د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژنيو دوهم کنفرانس د جوړېدو اړتيا (لومړی برخه)

حبيب الله غمخور 30.06.2011 23:44

هر نړيوال کنفرانس چي دافغانستان دمسلې داساسی حل لپاره جوړېږي دژينو دتيرکنفرانس پايلي اوتجربې بايد په جدي بڼه  په پام کي ولري .

امريکااونړيوال داحق نلري په اوبوکي داسي لوټه کښېږدي چي يوازي خپله پر تير اوداملت  يوځل بيادسياسي قدرت دتږو ،جنسالاروتنظيم سالارواودولتي مافياچي دهېروئينوسوداگرئي شاته ولاړدي سياسي اوپوځی دسيالوداوردېگدان ته ورټيل وهل سي.

پدېورستيو شپو او ورځوکښي دبن ددوهم کنرانس دجوړېدوخبري کيږي .دبن دوهم نړيوال کنفرانس به دروان کال ددسمبردمياشتي په دوهمه نيمايي کښي پيل سي.دافاقي معلوماتوله مخې د بُن په دوهم کنفرانس کي  به په افغانستان کي د ټولو ښکېلو ډلو او سياسي ګوندونو په ګډون د افغانستان ګاونډيان ، د نړۍ د(( ۹۰)) هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د نړۍ د زرو سازمانونو استازي ګډون ولري  .ددې کنفرانس درابلونکوپه ويناددې کنفرانس دمشرتابه اوپرمخ بېولوچاري به دافغان دولتي استازپر غاړه وي .کېداي سي همد يوله دلايلونه وي دافغان دولت مشرځانته داحق ورکوی امريکاته گوت څنډنه وکړي چي ددوي له خوښي نه پرته کنفرانس ته دگډون بلنه چاته ورنکړي.

 د افغانستان د امنيت شورا د فرهنګي چارو ريس پوهندوی محمد اسمعيل يون د لراوبر سره په يوه ځانګړې مرکه کي وویل چي نړيوال د بُن په دوهم کنفرانس کي هغو تېروتنو ته متوجې دي چي لس کاله مخکي يې د افغانستان لپاره د بُن په لومړي کنفرانس کي کړې وې . مگردائې نه دي ويلي چي کومې تيروتنې به پدې کنفرانس کي تکرارنشي .

سره لدې چي يوشمېرداکنفرانس دافغانستان لپاره ډير مهم بولي ،مگرپه حقيقت کښي تراوسه ټول معلومات  نشته چي ددې کنفرانس اجندابه څه وي .

تراوسه ددې کنفرانس دقيقه اجندأعاموخلکواوډله ايزورسنيوته څرگنده شوې نده اودکنفرانس په هکله خبري دتړلو دروازوترشاته ددولتي چارواکواواستخباراتي کړيوترمنځ کيږي ،پدې خاطرنسم ويلاي چي ددې کنفرانس اجندابه څه اوکومې خبرې به پدې کنفرانس کي مطرح سي .

داچي دبن کنفرانس دڅه لپاره جوړېږي اوس زمادليکنې موخه نده ،دومره ويلاي شم چي داکنفرانس له يوې خوادبن دلومړی کنفرانس دلسمې کاليزي په ياداودبلې خوابه پدې کنفرانس کښي دافغانستان سره په مختلفوبرخوکي دمالي اومادي مرستودراجلبولواودافغانستان وسله والو ځواکونوته دامنيتي چاروسپارلومسلې په هکله بحث ته  به دلمړيتوب حق ورکړه سي . ددې کنفرانس گډون وال به دلومړی کنفرانس په پرتله زيات وي دمعلوماتوله مخې شميربه ئې ترشاوخوا زرونفروپوري ورسېږي .په هرصورت له همدا اوس نه داسي څرگندېږي چي دې کنفرانس ته به هم دسياسي اوشخصی سمپتيو پټواوښکاره اړېکوپر بنياد اشخاص وروبلل سي،په همدي دليل داډارسته چي ددې کنفرانس گډونوال به هم لکه څنگه چي اړينه ده ترډيره بريده  دافغان ولس رشتيانی  استازيتوب ونه کړاي سي .

زماپه نظرداکنفرانس  به هم ددې جوگه نسي چي دافغانستان کشالې ته دپاي ټکی کښېږدي.

ځکه دې لسو کلنيوجگړايزواوسياسي پېښولمرغوندي روښانه کړه چي که امريکادالقاعدې دسازمان اوطالبانودحاکميت په جرړوايستلوپسي راغلې وه ،دنړۍ عامو خلکودامريکااوناټوپوځی ځواک ته کتل فکرئي کاوه چي په دودرو اونيوکي به دخپلو دښمنانوسره حساب پاک کړي ، مگرداسي ونشول داپروسه دمالي اومادي تلفاتوسره يوځاي تراوسه روانه ده پدې کلونوکښي ۱۱۴تريلونه امريکامصرف کړه داچي اروپايي هيوادواودايساف ترنامه لاندي راغلو هيوادوبه څومره مصرف کړي وي تراوسه ئې دقيق حساب له

چاسره نسته .يوازي پدې ورستيوکښي د کانګرس د څېړنیزو خدماتو د احصاییې له مخېدوي وايي چي د۴۴۴ میلیارده ډالرواود د 2001 کال له اکتوبر میاشتې را وروسته د 1600 وژل شوېو سرتېرو د وینو په بیه افغانستان ښايي هېڅکله هم د دې جوګه نه وي، چې یو ځواکمن مرکزي حکومت او د ډیموکراسۍ پر اصولو ولاړې مدني ټولنې ولري.

پدې ورستيوکښي دبن لادن مر گ وروسته په افغانستان کښي دښکېةوبهرنيوهيوادوپه سياسي ،پوځی اودولتي کړيوکښي داخبري تودې سولې چي له افگانستان څخه دبهرنيوسربازانودوتلوزمينه برابره سول ،تبه وايي په يوه شپه داهرڅه ښه سول بارک اوباما،دفرانسي ،جرمني ،انگلستان اونوروهيوادسومشرانوپه گډه خوب وليدچي له افگانستان څخه پښي سپکې کړي ځکه دلته نور امنيتي حالت متمين اوډاډمن دی . سره له دې چي په عمل کښي داسي نه داډول څرگندونې لاتراوسه يوخوب اوخيال برېښي . زه دانه وايم چي دخادي پاردی مه وزي اوداهم نه وايم دومره چي زی هغومره نه بلکي دوه برابره به نور راسي ځکه داخبره يوه احساساتي خبره ده اودبلې خوازمادهيوادداوسېدونکو له ملي غرورته زيان رسوي خودايوځل بياپه تکراروايم ،دهغه لپاره چي امريکا اودهغې دملاتړلپاره نړيواله ټولنه راغلې وه هغه ترلاسه نه سول ،دجورج ډبليو بوش اودهغه دسياسي اواستخباراتي کيو هغه محاسبه چي پر افغانستان دوردانگلوپه پايله کښي امريايي چارواکوکوله داوبوسره لاهوسول .زماداخبره ددې معنا نلري چي امريکا اواروپايي ټولنه دافغانستان داوسني ناکام دولت دمخالفينوپه وړاندي ناکامه سول ،پدې پوهېږم چي دا ډول ناکامي دامريکالپاره تل پاتی مرگ دی چي امريکاددې سره هيڅکله موافقه نده اونه به داډول ماتي ته غاړه کښېږدي . تراوسه  داډول غروزمادزورېدلي ولس په گټه دی که موږهوښيار سوممکن په ورستېبوشېبوکښي له دې غرورنه دخپل هيوادپه گټه کارواخلو بکلې هدف مي دادی چي امريکايوازي دالقاعدې اوطالب نظام دجرړوايستلولپاره دلته نه وه راغلې بلکې دډيروسيمه ايزوگټواوټوخوبونه ئي ليدل .دهغوخوبونورښتياکېدل په افغانستان کي ددې مالي اومادي تاوان سره ترلاسه کېداي نسي ځکه خوئي بله لارغوره کړې داچي کومه لارده تراوسه دوړاندوينې لپاره وختي دي . دبلې خواپه راتلونکي کال کښي دامريکادولس مشری لپاره ټاکنې کيږي ،په ټاکنوکښي بری دامريکاددواړوسيالوگوندونولپاره حياتي ارزښت لري ،دغې موخې ته رسېدولپاره هرگوندځانگړې شعارونه اوځانگړې طرحي وړاندي کوي . په همدې دليل داسامه وژنه پدې وخت کښي تربل هروخت گټوره اواړينه وه چي داکاروسواوسمدواره په امريکا کي دبارک اوباماسياسي سيالانوته هم دازمينه برابره سول  ترڅوپر هغه فشارواچوی اوديوسړی په  وژلوبېله دې چي افغان ولس ته ورپېښه ستونزه حل اودمسلي حل يونړيوال تظمين ولري دافغانستان څخه دپوځي ځواکونودايستلومسله مطرح سول اودامريکاداقتصادي بحران يولامل ئې په افغانستان کي پوځي لگښتونه وبلل ځکه غواړي  چي اهسته اهسته پښې سپکړي يعنې دپوځی شتون شمير ترډيره راکم کړي  .

دبېلگې په توگه دامريکادفاع وزیر ګېټس افغانستان ته په لاره خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانستان په جګړه باندې د کال ۱۲۰ ملیارد ډالره لګوي نو باید دومره مصرف د افغانستان د جګړې په هکله په پرېکړو کې اغېز ونه لري.

 دا په داسي حال کې ده چې امریکا په خپله بودجه کې څوارلس تریلیونه کسر لري.زر ملیارده یو تریلیون کېږي.

د افغانستان پر جګړې امریکا تراوسه پوري ۴۴۴ ملیارد ډالره لګولي دي.

موږپردي خبرې نه کوو چي دالقاعدې سازمان يوسړۍ نه بلکي لکه له نامه څخه چې ښکاري دايوسازمان دی ،خوپردې مسله دخبروحق لروچي ووايوداچي افغانستان ته پر خپل سر راغلاست پر خپل سروتنه دانسان او انسانيت سره جفاده .امريکااونړيواله ټولنه دافغان ولس په وړاندي اخلاقي او حقوی مسوليت لري ،نړيواله ټولنه مکلفيت لري هغه ژمنې چي په خپلو شعارونواووعدوکښي ئي دنړيوالوپه وړاندي له افغان ولس سره کولې هغه بايد هوبه هوترسره شي اودافغانستان اوسنۍ لانجې ته په معقوله اوټولوته دمنلووړدپاي ټکی کښېښودل شي .

دافغانستان دسياسي اوپوځی مسلې دحل په موخه د۱۹۸۸ زکال د اپرېل په ۱۴ نېټه  دژنيوکنفرانس ته يوه لنډه اوځغلنده کتنه :

دافغانستان دمسلې دسياسي حل په موخه دژينو توافقاتودلاسليک لپاره دامکاناتودبرابرولولاراوږده ،له کږلېچونواوپېچومونه ډکه وه چي دملگروملتودسازمان دسرمنشي دځانگړي استازي په منځگړيتوب پرمخ بېول کېده . داتوافقات په ۱۹۸۸ زکال داپريل پر ۱۴ مه دښکېلواړخونواوهيوادونولخواپداسي حال کي لاسليک سول چي دهغه وخت ددولت دمخالفينو استازوهم په هغه تعميرکي چي دتړون لاسليک کيده گډون درلود،ويل کيږي چي کله کله به دملگروملتودسرمنشي استازي دغونډي په جريان کښي دهغوي نه يوې مسلې په کله پوښتنه کول اودوباره به گونډي ته راگرځيد .

د ژنیو لوزنامې دلاسليک لپاره دافغانستان اوشوروی اتحاد،پاکستان او امريکااوملگروملتودسرمنشي دځانگړې استازي  لخواهلې ځلي اوخبري له ۱۹۸۲ ز کال نه راپيل سوي وې .

دابايدهرچاته لمرغوندي روښانه وي چي پدي ډول دافغانستان پرېښودل لکه دتير(۱۹۸۸)کال دژينو ترکنفرانس وروسته چي له يوې خوادنړيوالوتظمينوترنامه لاندي موافقه لاسليک سول اودبلې خواپه همدې ورځ دشوروي او امريکا لخواددوي دخپل مينځي سياليوپه پايله کي دلاسليک سوی تړون پلي کول پکه سول.

 

  دژينوپه لوزنامه کي عمده ټکي :

۱/دافغانستان په کورنيوچاروکي دلاسوهنې پاي ته رسيدوپه موخه ،په پاکستان اوايران کي دوسله وال اپوزيسيون ددفترونو،روزنتونواوهغوي ته دوسلې اوپيسو ورکولوپروسې په ټپه درېدل.يعني له افغانستان څخه دگاونډيو هيوادواو هم دگاونډيوهيوادونه دافغانستان په کورنيوچاروکي هرډول لاس وهنې اومداخلې بنديدل  .

۲/ ددغه نړيوال تظمين دبريالي پلي کېدوپه صورت کي دمخکني ټاکل سوي نېټې سره سم دشوروی ځواکونودوتلوکارپيل سي.

۳/دايران اوپاکستان څخه دافغان کډوالودابرومندانه راستنېدوزمينه او امکاناتو برابرول .همدا ډول ژمنه وسول چي دراستنېدونکومهتاجوکډوالوسره به دنړيوالوسازمانولخوامعيني  مالي اومادي مرستي وسې

ترڅوهغوي وکولاسي خپل راتلونکی ژوندسمبال کړي .

۴- نړيوال ضمانت .

دژينولوزنامه دځانگړومراسيموپه طرځ کښي پداسي حال کښي چي دامريکا ،شوروي اوملگروملتودسازمان ځانگړی استازي حاضرو د۱۹۸۸ کال داپريل پر ۱۴ دافغانستان اوپاکستان دبهرنيو چارووزيرانو لخوا دژينوپه ښار کښي دملگروملتودسازمان په دفترکښي لاسليک  سو.

ديادولووړده چي دامريکااوشوروي اتحاددباندنيوچارووزيرانودنړۍ دزبرځواکوهيوادواوپه حقيقت کښي ددې مسلې عاميلينوپه توگه ددواړوهيوادولخوالاسليک سوی لوزنامي په اخکښي دتظمين کوونکوپه توگه لاسليک وکړ.

له بدمرغه دکاغزپرخ رنگ لاوچ سوی نه وو،نه يوازي داچي دژينو توافقات پلي نسول بلکي دواړو خواوله افغانستان څخه پښې سپکې کړې .امريکا مجاهدينو اوخپلو روزل شووتنظيمي رهبرانواوشوروي دافغانستان حاکم گونداوتردغه حاکميت لاندي ولس نه مخ واړاوه ،دواړو شرق اوغرب افغانستان ته شاوگرځول افغان يوې بلې کورنۍ جگړې ته ورټيل وهل شو .

داځل هم دافغانستان سره ددايمی دوستۍ اوهمکاری لاندي يونيم  بنده حاکميت جوړاوله خپلو نړيوالو سيالانوسره دافغانستان پر سريوه بله نوبتي معامله وسي ،داهيوادبه سمدلاسه ديوبل کورنی جنگ تناره ته ورلوېږي اودغه ددوي په وينالس کلني لاسته راوړنې به ئي دخاوروسره خاوري ،له بهرنه راغلی به بهرته ځغلي اوپدي تناره کښي به دابېچاره اوزورېدلی اولس وريت شي . دوام لري