د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علمي غلا په اړه څو یادونې!

سیدعبدالله ولي زی 04.08.2011 00:16

په ټول افغان کې مې د «سمیع الدین افغاني دې غلا نه کوي» تر عنوان لاندې یوه لیکنه او ورسره یو بحث ولوست. دا بحث مې ډېر وڅارلو، خو د افغاني صاحب خپل نظر مې تر ټولو خوښ شو.

ولې مې بحث څارلو؟ وروڼو ما د حق نشر په برخه کې لږ کار کړی او په دې برخه کې مې لږ څېړنه هم کړې، دا عنوان راته ډېر جالب ښکاره شو، نو ځکه مې پرانیستلو. ډېری نظرونه  یوازې نیوکې او ملاتړې وې او هیڅ یوه هم د ادعا لپاره کومه کره بیلګه نه وړاندې کوله، خو اوس مې چې د افغاني صاحب تبصره ولیده، نوځکه مې وغوښتل چې نظر پرې ورکړم.

ما مخکې یوه لیکنه د جرمني د دفاع په وزیر ګوتنبرګ پسې کړې وه، د هغې عنوان «د جرمني د دفاع وزیر په علمي غلا تورن شو» وو.

نو وروڼو د علمي غلا یا د خپراوي حقوق په دوو برخو ویشل کېږي، چې یو یې معنوي ارزښت لري چې په انګریزي کې ورته (Plagiarism) وايي او بل یې د معنوي ارزښت تر څنګ مادي ارزښت هم لري چې په انګریزې کې ورته (Copyright) وايي. په نړۍ کې داسې ډېرې پېښې را منځ ته شوې چې دواړه برخې پکې راسپړل شوې او څښتنانو د خپلو حقوقو ادعا کړې ده. خو د بده مرغه په افغانستان کې په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی، یوازې هغه غلا یا حقوق زموږ ځينې مشران استادان په شخصي توګه څاري چې په معنوي غلا پورې تړلې وي. معنوي غلا یعنې دموادو را اخیستل چې د اثر د خاوند نوم او اخځای نه وې پکې ذکر شوی او اخیستونکي هغه په خپل نامه خپاره کړې وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو ریاست د دې چارو لپاره جوړ کړی و چې د بده مرغه هغه هم بېرته لغوه شو او نن د افغانستان په کچه موږ د علمي چارو د څارنې او ارزونې هیڅ کومه رسمي اداره نه لرو.

په همدې موضوع مې له یون صاحب سره بحث کولو، هغه راته ویل کله چې یو څوک متن لوني او هغه یې ډېر خوښېږي، نو هغه بیا بیا لوني او په دې سره یې د متن د الفاظو جوړښت په ذهن کې پاتېږي او کله چې بېرته دی خپله لیکنه کوي، نه یوازې د هغې متن د جملې جوړښت بلکې پوره جملې به یې په ذهن وي او په خپلو الفاظو به یې لیکي، د ده به ګناه نه وې ځکه په خپلو الفاظو او له خپله ذهنه یې لیکلې، خو که څوک یې لوني نو وايي به چې ولا دا جمله خو د ده خپله نه ده. نو په دې توګه هم موږ له ډېرو علمي غلاو سره مخ کېږي، مګر دا ډول غلا ډېره جدي نه نیول کېږي، سره له دې چې دلته په غربي ټولنه کې د پوهنتون د یوه محصل کورنۍ دنده د ځینو سافټ ویرونو له لارې داسې څارل کېږي چې دا ډول تېروتنې هم پکې راباسي او اخطار ورکول کېږي، که دویم ځل لپاره دا چاره تکرار شي نو له زده کړې به محروم شي.

موږ په ټولګي د کورنۍ د ندې د جوړولو لپاره په ډلو وېشل شوي یو، یو ځل زموږ ډلې د یوې بلې سره یو ځای کار وکړ او خپله کورنۍ دنده مو یو شان جوړه کړه، کله چې مو کورنۍ دنده وسپارله، یوه اونۍوروسته نه یوازې دا چې زموږ نمبر په صفر ضرب شوې وې بلکې موږ ته اخطار راکړل شو، چې په دویم ځل باید دغه کار ونکړ ګڼې له زده کړو به محروم شو.

موږ په اونۍ کې یوه ورځ د علمي کار په نامه یو کورس لرو، په هغې کې هر کس یوه لیکنه کوي او وروسته هغه د استادانو له خوا څارل کېږي. هم د ادبي اړخه او هم د خپراوي د حقوقو له اړخه. په تېر سمستر کې زموږ ډېرو ټولګیوالو ته متنونه په نښه شوې و چې دا مو له پلانکي ځایه را اخیستی، په دې سمستر کې هم همداسې په ډاګه شول چې دغه متن مو له پلانکۍ پاڼې را اخیستی دی.

ما ته خپله ډېره عجیبه وه، او له استاد څخه مې وپوښتل چې دا مو څنګه پیدا کړ، موږ خو داسې پاڼې کارولي چې تاسو به بیخي کتلې هم نه وې، نو هغه راته ویل چې یو خو علمي کارونه ټول په یو ځای کې سره ټولېږي او هر څوک کولای شي اړوندې لیکنې له هماغه یو ځایه پرانیزي او هغه وګوري او بل دا چې موږ لږ نور هم کار آسانه کړی ستاسو جوړ شوی متن یو سافټ ویر ته ورکوو نو هغه  په خپله ټولې هغه څانګې په ګوتو کوي او اخځایونه یې هم راته ښکاره کوي چې په بل چا پورې اړه ولري. دا مې چې واورېدل ما ویل اوس باید د خپل لیکنې چل زده کړو، له دوی سره دوکه ګرانه ده.

د یادولو دې وي چې ما د افغانستان د علمي کارونو په اړه ورته وویل، زما پوښتنه داسې وه چې څنګه موږ کولای شي خپل دغه علمي کارونه په خپلو ژبو دغه مرکز ته وسپارو او په همدې شان موږ هم د یو سافټ ویر له لارې علمي غلاوې پیدا کړو. هغه راته وخندل ویل یې دا څوک نه درته کوې، او نه هم ته کولای شې خپله لیکنه ورکړې او ورته ووایې چې دا علمي ده او دلته یې ثبت کړه، بلکې ستاسو لیکوالان، ادبپوهان او څانګپوهان باید سره کېنې او یوه ډله جوړه کړه او هره لیکنه وڅارې د هغې ستونزې پیدا کړې او وروسته یې د معتبر مرکز په توګه په مجله یا ویبپاڼه کې خپرې کړې. په دې سره دغه مرکز خپله کولای شي ستاسو مرکز پیدا کړي او هغه له ځانه سره راجستر کړي خو دا ګډ وډ کار هغوی نه شي ثبتولی.

نو وروڼو موږ له هغه پړاوه لا ډېر لرې یو چې د خپلو ژبو ټول آثار پرلیکه کړو، بیا ورته د څارنې یو مرکز جوړ کړو او ورسره ورسره په څنګ کې داسې سافټ ویر چې هغه ټول وسپړلی شي اوعلمي غلاوو پیدا کړې، ډېر لرې یو. خو د خپلو ځینو انفرادي کړنو له لارې هم کولای شو د ډېرو څه مخه ونیسو.

نو پاتې د افغاني صاحب خبره شوه!

په لیکنه کې مدعي د خپلې ادعا لپاره هیڅ دقیق اثبات نه لري یوازې تورونه لګوې. نو ځکه یې منل لوستونکي ته ډېر ستونزمن شي. که چېرې لیکوال د افغاني صاحب په لیکنو کتنه کولی نو هغه به لومړی بیلګه موندلې وی، بیا به یې د هغې اصلي خاوند موندلی وی، او هغه دی لوستونکو ته وړاندې کړی وی. په دې سره به لوستونکو پرې قضاوت کړی وی، خو دا چې لیکوال صرف ادعا کړې، کیدای شي تر ډېره بریده نه منطقي او نه هم اصلاحي وي، بلکې یوازې احساساتي او تبعیضي به وي.

زه په دغه شان علمي موضوعاتو بحث کول خوښوم خو احساساتي خبرې چې موخه یې یوازې کرکه او کینه وي هیڅ کله علمي بحث نه دی، چې دا لیکنه او ورسره مل بحث یې ښه بیلګه دی.

سره له دې هم افغاني صاحب په ډېر ښه انداز ځواب ورته لیکلی، دی وایې چې کیدای شي دا تېروتنه له ما شوې وي خو زه بښنه غواړم. خو د افسوس خبره دا ده چې د دغه ښاغلي لیکوال د دغه توهین آمیزې لیکنې له کبله افغاني صاحب نا هیلی کېږي او وايي چې زه نور د شعر او نثر دواړو در تېر یم.

افغاني صاحب ستاسو د دغه خبرې مالوم شو چې تاسو علمي غلا نه ده کړې، نو بیا د داسو څو  کسانو چې د خپلې ادعا لپاره هیڅ دقیق مدرک نه لري په خبرو مه ناهیلی کېږه. تاسو درک کړه چې د دوی موخه نه علمي بحث او نه هم اصلاح ده، نو ولې بیا د هغوی په نظریاتو اغیزمن شې. هیله ده چې په خپلې پریکړې بیا کتنه وکړې او له خپلو  خلکو سره هوډ وکړې چې په راتلونکو کې به داسې آثار تاسو ته وړاندې کوم چې معیاري او علمي وي.

په پای کې هیله لرم چې د افغانستان اړوند چارواکي لکه د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان دعلومو اکاډمۍ دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د څارنې او ارزونې ادارې ډېر ژر رامنځ ته کړي. ګڼې ډېر لیکوالان به د خپلو کړو ناهیلي شي. زه د افغانستان په پوهنتونونو کې ډېر داسې استادان پيژنم چې د علمي غلا له ډاره خپل د علمي رتبې رساله او علمي مقالې نشر ته نه ورکوي. یوازې دری کاپې ترې جوړوې یوه له ځانه سره ساتي او دوه نورې یې د رسمیاتو لپاره ادارې ته سپاري. هیله ده چې دغه بدمرغي نوره ختمه شي.

د پرمختللي او علمي افغانستان په هیله