د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لمرڅرک او د غازي نواز ښکرور دروغ

احساس خوستی 20.07.2011 16:33

لمر څرک د هغه خپرونې نوم  دی، چې د لمر تلويزيون څخه له شنبې تر پنجشنبې سهار ۸:۰۰ بجې په ژوندي شکل خپرېږي، ياده خپرونه څو برخې لري چې يو يې هم هغه برخه ده، چې پکې مخور مشران او يا چارواکي ميلمانه کېږي او خپل معلومات د يادې خپرونې له لارې نورو سره شريکوي، زه يو هم د یادې خپرونې يو تن مينه وال يم، چې په ډېره شوق سره يې هره ورځ تعقيبوم، مګر پرون ورځ (دوشنبه، چنګاښ ۲۷) د یادې خپرونې په ميلمه برخه کې د خوست ولايت يو متنفر،  شوکمار او بداخلاقه شخص(غازي نواز تڼی) ميلمه وه، غازي نواز چې د يوې تشپه نامه، رسواء او نفاق اچوونکې شوراء مشري په غاړه لري، د خپلې شوراء د لاسته راوړنو، پرمختګونو او ننګونو باندې خبرې کولې، او يادونه يې کوله چې د ده د شوراء ځینو غړو د شته تهديداتو په وجهه خپل ژوند له لاسه ورکړی او اوس هم ځيني ستونزي لري، د ستونزو په یادولو کې يې یوازې د امکاناتو خبره یاده کړه، چې موږ اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګريوان يو کنه نو ډېرې لاسته راوړنې به يې درلودلي وای، سره له دې چې ياده تش په نامه شوراء يې د افغانستان په څلورو کونجونو څلور څلور ځلې خرڅه کړې او د همدغه شوراء په نوم يې له مختلفو خلکو څخه پیسې اخيستي دي، خو بيا يې هم ولس ته په سترګو کې خاورې بادولې او د لاسته راوړنو خبرې یې کولې ويلي یې چې (زموږ شوراء تر دې دمه ډېرې قومي شخړې حل کړي، دا مو هم د هدفونو څخه يو هدف وه) زه د یو خوستي په صفت پدې باوري یم او حقيقت هم همداء دی چې تر اوسه یادې شوراء نه خو کومه لانجمنه شخړه حل کړې او نه هم پدغه برخه کې کومې لاسته راوړنې لري، خو که بيا هم کومه وړه شخړه یې حل کړي وي، هغه یې هم د خدای(ج) په خاطر نه ده حل کړې، له هغه څخه يې يا په خپله او یا يې د کورنۍ کوم غړي خپله برخه اخېستې.
ما لږ مخکې یادونه وکړه چې یاده شوراء يې په څو ځايونو کې په څو څو وارې خرڅه کړې غواړم په لنډ ډول یې له تاسو سره شریکي کړم.
لمړی: موږ ټول پرې خبر يو چې د يادې شوراء په نوم يې لمړی د حاجي عبدالظاهر قدير څخه په لکونو افغانۍ واخيستي او ويل يې چې د خوست ولسونه به ستاسو ملاتړ کوي، مګر بيا د خپل شته عدت له مخې یې بې ابه او بې ابرو کړ، پیسې يې ترې ترلاسه چې وروسته به يې په ناستو کې پسې ويل چې حاجي عبدالظاهر يو چرسي شخص دي نه خو په سياست پوهېږي او نه په کار پوهه دی .
دوهم: ټول خوست پرې خبر دی، چې د عمرداودزي صاحب څخه یې په لکونو افغانۍ په دې نوم واخيستې چې ماسره د لويې پکتيا قومونه ولاړ دي، هغوی به همېشه له تاسو څخه ننګ او ملاتړ کوي، مګر د دوه درې وړو وړو غونډو وروسته يې پر ځای پرېښود، چې وروسته په مطبوعاتو کې په اوسني نظام خلاف کولې چې اوس يې هم د مطبوعاتو په ارشیف کې موجود دي.
درېيم: همداء شوراء يې په درېيم ځل د شمالي ټلوالې په مهم غړي او د آئتلاف مشر ډاکترعبدالله عبدالله باندې خرڅه او ښې ډېرې پيسې يې پرې واخيستې او ډاډ يې ورکړ چې په لويه پکتيا کې به زه هغه څه درته د همدغه مېشتو قومونو په مټ ترسره کړم، کوم چې يې تاسو غواړئ، د بل طرفه د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کړې چې تر څو د ولسمشرلمړي مرستيال محمدقسيم فهيم او د کورنيو چارو محترم وزير جنرال بسم الله خان محمدي سره یې په تماس کې کړي، هماغه وه، چې دواړو ته څو تنه کابل مېشتي خوستي مشران وروستل، او ځان يې ورته من معرفي کړ هماغه مخور مشران تر هغه وخته نه و، خبر چې چیرته ځي او له چا سره ګوري مګر په يو او بل نوم يې د وزيرصاحب سره ملاقات وکړ، او په هماغه ځای کې د ولسمشرمرستيال او کورنيو چارو وزير ته يې سينه ووهله چې زه د حکومت ائتلاف (شمالي ټلوالې) کلک ملاتړی یم، دا چې له ماسره د لوی پکتیا ولسونه ولاړ دي، کولای شم د ولسمشراوسنی نظام د لاريونونو او رسنيو سره د مساحبو په مټ سرچپه کړم.
څلورم: څو اونۍ ترمخه د همدغه شوراء متنفر رﺉيس غازي نواز د بلخ والي استاد عطاء ته پسونه وروړي وه، د کابل مېشتي ځيني د لوی پکتيا مشران يې له ځانه سره په شکل د اشکالو راضي کړي او وړي وه، او استاد ته يې سينه وهلې وه، چې له تاسو سره ولاړ یم او همېشه به ستاسو تر شاه ودرېږم په ياده ليدنه کې یې خپله شوراء په څلورم ځل په استاد عطاء خرڅه کړه، هغه څوک چې له ده سره په دغه سفر کې ملګري وه، درې کسان پکې زه هم پيژنم چې د مزار څخه تر راګرځېدو وروسته یې راته وويل چې موږ خپله بې حده زیات خفه وه،چې دا مو څه څه واورېدل او غازي نواز استاد عطاء ته کومې کومې وعدې ورکړي، د هغوی په وينا چې په ښکاره یې د لوی پکتيا د قومونو غرور په پيسو او څو قصو خرڅ کړ.
يادې ډلې د متنفر، شوکمار، نفاق اچوونکي، او د څو مخو سیاست لرونکي د تش په نامه، بدنامې، رسواء او خونخوارې شوراء رﺉيس غازي نواز تڼي اصلي څهره نوه پيژندلې، په يادو ډلو کې لومړيو دوو خو په رسميت وپيژنده او پاتې دوه ډلې به يې هغه وخت ښه وپيژني چې دخپل عدت سره سم ورته پلان شوې دوکه ورکړي، شمالي ټلواله چې همېشه يې د جهاد، سولې، او افغانستان ته د ښې راتلونکي شعارونه زمزمه کول پداسې کړونو لاس پورې کړی فکر کوم چې پښتون مېشتو سیمو ته خاصه تګلاره لري، چې د غازي نواز حمایت یې شروع کړی، غواړي په لوی لاس د پښتون په قوم کې اور ته لمن ووهي او په شاه یې وتمبوي، ژوندی مثال یې هغه مطبوعاتي کنفراس يادولی شوه، چې غازي نواز د همدې ټلوالې د پيسو په مټ هغه وخت راوبللو کله چې ځانګړې محکمې خپلې پرېکړې اعلان کړې، په یاد کنفرانس کې غازي نواز د خوست څو وکيلانو ته ډېر سپکې کلمې يادې کړې او ويل يې چې دوی په جعل او تذویر ولسي جرګې ته لار پیدا کړې وه، دا چې ياد وکيلانو په جعل او تذویر ولسي جرګې ته لاره پیداکړې بايد محکمه دوی را کش کړي، او هم يادو وکيلانو پسې لاريونونه کول، چې مطبوعاتو له لارې ټول هېوادوالو ليدلې، او د انتخاباتو کارتونو ته يې اورونه اچول، او داسې حمايت په واقعي ډول نفاق اچوونکی وي.
په هر لحاظ د غازي نواز کړه وړه، اعمال او کردار د لوی پکتيا ټولو اوسيدونکو په خاصه توګه خوستمېشتو ته ښه معلومه ده، چې پخواء یې څنګه وه؟ په ماشومتوب، تنکۍ ځوانۍ او د تر اوسه په کومو کومو کارونو حتی تردې چې په اخلاقي فساد اخته او پټ فلمونه يې هم ځينو ملګرو سره موجود دي. دا چې د کومو قومي مشرانو نومونه اخلي، يا د کومو قومي مشرانو په سر پیسې خپل جیب ته کوي په حقيقت کې هماغه مشران ترې نفرت کوي، د ده نوم اخېستل نه غواړي، او نه غواړي چې خپل اولادونه له ده سره اړيکو او ناستې ولاړې ته پرېږدي، ځکه چې د وخت کارنامې يې همدغو مشرانو ته یادې دي، د لویې پکتيا غيور ولسونه او مخور شخصيتونه له ياد شخص څخه نفرت کوي، مګر هغه بیا د خپلې چالاکۍ په وجه څو تش په نامه مشران راټول کړي او خپله پرده یې راوستې ده، کنه د لویې پکتيا مخور شخصيتونه له ده سره په لاس ستړي مشي هم نه کوي، بداعماله غازي نواز او دده د کورنۍ نور غړي غواړي چې ځني دولتي مامورين، ژورنالستان او د ملي پوليسو افسران تهديد کړي، ترڅو دده خواهشات پوره کړي، چې له ډلې يې په سرحدي پوليسو فشار راوستل او د ياد کنډک څخه د لسو سربازانو په شاوخواء ترلاسه کول چې ترڅو د ده تش په نامه شوراء د حویلۍ ساتنه وکړي او د څو نورو تنخواګانې او اعاشې خپل جیب ته کړي، د اخلاقي فساد خبره یې هم ښکاره ده چې د سیفور په نوم تنکی ځوان له ځانه سره ګرځوي دا چې پدغه اعمال يې ټول خوست خبر دی نو ځکه خو د خوست پخواني امنيه قومندان په خوست کې د یو خصوصي تلويزيون (غرغښت تلويزون) له لارې هم یاده کړې وه، په لسګونه ملي پوليسو چې ده د خپلې شوراء په نوم له امنيه قومندانۍ او سرحدي پوليسو څخه اخيستي په تنخواګانو يې د شپې لخواء هغه محافل جوړوي چې نه هم د اسلاميت، پښتونولۍ او نه د افغانیت سره سمون خوري، د ملي پوليسو د لباس بې قدري کوي او قطعاً يې له پامه نه راځي، پخواني امنيه قومندان اسحاقزي غازي نواز ته ۱۴ عسکر ورکړي وه، چې د ټولو عسکرو معاش او نور ټوله اعاشه يې خپل جيب ته اچوله، د جنايي چارو پر ضد د مبارزې مسوول ګل داد تڼی هم د غازي نواز خپل خاص نفر وه، ټول هغه چا چې جرمي دوسيې درلودلې بې له دې چې قومندان صاحب خبر شي د بند څخه به يې خلاصول، که له يوې خواء غازي نواز خلکو ته داسې ذهنيت ورکوه چې دوی ورسره مرسته او کومک وکړه، مګر له بلې خواء يې ورڅخه د ياد مجرم د خلاصو په بدل کې ښې ډېرې پيسې اخيستې، ګل داد که په اصل کې د قومندانۍ مربوط يوه کارمند وه مګر امر پرې د غازي نواز تڼي چلېده، دهمدغې مديريت يو تن بل صاحب منصب چې نوشاد نومېږي او د سر نه تر پښو پورې د غازي نواز په خدمت کې وه، هر محفل کې چې به غازي نواز د هغه عسکرو د تنخواء په پيسو جوړه چې قومندانۍ ورکړې وه نڅاء به يې ورته کوله او چېرته به چې غازي نواز غوښتل نوشاد به يې له ځانه وړه يو ورور يې چې د ولايتي شوراء معاون دی له هغه سره به همېشه د قومندانۍ مخابره ورسره وه، او د قومندانۍ له ټوله اجراءتو او پلانونو به يې ځانونه خبرول، او زياتره وخت به په دفتر کې يې د قومندانۍ په اړه بحثونه کېدل له کله چې کشفي ارګانونو دا خبره واخېسته په قومندان صاحب يې فشار راوستلو نو قومندان صاحب مجبور شوه، چې د نوشاد او ګل داد له وظيفو برطرفه او غازي نواز ته ورکړل شوي عسکر بېرته واخلي همداء وجه وه چې غازي نواز قومندان صاحب په مطبوعاتو کې خبرې شروع کړې، ځکه غازي نواز دا حالت نه شوای برداشت کولای چې عسکر دې ترې واخلي، لاسوهنه په داخل د قومندانۍ کې بنده کړي او د دده په زړه په پوستونو دې دخلکو ګمارلو مخه ونيسي. تڼی نه یوازی په داخل د قومندانۍ کې غواړي خپل نفر ولري، تقرري او منفکي د ده په لاس کې وي بلکه غواړي د ولسواليو امنيه قومندانان هم د ده په خوښه مقرر او منفک شي او د هر څه نه دی په جريان کې وي.
دې ترڅنګ له هغو قراردادیانو سره چې د کوم ډونر لخواء پروژه وګټي د خپل عدت سره سم یې کله د وزیر، کله د معين، کله د والي او کله د چا او کله د چا په نوم تهدیدوي، یا ترې فيصدي اخلي، یا پرې موټر اخلي او يا پرې خپل کور کې برمه وهي.
زه له ټولو لوستونکو څخه غوښتنه کوم، چې له داسې منفرو اشخاصو په پيژندګلوۍ او د هغوی د تېر په اړه دې له نورو سلاح او مشوره واخلي او د حد تر پولې دې پرې اعتماد وکړي.
په همدې هيله.