د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې ښکاري اشنا تاته سلام کوم

سيدعاصم نږدې 06.08.2011 16:18

پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه
په دې وروستيو کې د امريکې يو سرتيري »افسر« ومنله، چې بې ګناه ملکي افغانان يې له تېغه تېر کړي او په بې رحمانه ډول يې پرته له دې، چې کوم جرم يې ترسره کړى وي او يا يې د دوى د قانون خلاق ګام پورته کړى وي وژلي دي. دغه سرتېرى، چې اډم وينفيلډ نومېږي د امريکې په يوه محکمه کې د قاضي پر وړاندې اقرار کړى او ويلي يې دي، چې د ده د مشر له خوا ده ته ګواښ شوى و، چې چا ته به د خپل ظلم او وحشت حال نه وايي.
دا سړى، چې درويشت کاله عمر لري په ٢٠١٠ م کال کې يې د افغانستان په کندهار ولايت کې درې تنه ملکي وګړي بې له دې، چې کومه ګناه ولري او يا يې جرم ترسره کړى وي وژلي او خپله طبعه يې پرې جوړه کړې ده. دغه سړي پرته له دې، چې په محکمه کې تر زور او زياتې لاندې ونيول شي په ډېر جابرانه او جرئتمندانه ډول ويلي، چې ياد کسان ده وژلي او دا ځکه، چې د هغوى پر ليدلو ده ځان نه شو کابو کولاى؛ نو ځکه يې وژلي دي.
يوازې وينفيلډ نه دى، چې بې ګناه افغانان يې وژلي؛ بلکې په همدغه محکمه کې پنځه تنه نور امريکايان هم په همدې تور نيول شوي، چې د خپلو شخصو عقدو او سياست جوړونې لپاره يې په لسګونه افغانان وژلي، چې په خپلې خولې يې اقرار کړى او دا چې بې اقراره به يې څومره وژلي وي د هغوى خو شمېر معلوم نه دى.
تر ده وړاندې د جريمي مورلاک په نامه يو بل سرتېرى هم مياشت وړاندې په همدغه محکمه د خپل جرم په سزا ورسول شو او همداسې ځينې نور سرتېرې هم په همدې نامه او همدې جرم په اړه در واخله. د محکمې په وينا له وينفيلډ پرته نور اووه کسان هم د دوى په نظر شکمن دي، چې د جرم د ثابتېدلو په صورت کې به هغوى هم په خپلې سزا ورسول شي؛ خو دا هغه خبرې او کيسې دي، چې هېڅ ګټه يې بې وزله افغان ولس ته نه شته، ځکه هغه کار، چې بايد ترسره شوى نه واى ترسره شو او هغه کسان، چې بايد وژل شوى نه واى ووژل شول.
وينفيلډ يوازېنۍ امريکايي سرتېرې يا افسر نه دى، چې افغانان يې وژلي؛ بلکې په لسګونو او په زرګونو وينفيلډان شته، چې هره ورځ افغانان وژني، بمبارد پرې کوي او برناحقه بې عزتي ور اړوي، کور يې تلاشي کوي، مېرمن او لورانې يې تلاشي کوي، له ځانه سره يې بيا او دې ته ورته هر هغه وحشت يې، چې له لاسه وشي کوي يې، دا ځکه چې د پوښتنې يې څوک نه شته او نه هم د چا په خوښه دلته راغلي دي. د خپله وينفيلډ وينا ده، چې وايي سره له دې، زه په دې خبرو پوهېدم، چې د ملکي افغانانو وژل او يا يې په عذابول د قانون خلاف خبره ده؛ خو کوم تن چې به ما ته سم ونه برېښېد او يا به مې په مجاز برابر نه شو؛ نو سم له واره به مې هغه وواژه.
اوس پوښتنه دا ده، له کله نه چې نړيوال ځواکونه افغانستان ته راغلل او په اصطلاح د تروريزم او ترهګرۍ پر وړاندې يې مبارزه پيل کړه؛ نو له هماغه وخته د افغانانو بد مرغي پيل شوه او د تېر په څېر بيا د افغانانو د وينو بهېدل پيل شول ولس له هماغه وخته په دې خبره ټينګار کاوه، چې بايد ملکي افغانان جلا او ترهګر جلا شي او په لومړي سر کې بايد بهرنيان د افغانانو په دودونو او ثقافت ځان پوه کړي؛ ځکه هره ټولنه ځانته کلتور لري؛ خو له بده مرغه په يو غوږ واورېدل شوه او له بله غوږه ووته، امريکايانو به ويل، چې موږ لس متره تر ځمکې لاندې شى تشخصيولاى شو؛ خو له بده مرغه په لسګونو او آن سلګونو داسې افغانان د دوى د ړندو بمباريو ښکار شول، چې يا به په واده کې سره راټول شوي ول او يا به يې هم کومه خوشحالي او سوکالي نمانځله، چې ښې بېلګې د شينوارو ولسوالي، د کندوز ولايت، د کندهار ولايت او په ټوله کې د ټول افغانستان هر ولايت او هرې ولسوالۍ ښادۍ او خوشحالۍ دي.
ولسمشر به هم سورې وهلې، چې خپل سري عملياتو مخه ونيسئ د ملکي افغانانو وژنه بنده کړئ، خو بهرنيانو په ځانګړي توګه امريکايانو به ويل، چې موږ هېڅکله ملکي افغانان نه وژنو، چې د همدغو خبرو په لړ کې کله چې مک کرستال او جنرال پټريويس افغانستان ته راغلل او د خپلو ځواکونو مشري يې پر غاړه شوه؛ نو آن ولسمشر سره يې لوړه هم وکړه، چې موږ به دا کار نه کوو؛ خو بيا هم تکرار شو او دوى پرې منکر ول، اوس له نېکه مرغه د دوى خپل سرتيري پرته له جبر څخه دا خبره وکړه، چې دا وحشت همدوى ترسره کړى او د دوى د مشرانو په وينا يې ترسره کړى او سپارښتنه يې پرې کړې، چې چا ته څه ونه وايي، اوس نو رښتيا او درواغ سره معلوم شول په کار ده، چې دوى خپله لوړه ترسره او د ځان سپيناوى وکړي او که نه نو بيا خو معلومه خبره ده، چې ټول سره يو دي او د افغانانو د تباهۍ پسې يې را اخيستې ده او بيا خو په کار ده، چې عام وګړي هم د سوک ځواب پر سوک ورکړي.