د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مسکو کې د جهاني صاحب نمانغونډه

نويدوزرز 18.07.2011 01:02

د شنبه ورځ د چنګاښ دمیاشتې په ۲۵ نېټه د روسیې د فدراتیف د مسکو په ښار کې د افغانانو کاري مرکز او سراسري ټولنې په نوښت دافغانستان د پیاوړي شاعر او لیکوال ښاغلی باري جهاني نمانځغونډه جوړه شوه.
غونډه د کلام الله مجید د ‎څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل او وروسته له هغه چې د افغانستا ن د اسلامي جمهوریت درییس، محترم حامد کرزي د ورور او د کندهار د ولایتی شورا درییس احمد ولي کرزی دشهادت په مناسبت د حمهور رییس کورنۍ ته تسلیت او مرحوم ولي کرزي ته دالله ج له دربارد جنت دعا وشوه د روسیی په فدراتیف کی دافغانانو د کاري مرکز مرستیال محمد عمر ننګیار د غونډي موخه او پروګرام حاضرینو ته واورول.تر هغه وروسته دافغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولنې رییس محترم غلام محمد جلال د ښاغلي باري جهانی د لوړ ادبي شخصیت په اړه یو لړ مطالب بیان کړ او دی یې د پښتو دمعاصرو ادبیاتو سرلاری وباله.ده همدارنګه وویل چې په مسکو کې د افغانانو کاري مرکز او سراسري تولنه ویاړي چې د خپلو فرهنګي هڅو په لړ کې دادي دهغه چا د خدمت جوګه شوی دی چې خپل ټول عمر یې د ادب او فرهنګ په ځانګړي توګه د افغانتسان د ادب او فرهنګ چوپړ ته ګمارلی دی.دا ادبي شخصیت استاد باري جهاني دي.
دافغانانو دکاري مرکز او سراسري ټولنې رییس محترم غلام محمد جلال زیاته کړه:جهاني لکه څرنګه چې له نامه یې پېدا ده د جهاني شخصیت او د جهاني تفکر خاوند سړی دی.دده آثار او شعرونه که په يوه ژبه یانې پښتو لیکل شوي خو دده په آثارو کې دشاعر اند داسې لویه لمنه لري چې د افغانستان هر وګړی په هغو کې ځان او د خپلو هیلوو نندارتون لیدلای شي.
موږ هڅه کوو چې د افغانستان نور ادبي شخصیتونه هم ونمانځو او خوشخاله په دې یو چې ددغه لړۍ پېل په داسې یو چا کېږي چې د افغانستان دمختلفو ژبو خلک دهغه له تخلیقاتو سره آشنایی لري او نه یوازې تشه آشنایي بلکه دهغه د آثارو درازښتونو سره هم پوره بلد تیا لري.
هغه وویل:استاد باري جهاني د افغانستان دملي سرود شاعر دی ، دهغه سرود شاعر چې هر هېواد ال ورسره ځان نږدې بولي.چېرته جې دا سرود غږول کېږي هلته د وطنپالنې احساسات په هیجان راځي او هلته د هېواد او دين پالنې روحيه په څپو او هلته بیا جهاني یو ځل بیا په ذهنونو کې تداعي شي.جهانی همیشه زموږ په ذهنونو کې ،زموږ په زړونو کې دی . مسکو ته دده په راتګ ویاړو.ده ته او ټولو هغو دوستانو چې له مختلفو هېوادونو څخه زموږ بلنې ته یې د جهانی صاحب د غونډې په مناسبت هرکلی ویلی هرکلی وایو، ښه راغلاست وایو د جهاني ْ صاحب د نمانځغونډې دکار بریالیتوب او ټولو میلمنو ته په مسکو کې د ښو شپو ورځو هیله کوم.
د ښاغلي غلام محمد جلال له وینا وروسته ښاغلی جهانی او د افغانانو دکاری مرکز او سراسري ټولني مشر هغه ټاکلي ځای ته را وبلل شول چې مخکې ورته برابر شوی وو.ددوی راتګ ټاکلي ځای ته د حاضرینو له ولولو سره بدرګه شو.
بیا مسکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت فرهنګې آتشه د ښآغلي باري جهانې لنډ ژ،ند لیک یې ولوست او د غونډې برخه وال یې د باري جهاني له ژوند و اند سره نورهم آشنا کړ.بیا ډاکتر لطیف بهاند د جهاني پري شعر جهان یو ځغلند واچاوه ، دده دشعر منځپانګه یې را وسپړله او پر هر هغو اړخونو یې رڼا واچوله چې تر اوسه پورې ډېر نور خلک پرې نه پوهېدل.
تر هغه وروسته مایکروفون ښاغلی جهاني ته وسپارل شو او ورڅخه هیله وشوه چې د غونډې برخه والو ته چې نه یوازی در وسیي میشت افغانان بلکه د مسکو د لیکوالو د اتحادیي مسولین او له بو شمېر نورو هې،ادونو او د روسیي له نورو ښآرونو څخه راغلي دي ، خبرې وکړي او شعرونه واوروي.
ښاغلي جهاني وویل:زه له ټولو هغو دوستانو او په ځانګړي توګه په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولنې څخه دزړه له کومي مننه کوم چې مسکو ته یې زما دراتګ بند وبست کړي دي.ده دخپلو شعرونو په اړه یو لنډمعلومات وړاندې کړ او دوستان یې را وبلل د شعرونو اورېدلو ته.
ښاغلي جهاني دشعرونو پرتمین محفل یې په یو مناجات ښکلی کړ چې په هغه کې له لوی خدای څخه دهېواد دآبادۍ هیله شوې وه،بیا ورپسې نور شعرونه، کیسې،غزلې د عمر خیام رباعیات او نور او نور چې یو په بل بسې د غونډې د برخه والو له خوا په چکچکو او ګلانو ډالي کولو سره بردګه کیده. د یادونې وړ ده چې د عمر خیام د رباعیاتو د اصلی متن په لوستلو او دکلمه کې ښاغلی ډاکتر شاه محمد ګویا له ښاغلي جهانی سره ملګرتیا وکړه .
تر هغه وروسته په مسکو کې یو شمیر میشتو افغانانو هریوه سیف الله لاروی،میرویس ویال،محمد عمر ننګیار،خاطره رضایي، خپل شعرونه یې ولوستل او ډاکتر علي کریمي د باری جهانی د شعر پر ځانګړنو يې رڼا واچوله.
علی کریمی چې د دري ژبي ژورنالیست دی او په روسي ژپه هم ښه پوهیږي وویل:ما د جهانی صاحب په مناجاتو او درباعیاتو په ژباړه کې دوې جلا جلا ځانګړنې ولیدلې.مناجات د افغانستان په اړه دده داند ښکارنديي کوله چې دداسي یو شاعر څخه همدا سې هیله کیدلای شي.بله خبره داده چې ما د عمر خیام مناجات په ډېرو ژبو کې لوستي دی هغه اصالت او خوند چې د باری جهاني په ژباړه کې ما وليد، دهیچا په ژباړه کې نشته.زه رشتیا وایم چې که اوس حضرت خیام ژوندی وای نو ډژر رباعي ګانی به یې لیکلای وای چې هغه جهانی ژباړلای وای.
په غونډه کې له سوېدنه څخه راغلی مېلمه ډاکتر حکمت الله حکمت،له بلجیم څخه راغلی مېلمه حاجي محمد امین باوري،له هالند څخه را غلې مېلمه عبدالله جان احسان او له اوکرایین څخه را غلی میلمه انجینیر محمد عثمان هم خبرې و کړې او هر یوه پخپل وار سره هم دجهاني شعر یې وارزول او هم دهغه په اړه جوړه شوې غونډه یې.
د ښآغلي جهاني د نمانځغونډې په پای کې د مسکو د ښار د لیکوالو د اتحادیي د ریسسه هسات غړو ولګا پاولوفنا ددغه اتحادیی مسوله سکرتره او خاندیکوف د اتحادیی مرستیال خبرې وکړي.ښاغلی جهاني ته یې د ګلو ګيدۍ ورکړي .خادیکوف پخپلو خبرو کې وویل چې،ما دجهاني شعر د روسي لوی شاعر پوشکین سره موازي بېدا کر.دده دشعر موسيقي د پوشکین د شعر له موسیقي‎ سره نږدیوالی لري دا به ډېره پر ځاي خبره وي چې موږ جهاني ته د افغانستان پوشکین ووایو.
دمسکو دلیکوالو د اتحادیی مسوولینو ژمنه وکړه چې د جهاني شعرونه به په روسي ژبه وژباړي او چاپ یې کړي.
غونډه چې دماښام په ښپږو بجو پېل شوی وو پتیېل شوې وه چې د شپې په اتو بجو پای ته ورسېږي خو د شپې تر دولسو بجو پورې اوږود شو.
دغونډې په پای کې برخه والو په هغه مېلمستیا کې برخه واخیسته چې د افغانانو د کاري مرکز او سراسری ټولنې له خوا د ښاغلي باري جهانی او له بهره راغلیو مېلمنو په ویاړ برابره شوی وه.
دیادونې وړده چې غونډې ته له جهاني صاحب سره له سویدن،بلجیم،بیلاروسیه،هالند،فینلند هېوادونو او په روسیه کې د سان پترزبورګ،ستاوروپول،اولګا ګراد،کلوګې،ایوانووا او د تاتارستان د کزان له ښار څخه یو شمېر دوستان او د جهانی د شعر مینه وال هم را بلل شوي ول