د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د فیسبوک کارول

سیدعبدالله ولي زی 01.07.2011 01:59

فیسبوک یوه نړیواله ټولنیزه اړیک پاڼه ده چې ملګري، دوستان، خپلوان، همکاران، ټولګيوالان (درسي، ګوندي، مذهبي) او نور سره د استوګنیز واټن پرته نښلوي.

داسې انګیرنې او اندیښنې شته چې دغه پاڼه د سالمو سیاسي فعالیتونو تر څنګه نا سالمو سیاسي موخو ته هم کارول کېږي. ویل کېږي دغه پاڼه د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې له خوا څارل کېږي او خپل ټاکلي وګړي له دې لارې څارې، چې له چا سره په کومه کچې اړیکې لري. د سالمو سیاسي فعالیتونو په لړ کې  د عربي هېوادونو اوښتونونه د پام وړ دي.

سره له دې چې دغې پاڼې د نړیوالو اړیکو په ټینګښت کې خورا ډېرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي خو بیا یې هم زیانونه  تر ګټو زیات دي. د مالوماتو خوندیتوب یو له هغو اندېښنو څخه دی چې هر کله د فیسبوک په اړه د خلکو په خوله وي، دوی له دې امله سر ټکوي چې په دغه پاڼه کې یې مالومات خوندي نه دي. د همدې اندېښنې له امله په تېرو څو اونیو کې په میلیونونو فیسبوک کارنو له خپلو غړیتوبونو پریکون وکړ.

د فیسبوک کارولو په اړه بارک اوباما څو په زړه پورې ویناوې کړې. د ده لومړنی ویډیو چې د فیس بوک په اړه خپره شوه نومړي پکې په ټولو خلکو غږ کړی چې په فیس بوک خپل مالومات خوندي وساتي تر څو له رسوايی سره مخ نه شي. ده زیاته کړې چې فیسبوک هغه وسیله ده چې هر څوک کولای شي د هر چا مالوماتو ته لاس رسۍ ومومي. دغه ویډیو چې د فیسبوک ټیم له خوا جوړه شوې په غربي نړۍ کې د مالومات او انځورونو د غلا واضح مثالونه پکې راوړل شوي چې څومره کولای شي یو کس زیانمن کړي.

په یو بل ځای کې اوباما د ښوونځي د یو شاګرد په ځواب کې چې ترې پوښتلي یې و «څنګه کولای شم ستا موقف ته ورسم؟» ویلي وو: «که غواړو زما موقف ته ورسې نو ډېر پام کوه چې په فیسبوک کې هر څه ونه لیکي، ځکه یو ورځ په دغه په تاپسې راوایستل شي.»

د افغاني ټولنې په کچه هم استاد رباني د فیسبوکي ځوانان له ډاره اندېښنه ښودلې وه، ده په خپله یوه رسمي وینا کې ویلي و چې دا فیسبوکي ځوانان غواړي زموږ ځایونه ونیسي.

کله چې دغه پاڼه دومره ګټوره او زیان رسونکې ده نو موږ باید څه وکړو؟

لومړی باید خپل ټول مالومات خوندي کړو او د فیسبوک د خوندیتوب ټول لازم او اړین امکانات فعاله کړو. دا به ډېر ښه وي چې زموږ مالومات، انځورونه او نور هر څه یوازې زموږ د ملګرو سره شریک پاتې شي نه له ټولو پردو او نا پيژندو وګړو سره.

دویم د خپلو ویناوو، لیکنو، انځورونو او نورو... پوره مسؤلیت باید په غاړه واخلو، لکه زموږ په وینا څوک خپه نشې، زموږ لیکنې پرته له شواهدو په چا تیرې ونکړي، زموږ لیکنې موږ او زموږ قوم ته توهین او داسې نور نه وي. ځکه که احمد زما ملګری دی، نو د هغه ورور، خور، مور، پلار، کلیوال او نور... یې زما ملګري نه دي، نو زه باید داسې څه و نه لیکم چې د احمد کورنۍ ته پکې توهین وشي او یا هم باید داسې څه و نه لیکم چې احمد یې کورنۍ ته سپک کړم.

سره له دې چې موږ باید دغو ټکو ته په مخامخ خبرو کې هم ډېر پام ونیسو خو کله چې دغه خبرې پرلیکه نړۍ ته راځي نو بیا ډېرې زهرجنې او اغیزمنې وي. کیدای شي ستاسو په یوه بې مسؤلیته خبره سلګونه ملګري، دوستان او خپلوان له لاسه ورکړی.

درېیم دا چې موږ د فیسبوک دکارولو ډېره موخه تفریحي ده نسبتاٌ اصلاحي ته نو موږ باید د خپل وخت په ارزښت پوه شو او خپل وخت داسې تنظیم کړو چې په فیس بوک کې زموږ د زده کړې، کار، ټولنیزې اصلاح، لمانځه، او نورو وخت ضایع نشي. په افغانستان کې دننه د کمزوري انترنیټ له وجې کیدای شي فیسبوک کارن د فیسبوک په ناروغۍ نه وي اخته خو بهر میشتې ملګري دا ستونزه ډېره زیاته لري ځکه دوی ته انترنیټ هر کله په لوړ سرعت شتون لري.

څلورم د فیسبوک نه په سمه توګه د اصلاحاتو او د اصلاحي اوښتونونو په موخه باید کار واخلو.

دا چې دغه لیکلو ته وهڅول شوم، ډېر علتونه لري، خو وروستنۍ علت یې یو ورور و چې خپل ملګري ته یې په فیسبوک کې ټوکه لیکلې وه او د هغوی کورنۍ پرې غبرګون ښودلی و. نو هیله ده چې زموږ ټول ځوانان خپل موقف درک کړي او د فیسبوک نه په افغانستان کې د ټولنیزې اصلاح په موخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

په درنښت