د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امن سندره

طفيل احمد زرياب يوسفزيئ 19.07.2011 02:14

ابادول غواړی دا کانړی کانړی غرونه دا مانړۍ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
ژوندی کول غواړی رودونه ګودرونه دا مانړۍ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
دا ساه ختلې غريو نيولوې ژوندون
شړنګ د پانزيبو او بنګړو غواړی
دا ويني ويني خوږزورلې ژوندون
شړنګ د پانزيبو او بنګړو غواړی
د ژوند مستي غواړی نختری چنارونه دا مانړۍ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
د هری پيغلي مرګ خوړلي ځواني
رنګ او سرور غواړی سيالئ غواړی
د جنګ په اور باندی سيزلي ځواني
رنګ او سرور غواړی سيالئ غواړی
په سر توری ناستي تش خالي لاسونه دا مانړۍ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
چی مرور سپرلي بخلا کړو جانه
په ننواتي خو جرګه به اوکړو
ژوند چي به ژوند رضا کړو جانه
په ننواتي خو جرګه به اوکړو
ګني سیزی راله بارود د ساه لړونه دا مانړئ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
به خپل وطن کښې مسافر ولي يو
ګناه څه کړي خطا مو څه ده
داسی بې کوره در په در ولي یو
ګناه څه کړي خطا مو څه ده
کنډر کنډر مو شوې حجرې وران جوماتونه دا مانړئ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
ځه چې ځو بيا هغه ميلې جوړی کړو
د ژوند نغمه دسره بيا اوچيړو
بيا ژوند ته مست شو تماشې جوړي کړو
د ژوند نغمه دسره بيا اوچيړو
د محبت په اور کوشير کړو ستړي زړونه دا مانړئ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو
د سوال سپرلي نه خپل سپرلي راوله
زريابه رنګ او نور مستي اوشنده
هغه ورک شوي ليوني راوله
زريابه رنګ او نور مستي اوشنده
پيغلو نيولي دي د امن دا فالونه دا مانړئ
ځه چي ځو جانانه خپل وطن ته ځو