د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا د اسلام ټېکه داران يوازې پاکستانۍ مدرسې دي؟

سيدعاصم نږدې 02.08.2011 16:56

په دې وروستيو کې د کويټ ټايمز ورځپاڼې يو رپوټ خپور کړى، چې په کې د پاکستانيو مدرسو اصلي څېره څرګنده شوې ده، په دې رپوټ کې د هغو افغاني کورنيو اندېښنې څرګندې شوي، چې خپل ماشومان يې پاکستانيو مدرسو ته د دې لپاره لېږلي، چې هلته د خپل دين او آئين په اړه يو څه زده کړي او که د خداى رضا وي؛ نو د قرآن حافظان ترې جوړ شي.
دغه کورنۍ د پاکستاني مدرسو په اړه وايي، چې پاکستاني ښوونځي او مدرسې افغان ماشومانو ته د زده کړې پر ځاى د ځانوژنې او ترهګرۍ بريدونو چلونه ور ښيي. کويټ ټايمز ورځپانه د همدغو افغان کورنيو له خولې نقل قول کوي او وايي، چې ډېرى افغان کورنۍ ويره لري، چې د پاکستان د ښوونځيو او مدرسو لومړنى تعليم دا دى، چې له افغان بچيانو ځانمرګي جوړ کړي او بيا يې خپل هېواد ته ډالۍ کړي. دغه ورځپاڼه د خپلې همدغې خبرې د پخلي لپاره د افغانستان د کاپيسا ولايت د يو اوسېدونکي، چې خپل زوى يې پاکستان ته د ديني ښوونې لپاره لېږلې د خولې خبرې او اندېښنه را اخلي او وايي، چې نوموړى کس په خپل زوى کې د مدرسې تر تګ وروسته ژور بدلون ويني، زوى يې کابو يو کال د پاکستان په مدرسو کې تېر کړى او له کله نه، چې راغلى نو په فکر او کړو وړو کې يې پوره بدلون راغلى. نوموړى زياتوي، زما زوى د حکومت او موجوده نظام سخت مخالف دى، دى وايي څوک چې ځانوژونکى بريد ترسره کړي نو هغه شهيد دى او اسلام ورته لوړه مرتبه ورکړې ده، مسلمانانو ته بويه، چې د يهودانو او د دوى د ملګرو پر وړاندې جهاد وکړي او رنګ يې ورک کړي.
ياد پلار وايي، له دې وروسته به زه خپل زوى پرېنږدم، چې بيا مدرسې ته لاړ شي او دغه ډول دينې زده کړې وکړي؛ ځکه زه په دې ښه پوهېږم که زما د زوى همدا حال وي؛ نو زوى مې نور له لاسه وځي.
يوازې همدغه ياد پلار نه دى، چې له پاکستانيو مدرسو څخه سر ټکوي؛ بلکې په لسګونو او سلګونو افغان کورنۍ د پاکستان له مدرسو څخه سر ټکوي او وايي، چې زموږ بچيانو ته د اسلام د ور ښوولو پر ځاى ځانمرګي بريدونه ښيي او دوى د قرآن او اسلام له آرې لارې څخه منحرفوي او د خپلو شخصي او سياسي موخو ښکاروي يې، ځينې کورنۍ لا آن د دغه ډول امامانو او د اسلام ټيکه دارانو څخه دومره په تنګ شوي، چې آن د اسلام د سپېڅلي دين په اړه يې هم ځينې پوښتنې په ذهن کې پيدا شوي، چې ښايي د پوښتلو له امله يې هم ځان او هم نورو ګناهکاران کړي.
افغان ولس له ډېر پخوا څخه دا خبره کوله، چې د موجوده نظام په را پنځېدلو سره بايد دې نظام دينې برخې ته ډېره پاملرنه کړى واى او ډېرې لويې او په نړۍ والو معيارونو برابرې مدرسې يې جوړې کړى واى، چې نن افغان بچي نه پردې کېدلاى او نه د دوى پر وړاندې درېدلاى؛ خو داسې ونه شول او ورخ ترې اوبو يوړ؛ خو اوس هم لا وخت شته افغان حکومت ته په کار ده، چې خپلې ديني او عقيدوي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي، دينې مدرسې جوړې کړي، لوى عالمان او مولويان را ټول کړي او په يادو مدرسو کې يې په دندو وګوماري او ورته ووايي، چې د حق او د باطل ترمنځ پر تفکيکونو بايد خبرې وشي، افغان ماشومان په دې پوه شي، چې اسلام څه ته وايي، جهاد څه ته وايي، له چا سره بايد وشي او په کومو اصولو بايد وشي او همداسې نور اړخونه دې هم در واخله او په دې خبرې دې هم ورته رڼا واچول شي، چې ايا يوه مسلمانه بې وزله، بې ګناه افغان وژل جهاد دى او يا په دې روژه کې پر خلکو ځانمرګي بريدونه ترسره کول او په لسګونو کورنۍ د وير پر ټغر کېنول جهاد دى او که جهالت؟
په هر حال پاکستان تل د خپلو موخو او سياسي اهدافو د ترسره کولو لپاره په شکل د اشکالو د افغانانو وينې زبېښلي، افغان پوځ يې مات کړى، په افغانستان کې يې کورنۍ ستونزې او تاوتريخوالي پيدا کړي او بالاخره د اسلام، ژبې او توکم په نامه يې يو پر بل وژلي او تر تېغه يې تېر کړي، چې دا دى دا يې درېيمه لسيزه ده، چې افغانستان ترې ښه ورځ نه لري او افغان بچيان يې له امله په خپلو وينو کې لمبېږي؛ نو که افغان حکومت د دغو ټولو خبرو مخه نيول غواړي او غواړي، چې نور له دې ولس نه دغه وحشت او بربريت ورک شي؛ نو د حل پر اساسي لارو چارو دې فکر وکړي او يوه داسې لاره دې رامنځته کړي، چې نور هېڅ مور بوره او هېڅ اولاديتيم نه شي.