د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې د افغانستان د استقلال جشن

سيدجان کارواني 15.07.2011 00:17

بسم الله الرحمن الرحيم


په لندن کې، د افغانستان د استقلال په ياد جشن

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،

داده، سږکال، يوځل بيا، د ګران افغانستان د سياسي استقلال د تلين تاريخي وياړمنه ورځ د روژیِ په مُبارکه مياشت کې راځي . له همدې امله، په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه، ســږکال د افغانستان د استقلال، د دوه نويــيــم [ ۹۲ ] تلين په ياد جشن د جولای دمياشتیِ په څلرويشتمه [۲۴ ] نېټه، چې د يکشنبیِ [ دوَيم ] ورځ کيږي،جوړوي .
ترڅو بيانيو، مقالو او شعرونو وروسته به د جشن زيات وخت سندرو، سازونو، ډولونو او اتڼونو ته ورکړ شي .
تاسو ټولو قدرمنو وطنوالو ته، ستاسو د کورنيو او دوستانو سره يوځای، بلنه درکوو چې په خپل ګډون سره د افغانانو د ازادۍ د ياد جشن، د تېرو کلونو په څېر، دروند او ښکلی کړئ .
استقبال ته مو سترګی په لاره يو!
په درنښت

سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر


نوټ: محترم شاعران او اديبان او ګران اتڼچيان ځوانان دې، لطفآ، د جشن د پيل نه نيم ساعت مخکی راشي.
د پيل وخت: د مازديګر درې نيمی بجی.
ځای يې: د پخوا په څېر
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
02089930593 او 02089932129