري .

په عین حال کی نيويارک ټايمز هم په خپل یوه تازه را پور کی  دپاکستان په پوځ کی دسخت تریځو دنفوذ په باب ليکلی دی په هغه موبايل تليفون کې چې د اسامه بن لادن د وژلو پر مهال د هغه له کور څخه لاسته راغلی، د یو شمېر داسې کسانو دتليفون شمېرې ثبت وې چې د پاکستان له استخباراتو (آی اس آی) سره تړاو لري . 

دلمړۍ برخې پاي