د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل عیب د ولو منځ وي!

بشارت ننګرهاری 21.07.2011 16:31

بشارت ننګرهاری
تیره شپه می دننګرهار دملی تلویزیون دنهو بجو په خبری سرویس کی دننګرهار دولایتی شورا دریس ښاغلی جمال قدیر په حواله یو خبر واورید چی ویلی و ټولو دولتی چارواکو ته خبر ورکول کیږی چی دافغانستان دولسمشر حامد کرزی دفرمان  دتطبیق لپاره دخپلو موټرو توری ښیښی سپینی کړی ،په بی نمبر پلیټه موټرو کی ونه ګرځی او دچارواکو خپلوان هم نه شی کولای چی ان دجهادی شخصیتونو او شهیدانو انځورونه په خپلو موټرو ولګوی جمال قدیر دا خبر داری هم ورکړی و چی دسرغړونی په صورت کی به ورسره قانونی چلند وشی.زه ددی خبر په اوریدو خوران حیران شوم .لومړی خو راته یو دول هیله مندی پیدا شوه چی که خیر وی ولایتی شورا هم هم دقانون حاکمیت ته ملا وتړله دلته می هغه دپښتو یوه ټپه هم په زړه را ووریده چی که دزلمو نه پوره نه شوه == افغانستانه .... به دی ګټینه.له ځان سره می وویل چی که حکومتی چارواکی دخپل مشر(جمهور ریس) دامر په پلی کولو کی ناغیړی کوی نو داسی څوک شته چی هغوی وڅاری او دولسمشر دفرمان عملی کولوته یی اړ باسی خو بل پلو خورا ناهیلی هم شوم او له ځان سره می وویل چی ښایی دښاغلی قدیر ددی خبری تر شاه څه نوری خبری وی او (دکاسی لاندی نیم کاسه وی) که نه خو په ښار کی چی څومره دتورو ښیيو موټری ګرځی نو تر نیمایی ډیری یی دده او یا دده دپلویانو دی که داسی نه وی نو ددی ښاغلی خپل زوی چی لا تر اوسه دافغان مراد په لیسه کی زده کوونکی دی دتورو ښیښو په بی پلیټه موټر کی ګرځی  پاتی شوه دانځورونو خبره که دا هم وګورو نه پخوا خو به یوازی دخدای بخښلی حاجی صیب قدیر انځورونه په یو نیم موټر تر سترګو کیدل او یا دخاکسار غوندی سړی هم په ځانګړو مناسبتونو په خپل موټر کی لګاوه خو اوس چی ګورو دښاغلی جمال قدیر له انځورنو هم خلک دترافیکی نمبر پلیټ په توګه کار اخلی ،په کوم موټر چی ددی ښاغلی انځور لګیدلی وی مجال شته که ترافیک او یا بل پولیس یی مخی ته ودریږی .زه وایم چی خپل عیب د ولو منځ وی که نه نو لومړی دی ښاغلی جمال قدیر دتالاشي څلور لاری ته راووځی او هغه کسان چی دده  او دده دپلار او یا دکورنی دنورو غړو له انځورونو ناوړه استفاده کوی په عام محضر کی مجازات کړی او امنیتی کارکوونکو  اوترافیکو ته دی دا ډاډ ورکړی چی که هر چا دده له نوم نه ناوړه استفاده کوله له هغوی سره دی قانونی چلند وشی او دا ډاډ دی هم ورکړی چی پر پولیسو او ترافیکو به سترګی نه برګوی نو موږ به ومنو چی ښاغلی جمال قدیر په رښتیا هم دقانون پلی کول غواړی او که دا کار یوازی دخپلو مخالفینو او یا سیالانو دکمزوری کولو لپاره کوی نو
چی خرڅوی یی رهبران په سوداګرو == خدای دی مل شی دوطن او دملګرو