د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددکتور فاروق أعظم طنزونه

پوهنمل محمود نظری 11.07.2011 19:11

.

د نا اهله حال بجلی ته پاتیږی
چی پر آس باندی سپریږی نو خر کیږی

قام او ملک ټول په خواریږی او ټیټیږی
څومره دی چي لا غټیږی او لوړیږی
ډاکتر صاحب دبیځایه او بې وخته کار په هکله وایي :

بیځایه خبره
اودس کاوه صوفی پر یو ویاله څه یی ویل
استنجا‌ء کی یی د پزی د پریولو دعاء‌ لوستل

یو ملا ورته پرغوږ شو چی لالیه ښه دعا ده
خو سوری دی یی خطا کړی په بریتو کی یی خندل

بیا مظلوم ته دهغه حال په طنز بیانوي :
ظالم او مظـلوم


دظالم لاس کی چی ګورم سره ګلونه
دمظلوم په لاس ولچک او هتکړۍ
دظالـم پـه غــاړه ګــورم هــار دګـلـو
دمظـلوم دا پـنـډ ځـنځـير دغـلامۍ
دظالم په پښو کی بوټ دی خارجي
دمظلوم په پـښو د اوسپـنی بـيړۍ
ظالم ناست په شيش محل دتخت له پاسه
مظلوم سر د دار او غاړه کې رسۍ
زه پـه تـمه دهـا ورځی يـمه خـدايـه
مظلومان چی سی مأجور دمظلومۍ
چی ظالم محتاج دعفوی دمظلوم سی
نـور دظلم ټـغـر ټـول سی له نړۍ
هغه د ظلم د ختمیدو لاره یوازې د مظلوم مبازره بولي نو ځکه مظلوم مبارزي ته هڅوی هغه ته په طنز وايي راځئ د ظالم سترګې په نوکانو راوباسو!

دا ده دنـده زمـا وسـتا او دهـر نــسل
چی به کړو مبارزه بی خوف و فصل
د تــذويـر جامه به بـاسـو لـه بــدنــه
د هاچا چی ظاهر پاک، باطن کيخنه
هاچی اچوې ملت سترګو کي خاورې
دهغـو به سـترګی باسـو په نـوکاري

بیا وايي تقدیر ونه به تدبیرونو جوړیږي د هغو به خبرو چې وايي ستاسو
تقدیر داسی دی ځان مه ختا باسئ ، تقدیر په خولو لیکل کیږي.

تـقديـرونه بـدل کړي تـدبـيرو دي
ازاد کړي يي غلامان له ځنځيرو دي
مـلتونه يي له خاورو پورته کړي
شـنه باغـونه يي اوچـت له هديرو دي
جنتونه هغو جوړکړه پخپل لاسو
چي ليکلي يي تـقديـرونه په خولـو دي

ډاکتر صاحب نثری طنزونه هم لري لکه رشوت په ګمرک کې ، دشطرنج اصلی لوبه، زموږقفس
غیرتمنه موراوبې غیرته زامن او داسی نور
د ګمرک په رشوت کې :د ګمرک مامور چې رشوت نه خوري ، یو تجار هغه هڅوی چې هغه څه پیسی د تجارت لپاره ورکړي چې بې رشوته يې ګذاره وسي، هغه دا منی ، نو کله چې مال ګمرک ته ورسیږی تاجر هغه ته خبر ورکوی ،چې زما او ستا مالونه راورسیدل هغه دا مالونه بې محصوله تیر وي همداسی تجارت روان دی ، هغه ډیره ګټه وکړه، هغه د خدایه شکر کوي چې بې رشوته یې بډاي کړ!

د شطرنج په اصلی لوبه کې : خان د ولسوال سره په دلخواه شرط د شطرنج لوبه کوی اوخان د هر کار تر مخه هغه لوبه پرولسوال بایلی او ولسوال د هغه له کوره یو شی وړی
ولسوال خوشاله دی چې ښه شطرنج يې زده دی او شرطونه ګټي او رشوت نه اخلي

په موږ قفس کې : هغه طنز د خپل زوی له یو سواله پیلوی چې د لندن په ژوبڼ کېې د مرغانو په وا ټ کښې ولاړ دی .
پلاره ! د کندهار په ژوبڼ کی مرغان څنگه اوسی؟
هغه ورته وایي:
بـچـیه، موږ او پرنگیان دواړه ښکلي مرغان له شـنو باغو او ښایستو درو څخه نیسو، په قفس کښې یې اچوو، بندیانوو یې او د آزادۍ له نعمته یې بې برخې کوو. خو فرق پدې کې دی چې ددوی قفسونه زموږ تر هغو نسبتا لوی او پنجرې یې زموږ تر هغې یوله بله لیري دي. دلته مرغان گرځي، الوزي او ژوند کوي خو یوازې هغه مرغان په عذاب دی چې لوړ الوزي. دلته یوازې د هغو مرغانو سرونه د قفس دیوالونه راگرځوي چې د لوړو الوتو خیال لري

هغه دوطن وضع داسې ښه انځوروي :
يوه شـپه څراغ په لاس کي گرځیدمه کور په کور
چي معلوم کړمه په ښار کي کوم یو کور دی کوم يو یې ګور
چي پـيدا کړم چا بل کړي دا تورتم کي څراغـونه
څوک دمرګ په خوب ويده دي شاته کړي يې غمونه
هـدیره راته ښـکاره سوه ټـوله ښار له بـده بـخـته
هـغه کـور چي چـا بالـه بــه، هـغه گـور وو لا د وخــتـه
چی بــیدار وو هـغـه غـل وو یا نشه تللی له ځانه
لـه کـــورو هـمــدوی راوتــی، نـا آرامـــه، پــریــشـانـه

پای