د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانۍ ولې ولويده او د توکو قيمتونه ولې لوړ شول؟!

کمال الدين رنځور 10.07.2011 19:35

د کابل بانک په ځينو چور شوو پيسو په دوبۍ کې ماڼۍ ګانې اخيستل شوي چې د ګارډين د رپوټ له مخې په کې د کابل حکومت چارواکو ته جينکۍ هم چلول شوي دي.

د تېرې اونۍ راهيسې افغانۍ په لويدو ده او د توکو بيې په لوړېدو دي. د امريکايي ډالر په مقابل کې افغانۍ له ۴۴ څخه ۴۹ ته ولويدله. پخوا به يو ډالر د ۴۴ افغانيو سره تبادله کېده خو اوس يو ډالر د ۴۹ افغانيو سره تبادله کېږي. په بل عبارت په درې اونيو کې د کابل حکومت په اعتراف افغانۍ د بهرنيو کرنسيو په مقابل کې ۱۲٪ بيه له لاسه ورکړې ده. دا په تېر لس کلن تاريخ کې بې ساري تاوان دی چې د ګران هېواد پولي واحد یې ګالي. دا داسې لويدنه ده چې افغانانو هغه وختونه يادوي چې يو ډالر به د لسګونو زرو افغانيو سره تبادله کېده. خو وجه یې څه ده؟

د هېواد د پولي واحد د لويدلو اصلي لامل له کابل بانک څخه د واکمن مافيايي رژيم د غړو غلاګانې دي او بيا دې بانک ته د افغانستان د مرکزي بانک له ريزرف څخه ۸۵۰ مليونه ډالر ورکول دي. د افغانستان د مرکزي بانک له درې بليونه ډالرو ريزرف څخه د دې ريزرف کابو ۳۰٪ کابل ته ورکول د ځانمرګۍ په مانا و ځکه چې دا کمزوری ريزرف د افغانۍ د ثبات لپاره شتون درلود او د هېواد د پولي واحد پشتيباني وه.  همدا وجه وه چې نړيوال وجهي صندوق د کابل رژيم ته وويل چې دا کار به یې له ستونزو سره مخامخ کړي او د کابل په دې کار یې سخته نيوکه وکړه.

د افغانستان د مرکزي بانک د رزيرف کارول د افغان حکومت ستره غلطې وه چې د کابل د مافيا بې سوادانو د خپلو غلاګانو د پټولو په موخه وکارولې او ولس یې د دې کار په کولو دويم ځل لوټ کړ. د افغانۍ په لويدو او د توکو د بيو په لوړېدو دا دی ولس د درېم ځل لپاره لوټېږي، اوس به ولس نه يواځې دا چې د توکو د رانيولو لپاره لوړې بيې ورکوي بلکه د ټولو هغه مامورينو، سوداګرو، مامورينو او بې وزلانو چې په افغانيو معاشونه يا تنخواګانې اخيستې، معاشونه هم خپل ۱۲٪ بيه له لاسه ورکړه. په بله مانا مخکې چې د یو مامور يا مزدور معاش ۱۰۰ افغانۍ قيمت درلود اوس هماغه ۱۰۰ افغانۍ ۸۸ افغانۍ قيمت لري او پر دې برسېره بايد د توکو په بيه کې د زياتوالې بار هم په اوږو يووسي.

د کابل د حکومت وزيران وايي چې ګنې د افغانيو بيه ځکه لويدلې ده چې په هېواد کې نامني ده او ثبات نشته دی. دا خوشې خبره ځکه ده چې په تېرو لسو کلونو کې چا هم د نامنۍ له کبله ارامه سترګه خوب نه دی کړی، نو دا دومره وخت افغانۍ ولې نه غورزېده!

د کابل حکومت هغه وخت ستره اشتباه وکړه چې خپلو غړو او په ټولنه کې لکه د سرطان خپرې مافيا ته اجازه ورکړه چې غلاګانې وکړي، له ملته یې د کابل بانک د دسيسې له لارې کابو زر مليونه ډالر لوټ کړل او بيا یې د مرکزي بانک د څخه کابل بانک ته ۸۵۰ مليون ډالر ورکړل.

د کابل د حکومت سره د آی ايم ايف همدا لانجه ده چې دې حکومت بايد د خپل پولي واحد پشتيباني نه وه کارولې، هماغسې وشول، افغانۍ له همدې کبله خپل اعتبار له لاسه ورکړ او ورکوي یې، د توکو بيې لوړې شوې او نورې به هم لوړېږي، او په ټوله کې بې وزله ولس چې جګړو، دسيسو، او د کابل واکمنې مافيا فساد ځپلی دا دی اوس د مافيا د غلاګانو بيه ورکوي.

دو ټکو ته پام په کار دی:

لومړی: د افغانيو لويدل په يو کار شايد ودرېږي چې له مرکزي بانک څخه کابل بانک ته ورکړل شوی ريزرف بېرته پر ځای کړای شي. او دا کار هغه وخت ممکن دی چې د کابل بانک غله او مافيا وټکول شي او د کابل بانک څخه چور شوې پيسې ترې راوويستل شي.

دويم: مرګ منل اسان دي خو له ولږې د خپل کوچني ژړا ليدل اسانه نه دي. که په کابل کې که د مافيا د فساد مخه ونه نيول شي نو لرې نه ده چې د مافيا کړنې ولس يو پراخ پاڅون ته مجبور کړي.