د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له فشارونو وروسته لویې څارنوالۍ فرنود او فېروزي ګرفتار کړل

پژواک خبري اژانس 01.07.2011 02:33

د کابل بانک دوه ستر سهم لرونکي او پخواني مشران ونيول شول

کابل ( پژواک ٩ چنګاښ ٩٠): د کابل بانک دوه ستر سهم لرونکي او پخواني مشران ( شېرخان فرنود او خليل الله فروزي ) ونيول شول .

لوى څارنوال محمد اسحاق الکو د چنګاښ په ٩ مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد شوي کسان تېره ورځ ناوخته  د ملي امنيت موظفينو نيولي او لويې څارنوالۍ ته يې  سپارلي دي .

شېرخان فرنود د کابل بانک پخوانى عمومي مشر او خليل الله فروزي ددې بانک پخوانى اجراييوي مشر و.

تېر کال وروسته له هغه، چې د کابل بانک په اړه د سلګونو ميليون ډالرو د تاوان راپورونه خپاره شول، شېرخان فرنود او خليل الله فروزي له دندو ګوښه او ددې بانک چارې د افغانستان بانک تر  کنټرول لاندې راوستل شوې.

عبدالقدير فطرت، چې څو ورځې مخکې يې د افغانستان بانک له رياست څخه استعفا ور کړې ده، ويلي و، چې له کابل بانک څخه له ټکټانه سره شاوخوا ٩١٠ ميليون ډالره پور په ناقانونه توګه اخيستل شوى، چې له دې جملې څخه  ٥٠٤ ميليونه امريکايي ډالر شيرخان فرنود او ٦٦،٩ ميليون  ډالر خليل الله فروزي اخيستي دي.

لوى څارنوال وايي ، چې فرنود او فروزي د لويې څارنوالۍ ترڅار لاندې و او پرون وروسته له هغه ونيول شول، چې  د کابل بانک په اړه له  اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې راپور څارنوالۍ ته ورسېد.

د الکو د څرګندونو له مخې، شېرخان فرنود او خليل الله فروزي د کابل بانک د بحراني کېدو د موضوع اصلي مسوولين بلل شوي دي .

د هغه په وينا، د لويې څارنوالۍ تر پلټنو وروسته به روښانه شي، چې ياد  کسان د دې بانک په بحراني کېدو کې څومره مسووليت لري.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې مشر ډاکټر عزيزالله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دې ادارې لخوا د کابل بانک په اړه د برابرشوي راپور له مخې ، فرنود او فروزي د لومړۍ درجه مسوولو کسانو په توګه پېژندل شوي دي .

د هغه د څرګندونو له مخې ، له کابل بانک څخه د دولتي چارواکيو په ګډون  ٢٠٧ تنو ناقانونه پورونه اخيستي دي.

لودين هيله څرګنده کړه، چې لويه څارنوالۍ به د دې کسانوپه اړه جدې پلټنې وکړي او د کابل بانک د بحران   عاملين به د قانون منګولو ته وسپاري .

کابل بانک وورسته له هغه ، چې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راغى ، په دوو برخو ووېشل شو، چې يوه برخه يې د نوي کابل بانک تر نوم لاندې د ماليې وزارت پورې اړوند شوه او بله برخه يې تر تصفيې لاندې ده .

د افغانستان بانک ويلي ، چې تراوسه د کابل بانک له اخيستل شويو پورونو څخه  ٦٢،٥ ميليونه ډالر ترلاسه شوي دي .

د يادونې ده ، چې عبدالقدير فطرت چې دا مهال په امريکا کې دى ، څو ورځې مخکې د افغانستان بانک  له مشرۍ څخه د استعفا خبر ورکړ . 

لويې څارنوالۍ تېره ورځ  اعلان وکړ، چې د افغانستان بانک رييس د کابل بانک په اختلاس کې لاس لري .

  لويې څارنوالۍ له انټرپول او د امريکا له سفارت څخه د فطرت ، چې دا مهال په امريکا کې دى، د راستنولو غوښتنه کړې ده .