د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هم غل هم غمور

محمود نظری 22.07.2011 17:11

دلته هر قاچاقبر هم کومندان دی هم ریسلر
هرګوډاګی هم لاسپوڅی دی هم رهبر
هر سیاستمدار هم تیورسن دی هم دوړن
تجار موهم تجار دی هم کښونکی د کفن
دشورا وکیلان مو یوازې پیژني خپله ګټه
وزیرمو هم کار کوی مګر د خپل کام په وټه
مشر موهم مشر دی هم دی ډبلی مار
د هغه ډارن دلاسه ټول دولت دی بیمار
هر چنجی چې مقرر سي ولس ته سي مار
هر یو ددې ولس پښوته کیني یو لوی غار
ټوله بډي خوري هغه چې هضم کره اتل دی
که ګیر سو چې نه کیږي هغه یو بیا غل دی
که دی دلته مربی لره تل مربا څټه
کنه په پل خښتی کې د لري شوروا خوره
دا وطن يي ویشلی په عکسو دی
یو دبل سره يي اچولی په حملو دی
هر یو خپل پک ته وايي څڼور
یو په بله نیښونه لګوی لکه منګور
د یو مړی ته یو چکچکی کوي دبل ته بل
په خبرو شخړه د ه د دوشاخه او بایسکل
دښمن په کښي خپله کوي بار اچوي پر بل
د مړو په حلوا خوږوي خولې د یو بل
ناشولټي اوپشي پشی سوی دلته ژر رسي مقام ته
د پردوګوډاګیان ، ټکه اچونکی ژر رسي زمام ته
دلته دغنمو پر ځای اوربښې کرل کیږي
مګر بزګران په دی کښت او کر نه پوهیږي؟!
دلته ګنډکپان له القابو څخه اخلي ګټه
څو ک ځان مجاهد بولی څوک د مقامت سټه
دلته د هر یوه تر مطلبه یارانه ده
چې توبره یې سی ډکه تیاره ورته طیاره ده
ټوله په همدې تګ او دو دي اخته
نه مالومیږي کوم تور ممیز دی کوم خزدکه
دهر سوسمار مقرری یوه څریکه سی ولس ته
ځکه دا ټوله ایمان نه لري دوزخ دنس ته
دلته هر وخت د مشرانو دی ونګ ونګ
دهغو د لاسه چې یې دی پتلون لنډ او تنګ
دلته ډنده ماری ده د ولس د خپلو او پردو
څوک يي بمبارد وی څوک يي وژني په ځان وژونکو حملو

کنايي:
غنم ښوول او وربښی پلورل( چل او ختا ایستل )،خپله پکښې کول(خپل مقصد حاصلول)
،خپل بار پر بل اچول( مسولیت پر بل اچول)،ډسکی وېشتل( درواغ ویل)، پشی پشی کېدل (غوړه مالی کول)، تګ او دو( خواری )، ډبلی ما ر ( مداری)، ونډی ما ر( تقسیم کوونکی)