د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فرنود او فېرزوي ګرفتاري د پټي سر دی

کمال الدين رنځور 01.07.2011 13:21

د دوبۍ په پام جميرا کې د قسيم فهيم کور، په دې سيمه کې د کابل بانک فرنود او فېروزي لسګونه کورونه اخيستي دي.

کابل اعلان وکړ چې د کابل بانک له سلګونو غلو څخه یې دوه غله (شېر فرنود او خليل الله فېروزي) د څېړنو په موخه ګرفتار کړل. طبيعي خبره ده چې ((دا د پټي سر دی او پټی وروسته سورور دی)). له سلګونو غلو له جملې د غلا انجنيران نيول ښه زېری دی خو عمليات بايد همدلته ونه درول شي. ولس د کابل بانک په رسوايۍ کې د قربانۍ ګډوري نه غواړي، د کابل بانک غلا د بشريت په تاريخ کې تر ټولو ستره غلا ده او ولس د ټولو سترو او کوچنيو غلو او ډاکوانو علني او شفافه محاکمه غواړي. دا لړۍ بايد دوام ومومي، که نه امکان لري چې د کابل د دولت د خوښې خلاف پايلې ولري.

د کابل د رژيم رسوايي په دې کې ده چې مافيا یې په ټولو رګونو کې ځای نيولی او له دې کبله له غلو تر اخري سلګۍ دفاع کوي او ساتنه یې کوي. د شېر فرنود او خليل فېروزي ګرفتاري له فشارونو او په ټول افغان ډات کام له لسګونو ليکنو او ثبوتونو وړاندې کولو وروسته ترسره شول. نو ځکه د دې ضمانت نشته چې د بشريت په تاريخ کې تر ټولو ستر غله او ډاکوان به رښتيا هم زموږ پيسې بېرته راوګرځوي او محاکمه به شي.

د کابل بانک په غلا کې بله رسوايي دا ده چې د دولت تنفيذيه او تقنينيه ځواکونو سلګونه چارواکي په کې لړلي دي. همدا لامل دی چې د ککړو عناصرو نومونه تر اوسه پټ ساتل کېږي او د يو څو کسانو نومونه چې دلته په ټول افغان ډاټ کام موږ پخوا رسوا کړي و د افغانستان بانک مستعفي مشر عبدالقدير فطرت هم ولسي جرګې ته مياشت مخکې واورول. دولت کله وايي چې له کابل بانک ۲۰۷ کسانو غلا کړې ده او کله وايي چې له ۴۰۰ سوو زيات کسان دي، خو نيول شوي کسان تر اوسه ۲ دي.

د ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي او د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم د ورور حسېن فهيم نومونه دولت بالکل د غلو په لست کې نه يادوي. په داسې حال کې چې دې دواړو د خپلو واکمنو وروڼود خبرتيا سره سره په کابل بانک کې لومړي په غيرقانوني توګه هر يو ۷٪ ملکيت ترلاسه کړی دی او بيا یې ترې په لسګونه مليونه ډالره غيرقانوني پورونه اخيستي دي. د محمود کرزي او حسېن فهيم ګرفتاري او ورسره نه تحقيق د دې ښکاره ثبوت دی چې په افغانستان مافيا واکمنه ده او د دې مافيا د غړو محاکمه کول نه غواړي.

په رڼا ورځ له ولسه د يو بليون ډالرو غلا او بيا د ولس په ۸۵۰ مليونه ډالرو د کابل بانک (د غلو د اتحاديې) ژغورل يو داسې ناورين دی چې له قانون سرغړاوی په کې لکه د لمر روښانه دی. دا دومره پېچلي موضوع نه ده چې د فساد د مبارزې مشکوک مشر عزيز لودين يا کوم څارنوال دې په کې موږ ته ليکچر راکړي.

دا ځکه د پټي سر دی او پټی وروسته سورور دی چې د کابل بانک موضوع يواځې د څو سوه غلو د غلاګانو مسله نه ده، بلکه له هغې اخوا بايد په یو شمېر نورو تړلو موضوعاتو کې هم څېړنه وشي: لکه دا چې (۱) ولې د دولت ټولې بانکې معاملې په داسې حال کې د کابل بانک له لارې ترسره کېدلې چې دولت خپل ((افغان ملي بانک او پښتني بانک)) لرل، ولې یې د خپلو ټولو مامورينو معاشونه د ايکي يو بانک له لارې ورکول. په دې کې د ککړو ټولو وزارتونو مسولينو ګرفتاري او محاکمه په کار ده. (۲) د حاجيانو سپېڅلې پيسې په کوم اساس د کابل بانک (چې يو سودي بانک دی) ته په داسې وخت کې ورکړل شوې چې دا بانک غلو لوټلی و. (۳) د ټاکنو له قانون څخه په سرغړاوي بايد ټول هغه کانديدان او د دوی د کمپاينونو مسولين ګرفتار او محاکمه شي چې له کابل بانک او يا نورو بانکونو څخه یې د کمپاين لپاره پيسې اخيستي دي. په دې جرم بايد د کابل بانک ککړ چارواکي هم محاکمه شي. (۴) ولسمشر حامد کرزی تورن دی چې کمپاين یې له کابل بانک څخه ۴ مليونه ډالر اخيستي دي او په مقابل کې یې دې بانک ته په سلګونو دولتي اکاونټونه ورکړي دي چې د فېروزي په وينا کابل بانک ترې هره مياشت ۴ مليونه ډالر ګټه لاس ته راوړله. په دې ګنده معامله کې بايد حامد کرزي سره تحقيق وشي. او ايا د د ټاکنو په مهال د ټاکنو کميسيون ته د دې ۴ مليونو ډالرو په اړه خبر ورکړی و! ايا په کمپاين د ۴ مليونو ډالرو مصرفول قانوني کار دی! (۵) د احمد ضيا مسعود او نورو چارواکو او مامورينو په شمول ټولو هغو کسانو چې له کابل بانک څخه کورونه او ډول ډول ډالۍ اخيستي دي، بايد ګرفتار او محاکمه شي.

دا روښانه ده چې په کابل کې واکمنانو د ملت د غوښتنو له کبله شېرخان او فېروزي نه دي ګرفتار کړي او که د دوي خوښه وای نو د دوی شوکو او ډاکو به همداسې دوام موندلی وای، خو دا چې نړيوال وجهي صندوق (آی ايم ايف) او بهرنيانو پرې پيسې بندې کړي دي نو د هغوی د راضي کولو لپاره دا کار کوي. خو په اسلامي نړۍ کې ولسي پاڅونونو په زبات ورسوله چې ولسونه هم په خپلو مټو خپل حق اخيستی شي، نو لرې نه ده چې د کابل بانک په رسوايۍ کې د افغان ولس غوښتنې په پام کې نه نيول امکان لري په افغانستان کې د دا ډول پاڅون په رامنځته کېدو کې د پام وړ رول ولوبوي.