د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخواشينۍ اوډاډگېرنې دڅرگندولو پيغام

حبيب الله غمخور 29.07.2011 02:39

هغه لاسونه دي مات سي چې پر تاپروته سول 

تير ويرمولاهيرنه وو اوتراوسه لا دافغانستان دپياوړي بچې شهيد محمدهاشم وطوال دويرکمبله اواره ده چي دپښتنو،علم اوفرهنگ قسم خوړلو دښمنانودپاکستان دکرنيلانو،استخباراتي تورمخوجنرالانويوه بله توره اوکرغېړنه دسيسه زموږ ولس  اوپه ځانگړې توگه دروزگان ولايت دترينکوټ غمځپلي ښار يان دوير پر بلې کمبله کښېنول .

همدا شېبه  مي دډله ايزو رسنيو له لاري په ترينکوټ کښي دپاکستاني نوکرانودترهگريزبريدخبرترلاسه کړ،هغه خبرلوستل مي لاپايته نه وه رسولي چي په بينواويبنواپاڼه کي بل دردونکی خبرخپورسواو دگران اميدجان خپلواک چي دعمريوگل ئي لانه ووټوکېدلی دشهادت خبرئي له ځان سره درلود .دې خبرزمادماشوم توب د دورې راته گران ملگري شهيد محمدهاشم وطنوال غم رانه هيراومافکرکاوه چي دهاشم وطنوال دشهادت ويرمي اوښکي په سترگوکي وچې کړي خودادي يوځل بياداغم للې اوښکي په سترگوکي راجاري سوې .قالوانا الله انا اليه راجعون

ارواښاداميد خپلواک دروزگان ولايت دترينکوټ په ښارکي يونوی راټوکېدلی ځوان وو،هغه دعلم ،فرهنگ اووطن سره مينه درلوده .ماته به ئي تل دروزگان اوترينکوټ دخلکوستونزي بيانولې .اميدجان خپلواک دروزگان دزورېدلوخلکو لپاره زمادوطني اوفرهنگی  چوپړاوزمادارزوگانودرسولويوازنۍ همکار،ملگری  اواستازی وو.زماله نظره هغه  د هېواد دځوان فرهنگی اوژورناليستيکي  ډګر ديوې ځلانده څيرې په توگه دډېرو ستونزواوکړاونو  په زغملوسره  په خپل ټول توان اوطاقت نه يوازي دروزگان بلکې دټول هيوادپه کچه  دافغانانودژوند دښېرازي اوبسياينې اوپه هيوادکي دسولي اودموکراسی راوستلوسره خاصه اوځانگړې علاقه درلوده.

اميد جان خپلواک په ډير لږاوتنکي عمرکي دخپل ژورنالستيک مسلک سره دځانگړې علاقې له مخې يو پياوی ژورناليست اودخپلو همزولانوپه ليکه کښي ډير زر وځلېداودخپلي مسلکي پوهی له لاري ئي نه هېرېدونکي وياړلي خدمتونه کړي دي . اميدجان خپلواک دروزگان اوپه ځانگړې توگه ترينکوټ دښارځوانانوسره زياته مرسته کول اوهغوي ئي علمي اوفرهنگی کاروته هڅول اوهغه پدې ښارکي دځوان فرهنگی بهيريوله بنيادايښودونکوڅخه شميرل کيږي ،شپه او ورځ به ئې دځوان نسل روښانه راتلونکي په هکله فکرکاوه دبرېښناليک اوتليفون په مرسته به ئي پدې هکله دمشورواومرستي غوښتنه کول .

دگران اميد جان خپلواک دغه بېلگه او وړتيا ددې لامل وگرځېده چي دافغان ولس اوپوهې دښمنانولپاره پدې تياره سيمه کښي داروښانه شمع دتحمل وړنه وه اوداترلمر روښانه ده  چي پاکستاني چارواکي اودکرزی صاحب پاکستاني وروڼه هيڅکله نه غواړي   داسي شخصيتونه ژوندي پاته سي .

خوپدې بايد پوه وي  چي د اروښاشهيد اميد خپلواک ناځوان مردانه په شهادت رسول به نه يوازي داچي په زرهاوو نور پر وطن مين ځوان ژرورناليستان ، ليکوال او اديبان راوزېږوي بلکه دهغه دشهادت دعاملينو،دادتورلېنگيونوکرانوپه وړاندي ئي دټول افغان ولس په تيره دقلم اوپوهي خاوندانوابدي کرکه اونفرت راوپاراوه .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي دارواښاداميدخپلواک  په شهادت رسول  اودغه تروریستي عمل په کلکه غندي، ځان دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو،علاقمندانواوټولونامدارواوگمناموژورنالستانواودهيوادله هغوپياوړځوانانوچي په سرکښې يوازي دخپل هيواداودې ربړېدلي ولس سره مينه ده ځانونه پدې ستر غم کي شريک بولي  .د لوی خدای ( ج ) له دربار نه  شهيداميد خپلواک ته فردوس جنت  غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله 

 

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور