د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوی يوې فاتحې ته راغلي وو !

حبيب الله غمخور 04.08.2011 22:09

زموږ په غم لړلې هيوادکښي دپاکستاني جنرالانوپه  مرسته  دلته هره ورځ دفاتحوکمبله غوړېدلې ده .

که رښتيااوزمادولس زړه اوازډير تريخ اودردونکی وو هيله  منديم چي دزغم توان ئې ولرئ .

 

دډله زيزرسنيونه مي واورېدل چي دکوزي پښتنخوادسياسي پارټيو مشرانودښاغلی کرزی سره دغم شريکی لپاره کابل ته تشريف راوړۍ وو.

داگست په ۳۱ مه د جمهوری ریاست د یوې خبرپاڼې پر اساس په خپاره سوی خبرکښي راغلی چي : محمود خان اڅکزي او افراسیاب خټک له حامد کرزي سره وکتل .

په خبرکي راغلي  ((د پا کستان دملي عوامي پارټي دپښتونخوامشرمحمود خان اڅکزي د ملي عوامي پارټي له جنرال سکر تر سنا تور اکرم شاه ،مجيد خان اڅکزي اوزلال اڅکزي سره کا بل ته سفر کړى او دپا کستان د ملي عوامي پارټي دپښتونخوا دمشرتا به هيئت او غړو په استا زيتو ب د احمد ولي کرزي دشهادت په خاطر دخپلي ډاډ ګيرنې او خوا خوږي مراتب جمهور رئيس ته څرګند کړل .

د یو بل خبر پر اساس دپا کستان دعوامي نشنل پارټي جنرال سکرتر افراسياب خټک  د افرا سياب خټک او دعوامي نشنل پارټي دمشر اسفنديار وليخان د زوي ايمل ولي ، دخيبرپښتونخوادايالتي حکومت داطلاعاتو  د وزير مياافتخار حسين ،تاج الدين خان ،ارباب طاهر، هاشم بابر ،زاهد خان اود اصغر خان اڅکزي په ګډون  دمشرتا به هيئت يو شمير غړو کابل ته سفر کړی اود عوامي نشنل پارټي دمشرتابه هيئت دغړو په استازيتو ب يي د خپلي ډاډ ګيرنې اوغمشريکى مراتب جمهور رئيس  ته څرګند کړل .))تاند اوگران افغانستان ويب پاڼي

ددې خبر په لوستلو ډير خوابدی سوم اوله واره مي داخبرترخوله راووتل ((داهم دپښتنويوه لويه بدمرغی ده چي فاتحې ته هم يوځاي نه سره ځي .))دامنم چي په مختليفو ورځوبه کابل ته رارسېدلي وي خوډير ښه کاربه داواي چي دوي په خپل منځ کښي داخبره پخه کړې واي اوکرزی صاحب ته ټول يوځاي ورغلي واي .

د افغانستان د ولسمشرۍ په دفتر کې یوې سرچینې تاند ته ویلي د سولې لپاره هلې ځلې او د پولو په دواړو خواوو کې د قومي مشرانو د وژنو د مخنیوي لارې چارې د دوی د خبرو اصلي موضوع جوړوله .

د پښتونخواملي ګوند او عوامي نشنل ګوند غړیو په پښتني سیمو کې د حالاتو پر خرابوالي اندېښنه ښکاره کړه.دوی په داسي حال کې اندېښنه ښکاروي چې د ډېرو کارپوهانو په وینا له تېرو لسو کلونو راهیسي د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې د پاکستان د آی ایس آی په منظمه لارښوونه طالبان او همداراز نړیوال ايتلاف د پښتنو وژنو ته دوام ورکوي .تراوسه پوري په زرګونو پښتانه قومي مشران وژل شوي، په زرګونو پښتنې کورنۍ د کور اور پرېښودو ته مجبوره شوي او په لکونو پښتانه ماشومان او ماشوماني له درس، ښوونځي، روغتیايي امکانانو او د پرمختګ له کاروانه راګرځول شوي دي .

بلې دارښتياخبره ده متاسفانه دالس کاله  کيږي چي قومي مشران مو ددولت سره دتړاوپه نامه په شهادت رسوی ،داسي ورځ نسته چي دپښتنو مېشتوسيمه کښی ئې يوقومی مشر په شهادت نه وی رسولی . داکارتصادفي نه دی داتوره پروسه کله کله ستاسو سيموته هم درغځېږي اوهلته ئي بيادياغی طالبانوپه نامه وژنی . موږپدې ښه پوهېږوچي داکارولي کوي اوپدې وحشيانه اوناځوانمردانه ترورسره پاکستاني چارواکي اوددوي استخباراتي جنرالان غواړي کوموکرغېړنو موخوته ورسېږي .

هيله موداده چي تاسو دسياسي گوندونومشران دوي ته داپه ډاگه کړی چي دپښتنودهرمشروژل اوپه شهادت رسول زموږ اوپاکستان ترمنځ په سیاسي اړېکو کښي يوه بله دډيورنډ کرښه رازېږوی .

داډير ښه کاردی چي دښاغلي کرزی سره مو خواثوږي وکړه ،ځکه فاتحه يوازي زموږپه هيوادکي ډير رواج لري . ددوستانوراتگ اودغم پر لمڅی ناسته دسړې سره غم نيمی کوي ،ستاسو راتگ به کرزی صاحب خوشحاله کړی وي  .

خوله بده مرغه داڅوکاله چي  زموږ دولس په هجره اوچوتره کښي دغم لمڅئ  غوړېدلی بياندی ټول سوی،که دادوستان يعنې دکوزي پښتونخوا دپښتنو دسياسي گوندونومشران وغواړی زموږ افغانانوسره دغمشريکی او خواخوږۍ څرگندولوپه خاطر له خپلوافغاني ورونو دويرپر لمڅی کښېني فکر کوم دوي به دتل لپاره دلته  پاته سي اوهاخواکارونه اوکور به ترېنه  هير اوپاته سي .

زموږ غوښتنه له دوي نه دسياسي گوندومشرانوپه توگه داده چي دتشريفاتي تگ راتگ پرځاي دخپل زورېدلي ورورافغان ولس سره د رشتيانۍ مرستې لپاره ملاوتړي . دوي خبردي  چي زموږعام ولس  ددولتي جگپوړوچارواکوسره ورورگلوی خواخوږي نلري نو که  په رښتياسره موخه دافغان ولس له رواحقوقوملاتړوي اوداخاوره په رښتياخپله پلارنۍ خاوره او اوسېدونکی ئي ورور بلل کيږي بيانو زموږ غوښتنه ددغوسياسي گوندوله مشرتابه نه داده چي بايد له پاکستاني چارواکوپه زرغده وغواړي چي نور خپل روزل سوی افغانستان ته په واسکټواونورووژونکو توکو سمبال راونه ليږي ،اونه دافغان وژنې لپاره داسلام نه ددفاع په نامه دورغجنې مدرسې پرانستي وساتي .

دبېلگې په توگه همدا نن داگست پر ۲ مه مي په ،بېنوااوتاندويب پاڼو کي پر دې خبرسترگي ولگېدي چي ليکلي ئي دي : په پاکستاني مدرسو کې د ځانمرګو د روزلو په باب د کویت ټایمز راپور .

د کویت ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې هغه افغان کورنۍ چې خپل ماشومان یې د زده کړې لپاره پاکستان ته لېږلي، وايي چې دوی د پاکستان په مدرسو او ښوونځیو کې افغان ماشومانو ته د ورکول کېدونکي تعلیم له درکه اندېښمن دي.دوی وايي په پاکستاني ښوونځیو او مدرسو کې افغان ماشومانو ته د زده کړې په ځای د ځانوژني چلونه ښوول کېږي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د کاپیسا ولایت یوه اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شی، په خپل اتلس کلن زوی کې د ژور بدلون یادونه وکړه، ده وویل:«زما زوی د حکومت سخت مخالفت کوي.دی وايي څوک چې ځانوژونکې حمله کوي، شهید کېږي او په اسلام کې لوړه مرتبه لري، مسلمانان باید د یهودانو او د دوی د ملګرو پرضد جهاد وکړي .»

د پاکستان دیني مدرسې افغان ماشومانو ته ځان وژنکي بریدونه ورزده کوي. یو شمېر هغه افغان کورنۍ، چې خپل ماشومان یې پاکستان ته د دینې زده کړو په موخه استولي وايي، چې د ماشومانو ذهنونه یې اړول شوي او ځان وژنه د شهادت تر ټولو لوړه درجه ګڼي.

پدې پوره ډاډه يو چي دسياسي گوندونومشران دخپل ملي اوسيمه ايزمسوليت له مخې ترموږ اوډله ايزو رسنيوپدې ډيرښه خبردی چي  دځانمرگی  واسکټ اغوستونکودروزنې لپاره په ټول پاکستان او پښتونخوا کښي څومره روزنتونونه دمدرسوپه  نامه فعاليت لري .

موږ پدې  پوهيږو چي  تاسو ديو سياسي ځواک په توگه ددې توان لری اوداستاسوسياسي اوحقوقی حق دي چي دپاکستاني چارواکونه دافغانانوسره دښه گاونډيوتوب اوله دې ولس سره په دوستۍ کښي دژونددوام غوښتنه وکړی  اوله دوي نه وغواړی چي وژونکی اوترهگرنورافغانستان ته ونه ليږي .

تاسو اوپاکستاني چارواکي بايد پدي پوه اوسۍ چي زموږدولس يو ماشوم هم پدې پوهېږي  اوداورته لمر غوندي څرگنده ده چي زموږ دولس دعامی بدبختۍ او افغان وژنې اساسي لامل همدا پاکستاني چارواکي اوددې هيواد جنرالان اواستخباراتي اداره ده.عوام خلک وايي دټولوناخوالواوزموږ دولس دبدمرغيورېښه تل ايبټ آباد ته رسېږي .

موږ به ډير پرې ووياړوکه په پاکستان کي سياسي گوندونه دافغانستان په اړوند ددې هيوادچارواکوپرخلاف سوله ايز لاريونونه تنظيم اوپر پاکستاني چارواکو دکورنيو اوبهرنيو امکاناتونه په استفادې سره فشار راوړي ترڅوافغانان پرېږدي خپل ژوند په خپله سمبال  اوخپلې خوابدی په خپله حل کړي .تاسو خبر ياست ددې اوهغې شوراشتون خبره له پاکستان څخه راپورته کېږي اوادرس ئي پاکستان دی اوپه عملې بڼه هم ددغوافغان وژنکو زاله اوروزنيتون پاکستان دی ،خوپرې بدنام يوزيات شمير بيگناه کسان اوهغه دي چي اوازئي ترچانسي رسېدلاي .

دهمدغوعيني فاکټونواوشواهدوپه نظرکي نيولوسره دافغانستان عام ولس دپاکستان په اوسنی حدوداربعه کي له ټولوهغوسياسوگوندونواوملي شخصيتونونه کوم چي دافغانستان سره دورورگلوی اودگاونډي حق ته درناوی خبره کوي هيله کوي چي دپاکستاني چارواکونه په کله داغوښتنه وکړي ترڅوزموږ دخلکو له وژنې ،زورېدنې اوموږته ددولتي  سيسټم اوچارواکودټاکلونه لاس په سرشي .

زموږ غوڅ اکثريت وگړي وايي :که تاسودپاکستاني جابرانواودافغان ولس دڅرگندو اوقسم خوړلو دښمنانوپر خلاف داعتراض ږغ نه پورته کوی  اوپردوي دفشار راوستلو له ټولوهغوامکاناتونه چي ستاسو په واک  کښي دي استفاده نه کوی،بيانوپه هرنامه اوپلمه راتگ  موزموږلپاره نه يوازي داچي دقدروړنه دی بلکي کومه علاقه  هم نه ورسره لرو. ښه به داوي چي موږ په خپل غم اودوي پخپله خوښی پرېږدی .

ياده دې وي چي گيله له وروره کېږي  .ومن الله التوفيق