د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د غازي محمد جان خان په اړه څېړنیز سیمینار جوړېږي

سیدعبدالله ولي زی 21.07.2011 21:42

ټاکل شوې صبا د چنګاښ په یو دېرشمه نېټه چې د جمعې مبارکه ورځ ده، د رفیع کلتوري او مدني ټولنې له خوا په کابل کې د ستراتل او مبارز غازي محمدجان خان د ژوند او مبارزې د څېړلو په موخه یو علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شي.

په دې سیمینار کې به د تاریخپوهان، سیاستوالو او څېړنپوهانو د علمي مقالو د قرآئت تر څنګ د ولسمشر، سیاسي مشرانو او هغه کلتوري ټولنو پیامونه هم ولوستل شي چې د همدې سیمینار لپاره  رفیع ټولنې ته استول شوي دي.

رفیع ټولنې د دې ترڅنګ چې د سیمینار ټولې چارې یې سمبال کړي، د همدې سیمینار په ویاړ یې لسګونه کتابونه هم چاپ کړي دي. د دغو کتابونه په ډله کې یو کتاب د سیمینار د عنوان سره تړاو لري چې تکړه استاد ډاکټر خالق رشید لیکلی. دغه کتاب د غازي بابا د ژوند ټول اړخونه سپړي او د غازي بابا په اړه د کورنیو او بهرنیو تاریخپوهانو اندونه او څېړنې پکې ځای په ځای شوې دي.

غازي محمدجان خان د افغان او انګلیس په دویمه نړیواله جګړه د افغانستان د مرکزي سیمو د خلکو لارښود و، چې په ډېره مېړانه یې د انګریزانو په وړاندې جهاد وکړ او هغوی ته یې ماته ورکړه، کله چې مرکزي سیمې په بشپړه توګه د ده تر تسلط لاندې راغلې نو ده صریح اقرار وکړ چې زه د واک لپاره نه جنګېدم نو ځکه غواړم هغه چاته بیعت وکړم چې غواړي دغه واک ترلاسه کړي. په همدې موخه یې د مرکزي سیمو واک امیرعبدالرحمن خان ته وسپارلو. ویل کېږي چې د واک د لېږد په وخت کې غازي بابا ته د حربیه وزارت منل شوی و.

سره له دې چې ده قرباني ورکړه، خو بیا هم د حکومت پلوه خلکو له خوا په مرموز ډول په شهادت ورسول شو. چې تر اوسه یې د شهادت جزئیات د کوم مؤرخ له خوا نه دې نقل شوي. کیدای شې همداسې پاتې هم شي. تېرکال د بلخ ولایت په اړونده حیرتان سیمه کې د غازي بابا مزار وموندل شو او د ولسمشر د فرمان سره سم یې د ودانولو او جوړولو حکم صادر شو. چې تر اوسه یې د ودانولو هیڅ څرک نه لکېږي. 

نو سربېره پر دې چې د هېواد په اساس وخت کې د غازي بابا د ژوند په اړه د داسې یو سیمینار جوړول هېوادوالو ته د وطندوستی، قربانۍ او جهاد پیام لري، د خودګذرۍ او له واک تېرېدنه  یې هم نور پیامونه دې چې زموږ ټولنه نن ورسره لاس او ګریوان ده.

د غازي بابا د ژوند په اړه د دغه ډول علمي او څېړنیز سیمینار جوړول به د هېواد په اوسنیو حالاتو حتماٌ اغیز وکړي، او ډېری هېوادوال به خپل هغه مسؤلیت ته متوجې کړي چې دوی د پامه غورځولی.

دا چې رفیع کلتوري او مدني ټولنې دغه سیمینار جوړ کړی زه ترې مننه کوم، زه یې د یوه غیرحاضر غړي په توګه د دغه لیکنې له لارې غواړم هېواد پرې خبر کړم.

رفیع کلتوري او مدني ټولنه د ځینو ځوانانو په مرسته په کال ۱۳۸۶ کې جوړه شوه او په عدلیې وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته یې خپل عملي فعالیتونه پیل کړل. په دې لړ کې یې څو کلتوري، علمي او مشورتي غونډې جوړې کړي، لسګونه کتابونه یې چاپ کړي، د جاج په نامه یوه چاپي خپرونه یې د څه مودې لپاره چاپ کړې ده، په ډېرو کلتوري اوښتونونو باندې یې غبرګون ښودلی او تراوسه یې دا ډول نور کارونه ترسره کړي دي.

په پای کې یو ځل بیا د رفیع ټولنې د لا بریاو هیله او تمه لرم او خدای دې وکړي چې په همدې ډول د هېواد نور ځوانان هم حتی د لږ او کوچني کار لپاره لاسونه سره ورکړي، تر څو په یوه قوي قوت بدل شو. 

د آزاد، اسلامي او سوله لرونکي افغانستان په هیله

په درنښت

سیدعبدالله ولي زی