د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددکتور فاروق أعظم طنزونه

پوهنمل محمود نظری 05.07.2011 21:27

ښاغلی فاروق اعظم یو په وطن مین لیکوال دی چې تل د وطن په ناخوالو ځوریدلی او ځوریږي نوتل یې په خپلو لیکونوکښې داټولنې ناخوالي غندی او نیوکې یې پرې کړی دی اوتل يې غوښتي دی دا ناخوالي د مسولینو تر غوږه ورسوي نو ځکه یې د طنز له وسلې څخه چې د ناخوالو د سمون لپاره یوازینی وسله ده کار اخیستی دی .
طنز هغه درد دی چي طنز لیکوال هغه په خندا بدلوي یاني خپلو اوښکو ته د خندا نقاب وراغوندي او خلکو ته يي وړاندې کوي او هغوی سوچ ته اړباسي
د طنز لیکوالو یوازینی موخه د خلکو خندول نه ده د هغو اصلی موخه د ټولنی نقصونه اصلاح کول ، د مظلومانو ویښول اودټولنې وده ده.
دچا خندول ښه کار دی خو داطنز خندا پوه خلک په سوچ کښې اچوي ، چې د طنز اصلي داستان همدا دی.
د داکترصاحب طنزونه ژورنالیستک طنزونه دی چې موخه يي د ټولنې اړینې تشې او کمۍ په ګوته کول دی نو ځکه هغه بې ویرې خپل ږغ پورته کوي او وايي :

حاکمان چي سې نا اهله خلک مله سی دسره غلو
حکومت چي بـیغـمـباش سې بازار تـود دخـپـلسرو
رهبران چی کوڅه ډب وی د پردو پر ور سولیږی
بـیـقدری دخـپلو ډیـر کړی ډیـر وی قـدر د پـردو
اختـناق د حاکمانو زیـږوی تل کودتا - انـقلابونه
سـمه لاره چي سی بـنـده خـلک اوړی پر نخـرو
چی د علم ور پر بند وی ‎ خود به ځی مخ پر تیارو
دطبـيـب نیستی ناروغ کړی مخ پرکـوډو زيارتو
تارومارسې رمه هـله چي ويـده بـیـوخته شپـون وې
دلـیـوه له ويـری کلی، وی احتـياج د کـوټـه سـپـو
دهغه د ا طنز دننی حاکمانو د نااهلي، بی غمباشي ، کوڅه ډبي ، اختناق، بې علمي په هکله دی
هغه په خپل یو بل طنز کښې وايي چې زورواکانو تیاره خوښه ده د هغو جاهلان او غله خوښ دي!
چې دا طنز هر پوه انسان په سوچ کښې اچوي چې ولي د هغو تیاره، جاهلان اوغله خوښ دی؟!

زورواکان دی دښمـنـان د ښـه نـظام
تر رڼا خوشحاله دوی په تور ماښام
پر حساب باندی به ړوند وکوڼ وشـل
ترعالم پاکنفس يې خوښ جاهل و غل
هغه په یو بل خپل ښکلی طنز کښې وايي، چې بایدلومړی د رهبرانو شخصیتونه ځان ته مالوم کړو بیا ورپسې سو، لیکن دا په هغه وخت کښې کیدای سي چي استبداد نه و ي
هغه په طنز سره له مشره پوښتنه کوي : ته دچا استازی يې؟ چا ته حساب ورکوې ؟

څو پوښتنی له هر مشره ضروري دی
په جواب يې پوهول دځان حتمی دی

اول، وپوښـته: قـوت له کومه ستا دی ؟
ته د قوم په قوت ناست يا دبل چا دی

دا قوت دچا په ګټه استعمال او کاروې؟
بل حساب د کار به چاته ورکوې ؟
بل که چيری دنـده خپل کی سې ناکام
څوک به تا له لاسه نيسی والسلام ؟

سی مطرح دغه سـؤالونه هغه وخـت
چی تـړلی استـبـداد له ملکه رخـت
وي دخـلکـو حکـومت پـر سـر د کار
لـه هـمدوی يې وې قـوت او انهــيار

نوربیا