د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عصمت الله جمال خيل 06.07.2011 19:59

اوس په ژوندون کي څه مزه پاتي ده
تش بيابان شو هديره پاتي ده
ماخوترخي شيبي په خيال نه ليدي
هغه خوتللي ده قيصه پاتي ده
ډيري توبي مي ستاودرته وکړي
خواخري توبه ترخه پاتي ده
جمال خيل هڅي دزړګي منلي
په زړه يي ډيره حوصله پاتي ده