د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرویس خوږیاڼي د قاهرې پوهنتون څخه د زرعت په لوړو زده کړو کې امتیاز تر لاسه کړو

الهام یاسیني 04.07.2011 16:43

د د قاهری په نړیوال پوهنتون کې د ننګر هار ولایت د خوږیاڼو ولسوالی د کږی اوسېدونکي او د کرهڼی او ابولګولو وزرات کارکونکی میرویس خوږیاڼی د ماسټری دفاع مراسم ترسره شول. میرویس خوږیاڼی د قاهری په پوهنتون کې د کرهڼی په برخه کی د ماسټری دورې تر بشپړولو ورسته د نباتی ژوندی ټکنالوژی او د انساجو روزنه  یا

 Biotechnology and vegetable tissue culture

تر نامه لاندې د خپل تیزس څخه بریالۍ دفاع وکړه .

دغه مراسم چې د قاهرې پوهنتون د د کرهڼی پوهنځی د کتابوت غونډو په تالار کې د استاذ دوکتور محمد عبدالمجید بدوی په پرانستیزه وینا د غرمی لهدو بجو پیل شول د د مازدیګر په پنځو بجو یې پای وموند. له میرویس خوږیاڼی څخه د د فاع د کمیټی غړو هر یو په خپل وار سره د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې د نوموړی لخوا ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول . په پای کې د تیزس ارزونې د کمیټې لخوا د نوموړي تیزس د ماسټری دورې لپاره د ممتازو څیړنو په کتار کې وګڼل شو، او میرویس خوږیاڼی ته یې د ماسټری د امتیاز درجه ورکړه. د یادونې وړ ده چې د دفاع په دغه غونډه کې په مصر کی میشت افغانانو او د نوموړي پوهنتون د یو شمیر نورو استادانو ترڅنګ بهرنیو محصلینو هم برخه درلوده. د غونډې په پای کې میرویس خوږیاڼی ته د مساټری د درجی مبارکی و ویل شوې.

خوړیاڼي ته دغه سکالرشپ د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼې ادارې لخوا ورکړل شو و چې په مصر کې د زرعت په څانګه کې لوړې زده کړې مکملې کړي، د قاهرې د پوهنتو د زراعت پوهنځي پروفیسران د نوموړي په اړه وايي ((سمیرویس یو ښه زده کوونکی دی او په خپلو درونو کې په لوړو زده کړو تر اوسه بریالی دی او په راتلونکې هم ورته سرلوړي غواړ)).

میرویس خوږیاڼی وايي چې د لوړو زده کړو په لوستلو کې یې د افغانستان د زراعت وزارت ډير رول لوبولی مننه ترې کوي، نوموړی وايي چې افغانستان په عمومي ډول په ټولو علومو کې لوړو زده کړو ته ډېره اړتیا لري خو په ررعت کې د هر څه څخه ډیره لوړو زده کړ ته اړتیا لري ځکه چې افغانستان یو زرعتي هیواد دی. خوږیاڼی وایی چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت باید د زرعت د پوهنځو څخه فارغین لوړو زده کړو ته له هیواد بهر ولیږي او همدارنګه هیله لري چې د زراعت وزارت سره په دې اړه همغږي پیدا کړي تر څو په دې برخه کې د افغان ملت زیاتې ستونزې حل شي)).

همدرانګه خوږیاڼی زیاته کړه چې زه  د کرهڼی اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او اړوند نورو ارګانو څخه غواړم چی زمونږ راتلونکی پرواګرام چی د پي اچ ډی څخه عبارت دی کلکه پاملرنه وکړی تر څو  نورې لوړی زده کړی پای ته ورسوو او افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځو.