ورکه مینه
01.08.2011 21:09زه ستا انتظار کې سپیلنې شوم، بې وفا جانانه
زه ستا بې دیداره لیونې شوم، بې وفا جانانه
ستا په نوم مې زړه بیللې خودیدن آرمان دې تل زه کومه
د ملنګ په شان پرانیستلی مې ګریوان دې، بې وفا جانانه
د ورکې مینې آرمانجن ګرزومه درپه دره
په غمو نیشو کې دې زه ډوب یم، بې وفا جانانه
ښه ده چې ډیره مینه دې را کړلې نه ده
په چیغو چیغو به مې سا تا له بیلله، بې وفا جانانه
اوس د ژوندانه وروستی سلږې مې راغلې
وامیخله خپل غیږ ته ، بې وفا جانانه
نښتر ساپي , ویانا ښار