د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چيغې که رښتيا؟

سورګل ژمن تڼی 29.07.2011 23:55

په سایټونو او نورو ټولیزو رسنیو کې په دې اخیرو وختونو کې یو شمیر کسان د سختو او ترخو لفظونو یا په بل عبارت د غیرت د رابیدارولو لفظونو په کارولو سره، چې د پاکستان دولت سره د مخامخ جګړې پیلولو ته نه یوازې دولت، بلکې عام ولس، هغه هم د پاکستان سره پر پوله پراته ولسونه تشویق کوي، زما له نظره لږ د شتو امکاناتو څخه اوچتې او ذهني غوښتنې دي. لوستونکي او ټوله نړۍ پوهیدل او پوهیږي چې د ناتو او د کرزي د دولت پرضد د القاعدې او طالب په نومونو جګړه د لومړۍ ورځې څخه د پاکستان له خاورې پیل شوي او ترننه اوږده شوي ده، وروستۍ لکۍ یی لا هم نه لیدل کیږي. جورج بوش د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر میاشتې په سر کې غورتې- پرتې وویشتې او به زغرده یی اعلان وکړ چې په القاعده پسې به د نړۍ هرکنج ته ورځي، خو اوس د ټولو نړیوالو سره دا پوښتنه ده چې امریکایي پوځونو ولې په القاعده پسې د ډیورنډ د کرښې هغه خوا ته پښه وانه اړوله؟
افغانانو او ولسمشر کرزي هم د جګړو د پیل سره سم، دغه نارې او چیغې سر وو او دي چې د جګړه مارانو روزنځایونه او پټنځایونه په پاکستان کې دي، هلته ټرینینګ ګوري او په وسلو سمبالیږي. که ناتو غواړي چې د ترورستانو سره جګړه وکړي، د هغوی روزنځایونو ته دې ورشي. بهرنیان تر افغانانو لا بهتر او ژور پوهیدل او پوهیږي چې خبره همداسې ده. خو امریکا او ورسره ناتو د القاعده او ترورستانو ترنامه لاندې، هغه ځای ته چې موخه یی وه ځانونه ورسوي، ځانونه یی ورسول. دوی به د القاعده او ترورستانو سره یوازې په دغه ډګر ډغرې وهي، نه بل ځای. نړیوال قوتونه، پخپلو موخو پسې راغلي دي، هغه موخې که په افغانستان کې ترسره کیدای شي یا د دې سیمې په یوه بله پیڅه او لمن کې، هغه ورته مهمې دي او د ترلاسه کولو هڅې به یی کوي. دا چې د افغانستان سره ګاونډي څه کوي، دوی سر نه پرې خوږوي.
د بلې خوا، لکه چې ټولو ته څرګنده ده، د افغانستان دولت تر اوسه بې لاسونو او بې پښو( په سینه پروت ) دی، که نه نو کله تاسو اوریدلي دي چې کوم هیواد ته دې په یو ځل نه، بلکې په بې شمیره ځله د بهر څخه تیري کوونکي ورننوزي، د هغه هیواد بې ګناه ماشومان، ښځې او نر دې وژني، ټولګټې مؤسیسې، او اقتصادي بنسټونه دې ورته ړنګوي او هغه دولت دې رډ رډ ورته ګوري، د سخت عکس العمل ښودلو پرځای دې زارۍ ورته کوي؟
زه یقین لرم چې ټولو درنو لوستونکو، د افغانستان پرخاوره باندې د پاکستان د دولت تیری، دا د توپونو له ویشتلو نه لا ډیر د مخه ښه ښکاره لیده او بشپړ یی درک کوه، مګر هم هغه پخوا وختونه او هم اوس، یوازې دا متل مو مطلب ته رسوي چې تشه لاسه ته مې دښمن یې.
ګورئ ! د یو لک دیرش زره پوځ څخه مو، یو لک پوځیان مطلق بیسواده دي. همدا پرون ۲۷- ۷- ۲۰۱۱ د دفاع وزارت ویاند اعظیمي اعلان وکړ چې په شپږو میاشتو کې به یی باسواده کوو. نور یی ممکن لیک لوست وکړای شي او د ګوتو په شمیر به د لوړو زده کړو افسران هم پکې وي. دغه پوځ یوازې سپکې وسلې لري، ټانکونه، زغروال ګاډي، جنګي الوتکې درک نلري. بلمقابل پاکستان یو ملیون غښتلی روزل شوی، آزمویل شوی پوخ پوځ او د اوسني عصر نیږدې هرډول وسلې لري. درې ځله یی د ماتو او بریو سره د هندوستان غوندې پیاوړي هیواد سره ډغرې وهلي دي. برسیره پردې، موږ یی د کور د ننه هم په جګړو کې ګیر کړي یو. لکه چې ومې ویل، امریکا او ناتو هم ستا په غم نه ژاړي. پس په کوم زور ملا وتړو او د جګړې بل لا ستر ډکر پرانیزو؟

پای