د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمـــــور غېږ

عبدالباري رمان 07.08.2011 04:56

چې هرڅه پکي زده کيږي دمور غېږ ده
چې مــاشوم پکې لوئيږي دمور غېږ ده

دا يوه لـــويه مــــدرسه ده زمــــوږ لــــپاره
چې اخلاق کې ښودل کيږي دمورغېږ ده

کـــــه دي زمــــــا په دې خـبره باور کـــيږې
چې اســــــلام کې بيانـــيږي دمــورغــېږ ده

لــــږ دتېرو خـــلکو دې مـــتل ته ځـــير شى
چې جـــــهان پکې ځـــــنګيږي دمـورغېږ ده

په صــــفت يې تل اشــــعار ليکه ( رمــــــانه)
چې ښــــه بــد کې پيژندکيږي دمور غېږ ده