د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډېر تلويزيونونه او معيار ته نه پام

کمال الدين رنځور 24.07.2011 13:35

په تېرو لسو کلونو کې په هېواد کې لسګونه ورځپاڼې، راډيوګانې، او تلويزيونونه جوړ شول تر دې چې په کابل کې د دولت سره د راديو او تلويزيون فريکونسيانې پای ته ورسېدې او اوس هغو خلکو چې مخکې له مخکې یې جر کړي دي په تور بازار کې یې قاچاقي پلوري. د رسنيو په دې طوفان کې په لسګونه تلويزيونونه هم جوړ شول چې بې له يو څو تلويزيونونو کابو ټول یې مزدورې او د افغانستان د ملي وحدت، ټولنيز جوړښت او اسلامي متانت خلاف د مزدورو کسانو له خوا جوړ شوي. خو د ملي فکر څښتنو تلويزيونونه تر اوسه نه دي توانيدلي چې د افغاني هويت خلاف جوړ شوو تلويزيونونو معيار ته ځان ورسوي.

اوس په رسنيو کې لولو چې په کابل کې نور تلويزيونونه هم په جوړېدو دي او يا جوړ شوي دي چې تر شا یې داسې خلک دي چې د افغانستان سره دښمني نه لري، په دې جمله کې ژوندون، وطن، پښتو، کابل نيوز او لوی افغانستان يادېږي. خو تر کومې چې زه د دې تلويزيونونو له پرواګرامونو او پلانونو خبر يم، که چېري معياري تلويزيونونه رامنځ ته نه کړي نو د کيفيت پر ځای به د تلويزيونونو کميت ډېر کړي.

ملي رسنۍ چې څومره ډېرې وي ولس او هېواد ته په ګټه ده، د حق اوازونه به ډېر شي او د مزدورو رسنيو په مقابله کې به له يو بل ملاتړ وکړي، خو يو ټکی ته بايد پام وشي چې تلويزيونونه بايد خلا ډکه کړي، نه دا چې خلاګانې رامنځ ته کړي.

دا تلويزيونونه بايد معياري وي ځکه کمزوري تلويزيونه به همتونه راټيټ کړي.  ښه به دا وي چې تلويزيون د يو هدف لپاره جوړ شي او هماغه هدف ته کار وکړي. نه دا چې ټول تلويزيونونه د توليد پر ځای د تلويزيون د خپرونو وخت د هاليووډ، بالي ووډ، لالي ووډ، طهران ووډ په فيلمونو او ډرامو او بې معياره موسيقۍ ډک کړي. دې کار ته ځکه اړتيا نشته چې سعد محسني او نور بهرني مزدوران او استازي په کې تکړه او له دې ټولو يې په ښه توګه ترسره کوي.

د افغانستان نفوس کابو ۳۵ مليونه دی او دا ايجابوي چې ډېر تلويزيونونه خپرونې وکړي. موږ بايد په شمشاد  او یو شمېر نورو تلويزيونونو بسنه ونه کړو. نوي تلويزيونونه دې د دې تلويزيونونو خپرونې نه تکراروي او افغانانو ته دې نوې خپرونې وړاندې کړي. خپل توليد او معياري خپرونې دي وکړي. په دې لړ کې لږ تر لږه لاندې متخصصو معياري تلويزيونونو ته ډېره اړتيا ده:

۱.  يو معياري تلويزيون ته چې خبرونه او سياسي تحليلونه وړاندې کړي اړتيا ده. په دې تلويزيون کې خپلواکي شرط دی چې د سياسي ډلو پر ځای خلکو ته په معيار برابر خبرونه، سياسي تحليلونه، مستند فيلمونه وړاندې او د ټولنې په ستونزو رڼا واچوي او رابرسېره یې کړي. د ژورناليزم اصيل اصول پلي کړي او لکه د الجزيره، بي بي سي، جيو نيوز او نورو په ډول يو معياري خبري تلويزيون رامنځ ته کړي.

۲. يو معياري سپورتي تلويزيون ته اړتيا ده چې هدف یې په افغانستان کې لوبو ته وده ورکول، خلک سپورت ته تشويقول او د نړۍ سپورت خپلو خلکو ته په خپله ژبه وړاندې کول وي. خپلې سيمه ييزې لوبې ولس ته وښيي او د امکان تر حده یې په ژوندۍ بڼه ولس ته وړاندې کړي.

۳. د کوچنيانو لپاره يو معياري تفريحي تلويزيون چې هدف یې افغان کوچنيان په ملي اسلامي روحيه روزل او د علم او هنر په وسله سمبال راتلونکی نسل روزل وي. د هالي ووډ، بالي ووډ، لالي ووډ او طهران ووډ پر ځای خپل توليد وکړي. د خپل توليد تر څنګ د ښو موخو لرونکي کارتونونه وژباړي او کوچنيانو او مور او پلار ته یې مستند فيلمونه چې د ماشوم په روزنه کې مرسته کوي وښيي.

۴. يو معياري تعليمي تلويزيون ته اړتيا ده. داسې تلويزيون چې نه يواځې زده کونکو سره په زده کړه کې مرسته وکړي، بلکه عامه خلکو په پوهاوي، د پښتو ژبې په زده کړه او پرمختګ، او د یو باعلمه مسلمان نسل په روزلو کې مرسته وکړي.

داسې تلويزيونونه چې ټوله ورڅ فيلمونه، موسيقي او يا ترانې خپروي د ټولنې روزنه او له هېواد څخه په سياسي، مذهبي، کولتوري، او ټولنيز ډګر کې دفاع نه شي کولی.